• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا پولیسو یوه فرانسوۍ مېرمن او د هغې اولادونه له کورني بند څخه ژغورلي دي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا پوليسو ويلي، هغه فرانسوۍ مېرمن او د هغې اولادونه یې ژغورلي چې د خپل مېړه له خوا تر کورني بند، تاوتریخوالي او فزیکي شکنجې لاندې وو. پولیس زیاتوي چې دوی د یادې فرانسوۍ مېرمنې مېړه هم نیولی دی.

د پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» د خبر له مخې، دغه فرانسوۍ مېرمنې د خیبر ولسوالۍ د پولیسو مشر ته په یوه لیکلي شکایت کې ادعا وکړه چې د هغې مېړه دوی ته د کورني تاوتریخوالي او فزیکي شکنجې ورکولو له امله، دوی له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په خورا سخت حالت کې ساتلي دي.

دغه مېرمنې ادعا وکړه چې مېړه یې هغه او د هغې ماشومان له ازادۍ بې‌برخې کړي او د یو پاملرنه کونکي مېړه او پلار په توګه خپلې قانوني دندې نه ترسره کوي او زیاته یې کړه: «هغه موږ وهي او هره ورځ زموږ پر ژوند فشار راوړي. د هغه د تاوتریخجن چلند له امله زموږ پر مخونو او د بدن پر نورو برخو د ټپونو نښې شته».

د خبر له مخې، له هغې وروسته پولیسو په هماغه ورځ د دغه تن پر ضد راپور ثبت کړ. د ولسوالۍ د پولیسو د مشر په لارښوونه، د دوشنبې په ورځ د خيبر ولسوالۍ په باړه کې پر هغه کور چاپه ووهله او دغه مېرمن او د هغې ماشومان وژغورل شول.

پوليسو وويل، د هغې مېړه هم د پولیسو له خوا ونیول شو.

د خبر له مخې، په یوه ویډیو کې چې د پولیسو له خوا ثبت شوې، شکايت کوونکې مېرمن په انګلیسي او پښتو مخلوطو ژبو وویل چې هغې په ۲۰۱۴ کال کې له دغه ځايي سړي سره واده کړی و او له هغه وخت راهیسې په باړه کې اوسېده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د پېښور سترې محکمې د لسګونه هغه کسانو عریضې رد کړې چې د پاکستاني تابعیت ادعا لري

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۱
د پېښور سترې محکمې د لسګونه هغه کسانو عریضې رد کړې چې د پاکستاني تابعیت ادعا لري
100%

د پېښور سترې محکمې د شاوخوا ۱۳۰ هغو کسانو عریضې نه‌دي منلې، چې د «پي او ار »یا «اې‌سي‌سي» کارت لرونکي دي او د پاکستاني تابعیت ادعا یې کړې وه. د یادې محکمې د قاضیانو په وینا؛ د نادرا له‌خوا جوړ شوی اداري مېکانیزم شته، نو یاد کسان باید د حقایقو معلومولو لپاره هماغه لاره وڅاري.

دغه محکمې ویلي، چې یاد کسان باید لومړی د پاکستان د احصایې او ثبت ادارې (نادرا) ته مراجعه وکړي او د تابعیت د تصفیې سند لپاره رسمي غوښتنلیک ورکړي او بیا کولای شي د محکمې له لارې دغه چاره پرمخ یوسي.

محکمې څرګنده کړې، عریضه کوونکي مخکې له دې چې د نادرا قانوني لړۍ بشپړه کړي محکمې ته مراجعه کړې؛ نو له همدې امله د دوی د عریضو اورېدنه نه‌کېږي. په پرېکړه کې نادرا ته امر شوی، چې د ټولو غوښتونکو غوښتنلیکونه ومني، هغوی ته د اسنادو د سپارلو نېټې ورته وټاکي او هره قضیه په منظم ډول ثبت کړي.

