• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد باقر قالیباف: د سویس په خبرو کې د بندیزونو او شتمنیو اړوند موارد حل شوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د ایران د اسلامي شورا د مجلس مشر محمدباقر قالیباف ویلي، چې په سویس کې د ترسره شویو خبرو پر مهال د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو او د تېلو د بندیزونو د لرې کولو اړوند ځینې موارد وروستي شوي دي.

قالیباف د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي، چې د کنګل شویو پیسو د خوشې کولو په اړه د هوکړه لیک د ۱۱مې مادې له مخې باید دوه د ۶ میلیارده ډالرو اندازه پیسې خوشې شوې وای. د هغه په وینا، د دې موضوع لومړني اقدامات مخکې په قطر کې ترسره شوي وو، خو وروستی لاسلیک یې باید په سویس کې شوی وای چې ترسره شو.

نوموړي زیاته کړې چې د هوکړه‌لیک د ۱۰مې مادې له مخې د خامو تېلو، پتروشیمي محصولاتو، بانکي چارو، بیمې او ترانسپورټ اړوند موضوعات هم مطرح شوي دي.

قالیباف ویلي، ځکه چې لا هم وروستی توافق نه دی شوی، نو بندیزونه په بشپړه توګه پای ته نه دي رسېدلي، خو د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، تر وروستي توافق پورې د ایران پر تېلو لګېدلي بندیزونه لرې شوي دي.

باقر قالیباف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک د جزییاتو، اقتصادي امتیازاتو او د بندیزونو د راتلونکي په اړه بحثونه دوام لري.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۵
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه اعدام کړي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱
د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه اعدام کړي
100%

د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو راپور ورکړی، چې د ایراني چارواکو د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه د یزد په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د بادغیس اوسېدونکی ۲۷ کلن نور جلال مجاهد د چهارشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې، د غبرګولي په ۲۷مه، د یزد په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

هه‌نګاو ویلي، مجاهد شاوخوا دوه کاله وړاندې د «نشه‌يي توکو» اړوند قضیې کې نیول شوی و او وروسته د اعدام سزا ورته ورکړل شوې وه.

د راپور له مخې، له نوموړي سره یوځای د اردکان اوسېدونکی ۲۸ کلن رضا نظیف چې هغه هم د نشه‌يي توکو په تړاو په اعدام محکوم شوی و، او ۵۰ کلن اسفندیار صدري چې د «عمدي وژنې» په تور محکوم شوی و، هم اعدام شوي دي.

دغه سازمان ویلي، د اسفندیار صدري د اعدام حکم له شپږ کلن بند وروسته د قضايي بهیر له بشپړېدو سره عملي شوی دی.

هه‌نګاو ټینګار کړی چې د دغو درېیو بندیانو اعدامونه تر اوسه د ایران دولتي رسنیو او یا د دغه هېواد اړوندو رسمي ادارو نه دي اعلان کړي او په «خاموشۍ» کې ترسره شوي دي.

ایران په تېرو کلونو کې د اعدامونو د پراخ پلي کېدو، په ځانګړې توګه د نشه‌يي توکو اړوند قضیو کې، د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. هه‌نګاو له هغو سازمانونو څخه دی چې په ایران کې د اعدامونو موارد ثبت او خپروي.

اردوغان د ایران ولسمشر ته؛ په مذاکراتو کې د خنډ رامنځته‌کوونکو پر وړاندې باید هوښیار واوسو

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
اردوغان د ایران ولسمشر ته؛ په مذاکراتو کې د خنډ رامنځته‌کوونکو پر وړاندې باید هوښیار واوسو
100%

د ترکیې ولسمشر طیب رجب اردوغان له مسعود پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، انقره د ایران او امریکا ترمنځ له وروستۍ هوکړې هرکلی کوي او چمتو ده چې د دغه بهیر د سوله‌ییز بشپړېدو لپاره لازم ملاتړ برابر کړي. هغه ویلي په مذاکراتو کې د خنډ رامنځته‌کوونکو پر وړاندې باید هوښیار واوسو.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اردوغان له پزشکیان سره په خبرو کې ټینګار کړی چې «هغو کسانو ته باید متوجه واوسو چې هڅه کوي د مذاکراتو په بهیر کې خنډونه او سبوتاژ رامنځته کړي.»

د خبرپاڼې له مخې، د ترکیې ولسمشر ویلي چې د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره نوي ګامونه اخیستل هم اړین او مهم دي.

اردوغان زیاته کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم د عملي کېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو هره هڅه کولی شي د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستي تفاهم‌لیک په اړه د سیمې او نړۍ په کچه بېلابېل غبرګونونه روان دي او یو شمېر هېوادونه د دغه بهیر د بریالي دوام ملاتړ کوي.

