طالبان وایي په غور کې تر ۱۰۰ زیاتې شنې خونې فعالې دي

په غور کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې د سبزیجاتو د تولید او تازه کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره له ۱۲۰ زیاتې شنې خونې جوړې او فعالې شوې دي.

په غور کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې د سبزیجاتو د تولید او تازه کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره له ۱۲۰ زیاتې شنې خونې جوړې او فعالې شوې دي.
د یاد ریاست د رسنیز مسوول ضیاالحق جویا په وینا؛ دغه شنې خونې چې د ولایت په کچه فعالې دي، وړې او لویې شنې خونې پهکې شاملې دي او هره ورځ د دغه شنو خونو له لارې سلګونه کیلوګرامه تازه سبزیجات بازار ته وړاندې کېږي.
هغه وایي، په دغه شنو خونو کې بادرنګ، روميان، بېنډۍ، کدو او د سبزیجاتو نور ډولونه کرل کېږي. نوموړي زیاته کړې، د دغه شنو خونو فعالیت نه یوازې د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته کړې؛ بلکې سلګونه کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
یاد ریاست د شنو خونو جوړېدل د عوایدو او کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره ګټور بولي او وایي، یادې چارې د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته کړې ده.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر، د چارو ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند د مړینې په اړه خواشیني څرګنده کړې او په وینا یې، هغه په لومړي ځل قرانکریم او ملي بیرغ فضا ته یووړل او له هغه ځایه یې په پښتو خبرې وکړې.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) په همدې تړاو په یوه پیغام کې عبدالاحد مومند د افغانستان «ستر ویاړ او ملي اتل» بللی او ویلي یې دي، چې هغه د لومړي ځل لپاره سپېڅلی قرانکریم فضا ته یووړ او په دې توګه یې د خپل ملت د دیني ارزښتونو، ایمان او فرهنګي هویت ښکلی استازیتوب وکړ.
اتمر زیاته کړه: «هغه له فضا څخه د افغانستان له ولس او د وخت له ولسمشر شهید ډاکټر نجیبالله، سره په خپلې مورنۍ ژبې پښتو خبرې وکړې او د افغانانو ویاړ یې د ځمکې له پولو هاخوا، تر فضا پورې ورساوه».
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په جرمني کې ومړ | افغانستان انټرنشنل پښتو
له دې سره سم، پښتون سیاستوال افراسیاب خټک هم په همدې اړه په خپل پیغام کې ویلي، فضا ته د ستورمزلي عبدالاحد مومند سفر د پرمختیا په مزل کې د افغان ولس د نړی والو په سیالۍ کې د شاملیدو د عزم څرګندونه وه او زیاته یې کړه: «هغه [عبدالاحد مومند] یو تاریخی سمبول وو، د هغه مړینې ستره تشه رامنځته کړې چې ډکولو ته یې باید افغان ځوانان ملاګانې وتړي».
محمد اشرف غني: د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند ناڅاپي مړينې ودردولم | افغانستان انټرنشنل پښتو
په ورته وخت کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رييس فضل محمود فضلي ویلي: «عبدالاحد مومند د افغانستان او اسلامي نړۍ لومړنی فضانورد و چې د میر فضایي سټېشن ته یې د سپېڅلي قرانکریم یوه نسخه او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځان سره یووړل. همدارنګه، د ده په برکت پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره فضا ته ورسېده او د انسانانو د فضایي سفرونو په تاریخ کې پرې خبرې وشوې».
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د سرطان ناروغۍ له امله په ۶۷ کلنۍ کې په جرمني کې ومړ. مومند لومړنی کس وو چې پښتو یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو وګرځوله او له ځان سره یې قران کریم یووړ.
مومند د ۱۳۶۷ کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټيام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.
مومند د ۱۳۳۷ کال په مرغومي میاشت کې په غزني کې په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی وو او په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له زده کړو وروسته د افغانستان په هوايي ځواک کې شامل شو.
هغه لومړنی افغان او د نړۍ څلورم مسلمان وو چې فضا ته یې سفر وکړ او لومړنی مسلمان وو چې قرانکریم یې فضا ته یووړ.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو لا تر اوسه د عبدالاحد مومند د مړینې په تړاو هېڅ غبرګون نهدی ښودلی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي ای) وايي، په افغانستان کې د امیندوارو ښځو لپاره روغتیايي پوهاوی او لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی د مېندو او ماشومانو د مړینې د ګواښ په کمولو کې مهم رول او اغېز لري.
دغه بنسټ د غبرګولي په ۳۱مه په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د هېواد په ګڼو کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې ښځې لا هم د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي او ډېری زېږونونه له روغتیايي مرکزونو بهر ترسره کېږي.
د راپور له مخې، سیمهییزو روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی د دې لامل شوی چې امیندوارې ښځې د امیندوارۍ پر مهال د احتمالي ګواښونو په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړي او د اړتیا پر مهال روغتیايي مرستې وغواړي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې ښځو ته په دغو مرکزونو کې د منظمو معایناتو، واکسینونو، غذایي مکملونو او روغتیايي مشورو برابرول د هغوی د روغتیايي وضعیت په ښهوالي کې مهم رول لوبوي.