همدارنګه محکمې ویلي، چې د ټولو قضیو د تصفیې بهیر باید د لومړي غوښتنلیک له نېټې څخه په څلورو میاشتو کې دننه بشپړ شي. د نادرا د معلوماتو له مخې؛ زرګونه غوښتنلیکونه تر اوسه ترلاسه شوي، چې ځینې یې رد شوي، ځینې منظور شوي او پاتې یې لا تر ارزونې لاندې دي.

مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، نن ازاد افغانستان په داسې یوه حالت کې دی چې هلته توره تياره ده، د هېواد نيمه برخه وګړي (مېرمنې) په کورونو کې بند کړل شوي دي او دا هېواد د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په سېف الله کلا سيمه کې د عثمان خان کاکړ د پنځم تلين غونډې ته په خپله وينا کې مختار خان يوسفزي وويل، افغانستان کې «زموږ په خويندو، مېندو او لوڼو باندې کاروبار او ژوند بند کړل شوی، زده کړې نشي ترلاسه کولی، روزګار نشته».

هغه وويل، په افغانستان کې په سياسي فعالیتونو بندیز ده، رسنۍ او بشري حقونه د بنديز سره مخ دي او پر دې سربېره افغانستان د «پنجابي استعمار د مستقلې خطرې سره مخ دی».

مختار خان يوسفزي د پاکستان لخوا په افغانستان کې د بمباريو په تړاو وويل، پاکستان دا وايي چې په افغانستان کې د «پاکستاني طالبانو غړي، ترهګر او د هند ايجنټان ناست دي موږ پرې بمباري کوو».

هغه وويل، «د پاکستان نه پوښتنه کوم چې تا هلته (په افغانستان کې) څومره ترهګر ووژل، تا خو په روغتون کې خلک ووژل، تا د کونړ او نورستان بې ګناه ولسونه په کورونو کې مړه کړه او د پنجاب جنرالان دې دا ځواب راکړي چې په کابل کې خو بمباري کوې خو په پښتونخوا کې چې وسله وال ناست دي دا خلک چا کښېنولي دي؟».

يوسفزي وويل، پښتونخوا ته د طالب په نوم دغه خلک پاکستاني جنرالانو راوستي دي.

المرصاد: د خیبر په قمبرخېل کې د داعش پر مرکزونو مرګوني «لېزري بریدونه» شوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱
المرصاد: د خیبر په قمبرخېل کې د داعش پر مرکزونو مرګوني «لېزري بریدونه» شوي
100%

طالب پلوې رسنۍ المرصاد ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا خیبر ولسوالۍ د قمبرخېل په سیمه کې د داعش اړوند مرکزونه د نامعلومو وسله‌والو په مرګونو لېزري بریدونو کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

المرصاد په خپل ایکس‌پاڼه کې ویلي چې د دغو بریدونو ویډیوګانې یې له باوري سرچینو ترلاسه کړې دي. د رسنۍ په وینا، بریدونه پر هغو مرکزونو ترسره شوي چې د داعش جنګیالیو پورې تړاو لري.

المرصاد زیاتوي چې د دوی لاس ته د رسېدلو مستندو معلوماتو له مخې، په دغو «دقیقه بریدونو» کې د داعش پاتې عناصر او اړوند مرکزونه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

یادې رسنۍ له خپل راپور سره یوه ویډیو هم خپره کړې، خو د بریدونو د وخت، د احتمالي مرګ‌ژوبلې او د بریدګرو د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه پاکستاني چارواکو او یا هم د داعش اړوندو سرچینو کوم غبرګون نه دی خپور کړی او د المرصاد له لوري وړاندې شوي معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

رانا ثناءالله: د پخوانیو قبايلي سيمو د مالياتي معافيت لپاره به له ای‌اېم‌اېف سره خبرې وشي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۱
رانا ثناءالله: د پخوانیو قبايلي سيمو د مالياتي معافيت لپاره به له ای‌اېم‌اېف سره خبرې وشي
100%

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله د تحریک انصاف ګوند پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې حکومت به یې د پخوانیو قبايلي او نيمي قبايلي سيمو «فاټا او پاټا» د مالیاتي معافیت د غځولو په اړه د پيسو له نړیوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) سره خبرې وکړي.

