• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خوشحال کاکړ: پر ډیورنډ کرښه محدودیتونو د سیمې سوداګري زیانمنه کړې

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وایي، چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي؛ ځکه پر ډیورنډ کرښه د محدودیتونو او امنیتي خنډونو له امله د سیمې سوداګر او کاروباریان له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د خپل پلار او د پښتون ملتپال سیاست‌وال عثمان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې شته محدودیتونو د پښتنو پر اقتصاد منفي اغېز کړی او د سیمې اقتصادي فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.
خوشحال خان کاکړ د بلوچستان د سیف‌الله کلا ولسوالۍ په یاده غونډه کې ادعا وکړه، چې پښتانه په پاکستان کې له سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي او د خپلو بنسټیزو حقونو ترلاسه کولو لپاره به مبارزه روانه ساتي.
نوموړي زیاته کړې، چې پښتانه د خپلې ابادۍ په تناسب په حکومتي ادارو، کابینې، پارلمان، دولتي دندو او پرمختیايي بودجو کې مناسبه ونډه نه‌لري. د هغه په وینا؛ د پښتنو سیمې د اوږدې مودې راهیسې له بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
خوشحال خان کاکړ په خپله وینا کې د امنیتي پوستو، نیونو، پوځي عملیاتو او د خلکو د تګ‌راتګ پر محدودیتونو هم نیوکه وکړه. هغه ادعا وکړه، چې په پښتني سیمو کې د امنیتي تدابیرو له امله د خلکو ورځنی ژوند، سوداګري او اقتصادي فعالیتونه اغېزمن شوي دي.
نوموړي همداراز د بشري حقونو، عدالت او برابرۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د پښتنو د سیاسي استازیتوب، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو حقونو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
هغه د بېلابېلو ولسي او سیاسي خوځښتونو د غوښتنو ملاتړ هم څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې د خلکو قانوني او بنسټیزو غوښتنو ته ځواب ووایي، د بشري حقونو درناوی وکړي او د ولسونو ترمنځ د برابرۍ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د غونډې ګډونوالو هم د عثمان کاکړ سیاسي مبارزې او خدمتونه وستایل او هغه یې د پښتنو د حقونو او ولسي سیاست یو مهم غږ وباله. د یادونې وړ ده، چې عثمان کاکړ د بلوچستان د ملتپال سیاست یو له مخکښو څېرو و، چې د ۲۰۲۱کال په جون میاشت کې ووژل شو. د هغه د مړینې کلیزه هر کال د نوموړي د پلویانو او سیاسي ملګرو له‌خوا په بېلابېلو سیمو کې نمانځل کېږي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې ۱۶ مېلیونه افغانان د اوبو او حفظ‌الصحې مرستو ته اړتیا لري

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱
د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې ۱۶ مېلیونه افغانان د اوبو او حفظ‌الصحې مرستو ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ مېلیونه کسان د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، د اوبو کمښت د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کوي او کورنۍ اړ باسي چې د خوندي اوبو ترلاسه کولو لپاره پراخې هڅې وکړي. د یادې ادارې په وینا؛ ماشومان د اوبو د کمښت له امله له زیاتو روغتیايي ګواښونو سره مخ کېږي او سیمه‌ییزې ټولنې د دغه ستونزو د مدیریت او مقابلې لپاره له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

اوچا د اوبو او حفظ‌الصحې په برخه کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او د اړمنو افغانانو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یوناما ویلي و، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ هېوادونو له ډلې دی او اوږدمهاله وچکالۍ، د ځمکو شاړېدل او د اوبو کمښت د خلکو ژوند او د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

همداراز ملګرو ملتونو ویلي، چې د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ دوام په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو پر بشري وضعیت فشارونه نور هم زیات کړي دي.

طالبان وایي په غور کې تر ۱۰۰ زیاتې شنې خونې فعالې دي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۱
طالبان وایي په غور کې تر ۱۰۰ زیاتې شنې خونې فعالې دي
100%

په غور کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې د سبزیجاتو د تولید او تازه کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره له ۱۲۰ زیاتې شنې خونې جوړې او فعالې شوې دي.