د دغه بنسټ په وینا، د روغتیايي پوهاوي زیاتوالی د دې سبب شوی چې ښځې د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د خطر نښې په وخت وپېژني او د جدي ستونزو له رامنځته کېدو مخکې درملنه ترلاسه کړي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې د روغتیايي خدماتو پراختیا او د ښځو لپاره د تخصصي پاملرنې زیاتوالی نه یوازې د خوندي زېږونونو کچه لوړوي، بلکې د مخنیوي وړ ناروغیو او د میندو او ماشومانو د مړینې خطر هم راکموي.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د امریکا د ولسمشر مرستیال جيدي وېنس د سویس غونډې په څنډه کې په خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی دی. د میاخېل په باور، دا په شرقي کلتور کې «سپکاوی» دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي وېنس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال خبریالانو ته وویل، «زما په ژوند کې دوه کسان ډېر مهم دي؛ یو هندی او یو پاکستانی دی. هندۍ مې مېرمن ده او پاکستانی فیلډ مارشال عاصم منیر دی».
له دې سره سم، د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۱مه) په خپله اېکسپاڼه د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، دامریکا د ولسمشر مرستیال غوښتل د پاکستان پوځ د مشر جنرال عاصم منیر ستاینه وکړي، خو په دې تړاو یې کړې «ټوکه» د شرقي کلتور پر بنسټ «سپکاوی» وو.
د میاخېل په باور: «دا په حقیقت کې دواړو ملکونو لپاره توهین وو، ځکه چې په ډيپلوماسۍ کې څوک د یوه ملک هغه هم د هند په څېر یو لوی ملک له خپلې ښځې سره نهمقاسیه کوي په شرقي کلتور کې دا ډېره زیاته بده ده. او بیا د هغې مقایسه د پاکستان د پوځ له مشر سره؛ دا په حقیقت کې پاکستان او هند دواړو ته توهنین وو».
هغه زیاته کړې: «په ډيپلوماسۍ یا روابطو کې د ملکونو تر منځ همېشه په خبرو او تبصرو کې ډېر احتیاط پهکار دی، ځکه دا په تاریخ کې پاتې کېږي او بیا تل یادېږي».
جيډي وېنس د یکشنبې په ورځ په سویس کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال زیاته کړه، چې په تېرو درېیو میاشتو کې له عاصم منیر سره تر بل هر چا ډېر غږیدلی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له استازي تاجالدین اویوواله سره په لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د کیفیت د ښهوالي او د روغتیايي پروګرامونو د اغېزمنتیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو په ولکه کې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیايي خدماتو د ارزونې لپاره د ګډ څار د میکانېزم پر پلي کېدو او د هغو موسسو د کاري بهیر پر ښه کولو بحث کړی چې د یونیسف له لوري تمویلېږي.
نور جلال جلالي په هېواد کې د روغتیايي سکتور شته ستونزو ته په اشارې ویلي چې د روغتیايي موسسو په فعالیتونو کې موجودې نیمګړتیاوې او تشې باید ژر تر ژره هوارې شي. هغه له یونیسف څخه وغوښتل چې د روغتیايي خدماتو د پراختیا او د ستونزو د حل په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.
بلخوا، د یونیسف استازي ډاډ ورکړی چې یاد بنسټ به د روغتیايي خدماتو د څار، ارزونې او کیفیت د لوړولو لپاره له اړوندو ادارو سره خپلو همکاریو او همغږیو ته دوام ورکړي.
دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم د روغتیايي خدمتونو له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د روغتیايي مرکزونو کمښت، د مسلکي کارکوونکو نشتوالی او په لرې پرتو سیمو کې خدماتو ته محدود لاسرسی هغه ستونزې دي چې د هېواد د روغتیايي سکتور پر فعالیتونو اغېز کوي.
کارپوهان باور لري چې د نړیوالو بنسټونو او روغتیايي ادارو ترمنځ همغږي او دوامداره ملاتړ کولی شي د روغتیايي خدماتو د کیفیت په ښهوالي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.
باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د هرات په اسلامکلا کې د شپږو نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د یوه همکار سازمان ۲۰ نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي. د سرچینو په وینا، دغه کسان تېره ورځ سهار د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له خوا د «لنډې ږیرې» په تور نیول شوي وو.
تر اوسه طالبانو د دغو کسانو د نیولو د لامل او د خوشې کېدو د شرایطو په اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
سرچینو ویلي چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د «اډا» روغتیايي موسسې، د رازي پرمختیايي او ټولنیزې موسسې، د افغانستان لپاره د کلیوالي بیارغونې ټولنې او د نړیوال پیوستون دفتر یو شمېر کارکوونکي شامل وو.
دغه بنسټونه د افغانستان او ایران ترمنځ په اسلامکلا پوله کې له ایران څخه د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره خدمات وړاندې کوي.
تر اوسه دغو ادارو په رسمي ډول د خپلو کارکوونکو د نیولو یا خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له خوا د ږیرې اړوند مقررات سخت شوي دي. تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د لنډې ږیرې یا د طالبانو د ټاکلو معیارونو د نه مراعاتولو له امله د خلکو، محصلینو او کارکوونکو د نیولو راپورونه خپاره شوي وو.
همداراز د روانې میاشتې په ۲۹مه په کندهار کې هم راپور ورکړل شوی و چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو یو شمېر محصلین د ږیرې د لنډولو یا خریلو له امله له ټولګیو ایستلي او له ازموینو یې محروم کړي دي.