رانا ثناءالله دغه څرګندونې په پارلمان کې د حکومت او مخالف ګوند تحریک انصاف د مهمو مشرانو له لیدنې وروسته وکړې.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، رانا ثناءالله له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې مخالفینو په ملي اسمبلۍ کې لومړي وزیر شهباز شریف ته د جون په ۳۰مه د پخوانۍ فاټا او پاټا سیمو د مالیاتي معافیت د پای ته رسېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په دې برخه کې به له ای‌اېم‌اېف څخه همکاري وغواړي، څو د پخوانۍ فاټا او پاڼا مالیاتي معافیت وغځول شي.

پخوانۍ فاټا او پاټا، چې په ۲۰۱۸م کال کې له خيبرپښتونخوا سره مدغم شوي، د هغو شته سوداګریو له ګټو او عوایدو څخه چې د افرادو له‌خوا پرمخ وړل کېږي، له مالیې څخه معاف دي.

د تېرې اونۍ په سې‌شنبې په ورځ په ملي اسمبلۍ کې د بودجې د بحث پر مهال، د سرحداتو، کشمير او ګلګت لپاره مرکزي وزير امير مقام په پخوانۍ فاټا او پاټا کې د مالیاتي معافیت پر دوام ټینګار کړی وو او ویلي یې وو، چې دا سیمې د کلونو جګړو او بې‌ځایه کېدو له امله لا هم له اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د روانې میاشتې په پیل کې، د قبايلي سيمې یوې جرګې په مدغم شویو قبایلي ولسوالیو کې د هر ډول مالیاتو له لګولو سره مخالفت وکړ او ویې ویل، تر هغه چې د فاټا او خیبر پښتونخوا د ادغام په اړه د سترې محکمې پرېکړه نه‌وي شوي، دا ډول اقدام به غیرقانوني او د اساسي قانون خلاف وي. دغې جرګې همدارنګه خبرداری ورکړ، چې د دې موضوع په تړاو به په ټولو اوو قبایلي ولسوالیو کې اعتراضي لاریونونه وکړي.

شګفته ملک: له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
شګفته ملک: له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي
100%

د عوامي نشنل ګوند عمومي مرستيالې سکرترې او د پارلمان پخوانۍ غړې شګفته ملک له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي.

د عوامي نشنل ګوند عمومي مرستيالې سکرترې او د پارلمان پخوانۍ غړې شګفته ملک له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په نړۍ کې ښځې د پرمختګ په حال کې دي، خو «افغانستان چې يوې خوا ته د ترهګرۍ ښکار دی، نو بلې خوا ته یې مېرمنې د خپلو اساسي حقونو لکه زده کړو، روغتيا او نورو حقونو څخه یې مخنيوی کیږي د مېرمنو پر وړاندې داسې چلند د غندلو وړ دی».

شګفته ملک زیاته کړه، د ټولنې نيمايي برخه مېرمنې وي او که چېرې مېرمنې له خپلو اساسي حقونو څخه محرومه کړل شي نو هغه ټولنې پرمختګ نه‌شي کولای.

هغې همدارار څرګنده کړه، د بشري حقونو سازمانونه او سياسي ګوندونه هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعيت اندېښنې څرګندوي او هيله لري، چې په راتلونکې کې افغان ښځې او نجونې د خپل روښانه سباوون لپاره پر خپلو لارو غوره کولو کې ازادي ولري.

نوموړي په ډاګه کړه: «د يوې ټولنې پرمخ تللو لپاره اړينه ده، چې له نارينه‌وو سره ښځې اوږه په اوږه خپل رول ولوبوي».

جمایمه اپریدۍ: نړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر روان ظلم چوپه خوله ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نيول او د لاريونونو ځپل د نړۍوالو له غبرګونونو سربېره په پاکستان کې هم د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو او همداراز سیاسي څېرو له افغان ښځو سره د طالبانو دغه چلند غندلی دی.