د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا واوروله

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د «اېفسي» یوه سرتېري د وژنې اړوند قضیه کې د عمري بند سزا واوروله. د محکمې د پرېکړې له مخې؛ د ګوادر غونډې پرمهال د ډبرو وېشتلو پېښه کې یاد سرتېری لومړی ټپي او وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
