سرچینو زیاته کړې چې نیول شوي کسان د طالبانو عدلیې وزارت په ودانۍ کې د طالبانو د عدلیې وزیر په «شخصي بندخونه» کې ساتل کېږي.
یوې سرچینې وویل چې طالبان په کابل کې د شیعهوو څو جوماتونو ت ورغلل او د محرم بیرغونه یې وشلول او راښکته یې کړل.
د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د امام حسین مجتبی جومات، په قلعه شهاده کې محمدي جومات، په امید سبز ښارګوټي کې نبي اکرم جومات، په سرکاریز کې ګلزار شهدا تکیهخانه، په کارته سه کې د حسنین جومات، د رسالت مدرسې جومات او په کابل کې د عدلیې وزارت ته څېرمه د افشاریانو جومات پلټلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په وینا، طالبانو مخکې له شیعه عالمانو سره په یوه ناسته کې، تر «ځانګړو شرایطو لاندې» د محرم د ویر مراسمو ترسره کولو اجازه ور کړې وه.
د دغې پېښې په لړ کې ویل شوي چې په کابل کې د محرم د مراسمو د ترسره کولو د همغږۍ ډلې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له مرستیال تاجمیر جواد سره لیدلي او خپل شکایت یې ورته وړاندې کړی دی.
د سرچینو په وینا، تاجمیر جواد ویلي چې شیعهوګړي د پخوانۍ پرېکړې له مخې کولای شي د محرم مراسم ترسره کړي او د مراسمو د همغږۍ له ډلې یې غوښتي چې د نیول شویو کسانو نومونه ورته وسپاري څو د هغوی د خوشې کولو په اړه اقدام وشي.
تر اوسه د عدلیې وزارت یا د طالبانو د چارواکو له لوري په دې اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.
په ورته وخت کې د مزارشریف یوه اوسېدونکي هم د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړ چې طالبانو په دغه ښار کې لږ تر لږه درې تنه د محرم د ویرمراسمو له امله نیولي دي.
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته د محرم د ویر او ماتم مراسم محدود کړي او په ځینو مواردو کې یې دا غونډې په تاوتریخوالي اړولې دي.
مخکې د افغانستان د شیعه علماوو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له ادارې غوښتي وو چې په ټول هېواد کې د ماتم د مراسمو امنیت ټینګ کړي.
دغې شورا د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو لپاره له هر ډول محدودیتونو د پاکې، ارامې او امنې فضا پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.