سویس د امریکا، ایران، پاکستان او قطر ترمنځ ډیپلوماټیک پرمختګ ستایلی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱
سویس د امریکا، ایران، پاکستان او قطر ترمنځ ډیپلوماټیک پرمختګ ستایلی
100%

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا، ایران، پاکستان او قطر ترمنځ د برګن‌سټاک په غونډه کې د ترسره شویو رغنده ډیپلوماټیکو خبرو د پرمختګ هرکلی کوي او دا یې د سیمه‌ییزو خبرو اترو لپاره مثبت ګام بللی دی.

دغه وزارت په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي چې سویس د یادو هېوادونو ترمنځ د ژورو او پرله‌پسې ډیپلوماټیکو تماسونو په ترڅ کې ترلاسه شوی «جوړونکی پرمختګ» ستایي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هوکړه لیک پر بنسټ د یوې عالي‌کچې کمېټې جوړېدل او د ۶۰ ورځو په موده کې د نهایی توافق پر لور د یوې نقشې هوکړه د راتلونکي پړاو لپاره مهم چوکاټ برابروي، چې له مخې یې سمدستي تخنیکي خبرې هم پيلېدای شي.

سویس ویلي چې دا هېواد د خپل بې‌طرفه دریځ او د ډیپلوماټیکو خدماتو له لارې چمتو دی چې د خبرو اترو، کړکېچ کمولو، سیمه‌ییز ثبات او سولې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت دا پرمختګ په داسې حال کې مهم بولي چې په نړیواله کچه د منځني ختیځ او جنوبي اسیا د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

د روسیې پر ورونژ ښار د اوکراین برید پنځه کسان وژلي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۱
د روسیې پر ورونژ ښار د اوکراین برید پنځه کسان وژلي
100%

د روسیې د ورونژ سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د اوکراین د توغندیز برید په پایله کې په دغه ښار کې پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د اوکراین پوځ ویلي چې په ورونژ سیمه کې یې هغه فابریکه په نښه کړې چې د توغندیو لپاره الکترونیکي پرزې تولیدوي.

د روسیې د ورونژ سیمه‌ییز مسوول الکساندر ګوسېف ویلي چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین د توغندیو برید له امله په ورونژ ښار کې پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې د ورونژ سیند په کیڼه څنډه کې صنعتي تاسیسات تر ټولو زیات زیانمن شوي دي. د هغه په وینا، له برید وروسته اور لګېدلی، چې وروسته کنټرول او مړ شوی دی.

بل لور ته، د اوکراین پوځ ویلي چې د ورونژ په سیمه کې یې هغه فابریکه په نښه کړې چې د توغندیو لپاره الکترونیکي پرزې تولیدوي.

د اوکراین د پوځ په وینا، دغه تاسیسات د روسیې د دفاعي صنعت یوه مهمه برخه جوړوي.

روبیو له ایران سره د هوکړې ارزونې په موخه دریو خلیجي هېوادونو ته ځي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱
روبیو له ایران سره د هوکړې ارزونې په موخه دریو خلیجي هېوادونو ته ځي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو متحده عرب اماراتو، کویت او بحران ته ځي، چې د ایران له هوکړې وروسته له خپلو خلیجي متحدینو سره خبرې وکړي. نوموړی به په په دغه سفر کې له خپلو متحدانو سره د ایران د هوکړه لیک، د هرمز تنګي امنیت او د سیمې د ثبات موضوع وڅیړي.

د رویټرز د راپور له مخې، خلیج هیوادونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو درې ورځنی سفر د ټرمپ ادارې ته دا فرصت برابروي چې له خلیجي عربي متحدانو سره د واشنګټن- تهران شوې لومړنۍ هوکړه په مستقیم ډول وڅېړي.

روبیو به په بحرین کې د خلیج همکارۍ شورا له غړو سره هم وګوري.

په دې شورا کې سعودي عربستان، قطر، عمان، کویټ، بحرین او متحده عربي امارات شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې که څه هم د خلیج همکارۍ شورا هېوادونو په عمومي ډول د امریکا او اسراییل ترمنځ د ایران د جګړې د پای ته رسولو هڅو ملاتړ کړی، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري له ایران سره لاسلیک شوې هوکړې ځینې برخې د هغوی لپاره اندېښمنوونکې دي.

یوه اندېښنه د ایران لپاره د ۳۰۰ میلیارده ډالرو د بیا رغونې احتمالي صندوق دی. دوی اندېښنه لري چې دا پیسې به د ایران د پوځي ځواک د بیا جوړولو او د سیمه ییزو نیابتي ډلو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

همدارنګه، د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام نه شاملول هم د خلیجي متحدانو لپاره د اندېښنې وړ ټکی بلل کېږي، ځکه دوی په وروستیو میاشتو کې د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو هدف ګرځېدلي دي.