منځګړي وايي د هرمز تنګي په اړه له کړکېچ سره، سره د ۶۰ ورځني پلان پر سر هوکړه وشوه

د ایراني او امریکایي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو د دوشنبې په سهار په سویس کې پای ته ورسېد، چې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د ۶۰ ورځني اوربند پرمهال پر تخنیکي موضوعاتو د خبرو اترو هوکړه شوې.
مذاکرات داسې مهال ترسره شول، چې تهران یو وار بیا د هرمز تنګي د تړلو اعلان وکړ او ټرمپ ایران ته د نوي پوځي برید ګواښ وکړ. د سویس په بورګنسټاک کې د ایران او امریکا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو له دوو ورځو خبرو اترو وروسته نن سهار پای ته ورسېد.
هممهاله رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د قطر او پاکستان د ګډې اعلامیې له مخې دواړه منځګړو هېوادونو، تهران او واشنګټن د ۶۰ ورځو دننه وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره په یوې نقشه هوکړه وکړه او تخنیکي خبرې اترې به د اونۍ تر پایه په ورته ځای کې دوام وکړي.
په بیان کې ویل شوي، چې د لارې نقشې د ټاکلو سربېره، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په لبنان کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره یو مېکانیزم رامنځته کړي او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو د خوندي تګراتګ ډاډمنولو لپاره د اړیکو مستقیمه کرښه رامنځته کړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس د یکشنبې په ورځ خبرې اترې پیل کړې، چې د تېرې اونۍ د لاسلیک شوي تفاهملیک پر بنسټ وې چې له مخې یې د اپرېل راهیسې ټینګ شوی نازک اوربند لږترلږه تر ۶۰ ورځو وغځوي.