د یاد ریاست د رسنیز مسوول ضیاالحق جویا په وینا؛ دغه شنې خونې چې د ولایت په کچه فعالې دي، وړې او لویې شنې خونې په‌کې شاملې دي او هره ورځ د دغه شنو خونو له لارې سلګونه کیلوګرامه تازه سبزیجات بازار ته وړاندې کېږي.

هغه وایي، په دغه شنو خونو کې بادرنګ، روميان، بېنډۍ، کدو او د سبزیجاتو نور ډولونه کرل کېږي. نوموړي زیاته کړې، د دغه شنو خونو فعالیت نه یوازې د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته کړې؛ بلکې سلګونه کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

یاد ریاست د شنو خونو جوړېدل د عوایدو او کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره ګټور بولي او وایي، یادې چارې د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته کړې ده.

مومند په لومړي ځل قرانکریم او ملي بیرغ فضا ته یووړل او له هغه ځایه یې په پښتو خبرې وکړې

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۱
مومند په لومړي ځل قرانکریم او ملي بیرغ فضا ته یووړل او له هغه ځایه یې په پښتو خبرې وکړې
100%

د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر، د چارو ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند د مړینې په اړه خواشیني څرګنده کړې او په وینا یې، هغه په لومړي ځل قرانکریم او ملي بیرغ فضا ته یووړل او له هغه ځایه یې په پښتو خبرې وکړې.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) په همدې تړاو په یوه پیغام کې عبدالاحد مومند د افغانستان «ستر ویاړ او ملي اتل» بللی او ویلي یې دي، چې هغه د لومړي ځل لپاره سپېڅلی قرانکریم فضا ته یووړ او په دې توګه یې د خپل ملت د دیني ارزښتونو، ایمان او فرهنګي هویت ښکلی استازیتوب وکړ.

اتمر زیاته کړه: «هغه له فضا څخه د افغانستان له ولس او د وخت له ولسمشر شهید ډاکټر نجیب‌الله، سره په خپلې مورنۍ ژبې پښتو خبرې وکړې او د افغانانو ویاړ یې د ځمکې له پولو هاخوا، تر فضا پورې ورساوه».

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په جرمني کې ومړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، پښتون سیاستوال افراسیاب خټک هم په همدې اړه په خپل پیغام کې ویلي، فضا ته د ستورمزلي عبدالاحد مومند سفر د پرمختیا په مزل کې د افغان ولس د نړی والو په سیالۍ کې د شاملیدو د عزم څرګندونه وه او زیاته یې کړه: «هغه [عبدالاحد مومند] یو تاریخی سمبول وو، د هغه مړینې ستره تشه رامنځته کړې چې ډکولو ته یې باید افغان ځوانان ملاګانې وتړي».

محمد اشرف غني: د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند ناڅاپي مړينې ودردولم | افغانستان انټرنشنل پښتو
په ورته وخت کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رييس فضل محمود فضلي ویلي: «عبدالاحد مومند د افغانستان او اسلامي نړۍ لومړنی فضانورد و چې د میر فضایي سټېشن ته یې د سپېڅلي قرانکریم یوه نسخه او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځان سره یووړل. همدارنګه، د ده په برکت پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره فضا ته ورسېده او د انسانانو د فضایي سفرونو په تاریخ کې پرې خبرې وشوې».

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د سرطان ناروغۍ له امله په ۶۷ کلنۍ کې په جرمني کې ومړ. مومند لومړنی کس وو چې پښتو یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو وګرځوله او له ځان سره یې قران کریم یووړ.

مومند د ۱۳۶۷ کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټي‌ام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.

مومند د ۱۳۳۷ کال په مرغومي میاشت کې په غزني کې په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی وو او په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له زده کړو وروسته د افغانستان په هوايي ځواک کې شامل شو.

