باخبره سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی دا مهال په ترکیه کې دی او ټاکل شوې په دغه هېواد کې د جرمني له سفارت نه ویزې واخلي او په همدې ویزو بروکسل ته لاړ شي.
د طالبانو پلاوی د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او د مهاجرت اړوندو تخنیکي موضوعاتو په اړه د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د خبرو لپاره بلل شوی دی.
اروپايي ټولنه غواړي له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه عملي میکانیزمونه وڅېړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، جرمونه یې کړي او یا د امنیتي ګواښونو په توګه ګڼل کېږي.
بلجیم، چې د اروپايي ټولنې د بنسټونو کوربه هېواد دی، ویلي چې په عادي شرایطو کې طالبانو ته ویزې نه ورکوي، خو د اروپايي بنسټونو د کوربهتوب د مکلفیتونو له امله د پلاوي د سفر مخه نه شي نیولی. د بلجیم امنیتي ادارو د پلاوي د غړو لومړنۍ ارزونې هم ترسره کړې دي، خو ویزې یې تر دې دمه نه دي صادرې کړې.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې لاتروسه د طالبانو پلاوي ته وېزې نه دي صادرې شوې.
یاد وزارت د طالبانو د پلاوي د نومونو په ډاګه کولو څخه ډډه کړې، خو افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي، چې د طالبانو په پلاوي کې د عبدالقهار بلخي ترڅنګ ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست مرستیال هدایت الله پکتین هم شامل دی.
د جرمني یو شمېر رسنیو په استانبول کې د طالبانو او جرمني د ډيپلوماټانو ترمنځ د ناستې خبر ور کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ډیرو الوتنو په بدل کې برلین د طالبانو د شپږو ډیپلوماټانو د منلو ژمنه کړې ده.
سرچینو په دې تړاو د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ناسته د طالبانو له همدغه پنځه کسیز پلاوي سره چې بروکسل ته ځي، شوې او که ددې ډلې له نورو استازو سره، څه ونه ویل.
طالبان بروکسل ته په خپل دغه سفر کې هڅه کوي له اروپايي هېوادونو څخه په جرم تورنو افغانانو د شړلو په بدل کې پر یادو هېوادونو خپل ډېپلوماټان ومني.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې ددغه هېواد سفارت د طالبانو پلاوي ته د ویزو ورکولو په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه یې هم د طالبانو د شپږو ډیپلوماټانو پر سر له دې ډلې سره د هوکړې خبر تایید کړی دی.
دغه سفر په اروپا کې له نیوکو سره هم مخ شوی او د اروپايي پارلمان یو شمېر غړو او په ۲۷ هېوادونو کې میشتو افغان مدني فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو د طالبانو استازو ته د ویزو له ورکولو سره مخالفت کړی، ځکه دوی باور لري چې دا ډول اړیکې د طالبانو د حکومت د غیر مستقیم مشروعیت لامل کېدای شي.
بروکسل ته د طالبانو د پلاوي دغه سفر داسې مهال دی، چې اروپايي پارلمان د کډوالو په تړاو یو نوی قانون تصویب کړی دی.