طالبان وایي کابل کې یې د غلو اووه کسیزه ډله نیولې

په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د غلو یوه اووه کسیزه ډله یې نیولې ده. د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) خپره شوې راغلي، چې یادې ډلې له کورونو او صرافانو څخه غلاوې کولې.
