د ۳،۷ میلیارده ډالرو د درغلۍ په تور مطلوب کس امریکا ته ولېږدول شو

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایفبياې) مشر کاش پټېل ویلي، چې ابراهیم خلدون حلمي، چې د امریکا د روغتیايي بیمې د «میډيکېر» پروګرام په تاریخ کې تر ټولو لویو درغلیو باندې تورن دی، له نیول کېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوی او له عدلي تعقیب سره به مخ شي.