هغه لومړنی افغان او د نړۍ څلورم مسلمان وو چې فضا ته یې سفر وکړ او لومړنی مسلمان وو چې قرانکریم یې فضا ته یووړ.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو لا تر اوسه د عبدالاحد مومند د مړینې په تړاو هېڅ غبرګون نه‌دی ښودلی.

ملګري ملتونه:د روغتیايي پوهاوي او خدماتو پراختیا د افغان مېندو په ژوند ژغورلو کې مرسته کوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
ملګري ملتونه:د روغتیايي پوهاوي او خدماتو پراختیا د افغان مېندو په ژوند ژغورلو کې مرسته کوي
100%

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي ای) وايي، په افغانستان کې د امیندوارو ښځو لپاره روغتیايي پوهاوی او لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی د مېندو او ماشومانو د مړینې د ګواښ په کمولو کې مهم رول او اغېز لري.

دغه بنسټ د غبرګولي په ۳۱مه په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د هېواد په ګڼو کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې ښځې لا هم د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي او ډېری زېږونونه له روغتیايي مرکزونو بهر ترسره کېږي.

د راپور له مخې، سیمه‌ییزو روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی د دې لامل شوی چې امیندوارې ښځې د امیندوارۍ پر مهال د احتمالي ګواښونو په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړي او د اړتیا پر مهال روغتیايي مرستې وغواړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې ښځو ته په دغو مرکزونو کې د منظمو معایناتو، واکسینونو، غذایي مکملونو او روغتیايي مشورو برابرول د هغوی د روغتیايي وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول لوبوي.

د دغه بنسټ په وینا، د روغتیايي پوهاوي زیاتوالی د دې سبب شوی چې ښځې د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د خطر نښې په وخت وپېژني او د جدي ستونزو له رامنځته کېدو مخکې درملنه ترلاسه کړي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د روغتیايي خدماتو پراختیا او د ښځو لپاره د تخصصي پاملرنې زیاتوالی نه یوازې د خوندي زېږونونو کچه لوړوي، بلکې د مخنیوي وړ ناروغیو او د میندو او ماشومانو د مړینې خطر هم راکموي.

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۱
شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌دي وېنس د سویس غونډې په څنډه کې په خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی دی. د میاخېل په باور، دا په شرقي کلتور کې «سپکاوی» دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌‌ډي وېنس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال خبریالانو ته وویل، «زما په ژوند کې دوه کسان ډېر مهم دي؛ یو هندی او یو پاکستانی دی. هندۍ مې مېرمن ده او پاکستانی فیلډ مارشال عاصم منیر دی».

د امریکا مرستیال ولسمشر: خپله هندۍ مېرمن او پاکستانی عاصم منیر ډېر راته مهم دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، دامریکا د ولسمشر مرستیال غوښتل د پاکستان پوځ د مشر جنرال عاصم منیر ستاینه وکړي، خو په دې تړاو یې کړې «ټوکه» د شرقي کلتور پر بنسټ «سپکاوی» وو.

د میاخېل په باور: «دا په حقیقت کې دواړو ملکونو لپاره توهین وو، ځکه چې په ډيپلوماسۍ کې څوک د یوه ملک هغه هم د هند په څېر یو لوی ملک له خپلې ښځې سره نه‌مقاسیه کوي په شرقي کلتور کې دا ډېره زیاته بده ده. او بیا د هغې مقایسه د پاکستان د پوځ له مشر سره؛ دا په حقیقت کې پاکستان او هند دواړو ته توهنین وو».

هغه زیاته کړې: «په ډيپلوماسۍ یا روابطو کې د ملکونو تر منځ همېشه په خبرو او تبصرو کې ډېر احتیاط په‌کار دی، ځکه دا په تاریخ کې پاتې کېږي او بیا تل یادېږي».

جي‌ډي وېنس د یکشنبې په ورځ په سویس کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال زیاته کړه، چې په تېرو درېیو میاشتو کې له عاصم منیر سره تر بل هر چا ډېر غږیدلی دی.