په بامیان ولایت کې هم د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو د استخراج لړۍ روانه ده.
د طالبانو د کانونو وزارت د اسنادو له مخې، د کانونو ټول فعالیتونه له خصوصي شرکتونو سره د قراردادونو پر بنسټ د بېلابېلو ادارو تر څار لاندې کېږي.
دغه کانونه د بامیان په مرکز او د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې موقعیت لري، چې پکې د اوسپنې، سرپو، جست، سکرو او قیمتي ډبرو استخراج شامل دی.
د سیمې اوسېدونکي د چاپېریالي زیانونو او د کانونو د غیر معیاري استخراج په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وایي چې د ځینو کانونو استخراج د ځمکې ښوېدو او د واورې ښویېدنې خطر زیات کړی او ځینې سیمې یې له ګواښ سره مخ کړې دي.
د سیمې خلک همدارنګه ادعا کوي چې ډېری شرکتونه خپل کارکوونکي له نورو ولایتونو راولي او ځايي خلکو ته کاري فرصتونه نه ورکوي.
هغوی له اړوندو ادارو غواړي چې د عوایدو په وېش او د کانونو په څارنه کې شفافیت رامنځته کړي.
د طالبانو د کانونو وزارت په یوه لویه داوطلبۍ کې د یکاولنګ ولسوالۍ د پنځو سرب او جست کانونو د استخراج قراردادونه له افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاني او موسی سلطان شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د راپور له مخې، د دغو شرکتونو ټولیزه پانګونه شاوخوا یو میلیارد افغانۍ ښودل شوې او دوی به د پنځو کلونو لپاره د دغو کانونو استخراج کوي.
د همدې ولسوالۍ د سیاه دره د اوسپنې کان د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په تایید ملت سټیل او خان وزیري شرکتونو ته سپارل شوی دی.
د جیولوژیکي معلوماتو عمومي ریاست د طالبانو د کانونو وزارت په ۱۴۰۱ کال کې لږ تر لږه اته کانونه د اوسپنې، سرب، جستو، ګچ او قیمتي ډبرو په توګه ثبت کړي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، په بامیان ولایت کې له لسو څخه زیات خصوصي شرکتونه په بېلابېلو کاني سیمو کې د استخراج چارې کوي.
دغه شرکتونه د پرمختللو ماشینونو، درنو وسایطو او تخنیکي تجهیزاتو په کارولو سره د معدني سرچینو استخراج کوي.
د پنجاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی رضا (مستعار نوم) وايي چې د بلخ صداقت شرکت د تراورټین ډبرې د استخراج پر مهال پراخې سیمې پرته له چاپېریالي ارزونې ویجاړې کړې دي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د څار راپورونه هم ښيي چې ځینې شرکتونه غیر معیاري استخراج ترسره کوي.
د تراورټین ډبرو کانونه د بامیان د بودا مجسمو ته نږدې په دوامداره توګه استخراجېږي.
د شیبر، سیغان، کهمرد، یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسوالیو کې ګڼ شرکتونه فعال دي، چې پکې افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاني، موسی سلطان، کوه نور، فردای کوهستان، عبدالله صفدري، بلخ صداقت، عزیز بلوڅ، افغان دراني، نظری رحیمي، ملت سټیل او خان وزیري شامل دي.
د معلوماتو له مخې، د کانونو د جیولوژیکي ریاست په ۱۴۰۱ کال کې ۳۲ کانیزې ساحې ثبت کړې دي چې په بېلابېلو ولسوالیو کې خپرې دي.
د طالبانو د کانونو وزارت ځینې کانونه په داسې شرایطو شرکتونو ته سپارلي چې د سیمې خلکو ته مستقیمه ګټه نه رسېږي.
د سرب او جستو د سرګشتک کان د موسی سلطان شرکت ته د دې شرط په بدل کې ورکړل شوی چې ۵۰ کیلومتره سړک په ارزګان ولایت کې جوړ کړي.
د پامي ککرک کان د افغان جرمن شرکت سره د کندهار د بایپاس سړک، بریښنا بند او د اوبو پروژو په بدل کې تړل شوی دی.
د سرسرخک د اوسپنې کان د ګاما ایګل شرکت ته د رېل پټلۍ، روغتون او پوهنتوني پروژو په بدل کې ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې، د کانونو تر ۵۰ سلنې پورې عواید طالبانو ته رسېږي.
د طالبانو د بامیان والي ویلي چې له شرکتونو یې غوښتنه کړې چې د سیمې اوسېدونکي په کار وګوماري.