د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) په همدې تړاو په یوه پیغام کې عبدالاحد مومند د افغانستان «ستر ویاړ او ملي اتل» بللی او ویلي یې دي، چې هغه د لومړي ځل لپاره سپېڅلی قرانکریم فضا ته یووړ او په دې توګه یې د خپل ملت د دیني ارزښتونو، ایمان او فرهنګي هویت ښکلی استازیتوب وکړ.
اتمر زیاته کړه: «هغه له فضا څخه د افغانستان له ولس او د وخت له ولسمشر شهید ډاکټر نجیبالله، سره په خپلې مورنۍ ژبې پښتو خبرې وکړې او د افغانانو ویاړ یې د ځمکې له پولو هاخوا، تر فضا پورې ورساوه».
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په جرمني کې ومړ | افغانستان انټرنشنل پښتو
له دې سره سم، پښتون سیاستوال افراسیاب خټک هم په همدې اړه په خپل پیغام کې ویلي، فضا ته د ستورمزلي عبدالاحد مومند سفر د پرمختیا په مزل کې د افغان ولس د نړی والو په سیالۍ کې د شاملیدو د عزم څرګندونه وه او زیاته یې کړه: «هغه [عبدالاحد مومند] یو تاریخی سمبول وو، د هغه مړینې ستره تشه رامنځته کړې چې ډکولو ته یې باید افغان ځوانان ملاګانې وتړي».
محمد اشرف غني: د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند ناڅاپي مړينې ودردولم | افغانستان انټرنشنل پښتو
په ورته وخت کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رييس فضل محمود فضلي ویلي: «عبدالاحد مومند د افغانستان او اسلامي نړۍ لومړنی فضانورد و چې د میر فضایي سټېشن ته یې د سپېڅلي قرانکریم یوه نسخه او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځان سره یووړل. همدارنګه، د ده په برکت پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره فضا ته ورسېده او د انسانانو د فضایي سفرونو په تاریخ کې پرې خبرې وشوې».
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د سرطان ناروغۍ له امله په ۶۷ کلنۍ کې په جرمني کې ومړ. مومند لومړنی کس وو چې پښتو یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو وګرځوله او له ځان سره یې قران کریم یووړ.
مومند د ۱۳۶۷ کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټيام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.
مومند د ۱۳۳۷ کال په مرغومي میاشت کې په غزني کې په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی وو او په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له زده کړو وروسته د افغانستان په هوايي ځواک کې شامل شو.
هغه لومړنی افغان او د نړۍ څلورم مسلمان وو چې فضا ته یې سفر وکړ او لومړنی مسلمان وو چې قرانکریم یې فضا ته یووړ.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو لا تر اوسه د عبدالاحد مومند د مړینې په تړاو هېڅ غبرګون نهدی ښودلی.