• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې پر ورونژ ښار د اوکراین برید پنځه کسان وژلي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د روسیې د ورونژ سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د اوکراین د توغندیز برید په پایله کې په دغه ښار کې پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د اوکراین پوځ ویلي چې په ورونژ سیمه کې یې هغه فابریکه په نښه کړې چې د توغندیو لپاره الکترونیکي پرزې تولیدوي.

د روسیې د ورونژ سیمه‌ییز مسوول الکساندر ګوسېف ویلي چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین د توغندیو برید له امله په ورونژ ښار کې پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې د ورونژ سیند په کیڼه څنډه کې صنعتي تاسیسات تر ټولو زیات زیانمن شوي دي. د هغه په وینا، له برید وروسته اور لګېدلی، چې وروسته کنټرول او مړ شوی دی.

بل لور ته، د اوکراین پوځ ویلي چې د ورونژ په سیمه کې یې هغه فابریکه په نښه کړې چې د توغندیو لپاره الکترونیکي پرزې تولیدوي.

د اوکراین د پوځ په وینا، دغه تاسیسات د روسیې د دفاعي صنعت یوه مهمه برخه جوړوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۵
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

روبیو له ایران سره د هوکړې ارزونې په موخه دریو خلیجي هېوادونو ته ځي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱
روبیو له ایران سره د هوکړې ارزونې په موخه دریو خلیجي هېوادونو ته ځي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو متحده عرب اماراتو، کویت او بحران ته ځي، چې د ایران له هوکړې وروسته له خپلو خلیجي متحدینو سره خبرې وکړي. نوموړی به په په دغه سفر کې له خپلو متحدانو سره د ایران د هوکړه لیک، د هرمز تنګي امنیت او د سیمې د ثبات موضوع وڅیړي.

د رویټرز د راپور له مخې، خلیج هیوادونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو درې ورځنی سفر د ټرمپ ادارې ته دا فرصت برابروي چې له خلیجي عربي متحدانو سره د واشنګټن- تهران شوې لومړنۍ هوکړه په مستقیم ډول وڅېړي.

روبیو به په بحرین کې د خلیج همکارۍ شورا له غړو سره هم وګوري.

په دې شورا کې سعودي عربستان، قطر، عمان، کویټ، بحرین او متحده عربي امارات شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې که څه هم د خلیج همکارۍ شورا هېوادونو په عمومي ډول د امریکا او اسراییل ترمنځ د ایران د جګړې د پای ته رسولو هڅو ملاتړ کړی، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري له ایران سره لاسلیک شوې هوکړې ځینې برخې د هغوی لپاره اندېښمنوونکې دي.

یوه اندېښنه د ایران لپاره د ۳۰۰ میلیارده ډالرو د بیا رغونې احتمالي صندوق دی. دوی اندېښنه لري چې دا پیسې به د ایران د پوځي ځواک د بیا جوړولو او د سیمه ییزو نیابتي ډلو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

همدارنګه، د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام نه شاملول هم د خلیجي متحدانو لپاره د اندېښنې وړ ټکی بلل کېږي، ځکه دوی په وروستیو میاشتو کې د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

وېنس وایي د امریکا او ایران خبرې د وروستۍ هوکړې لپاره ښه بنسټ جوړوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۴ GMT+۱
وېنس وایي د امریکا او ایران خبرې د وروستۍ هوکړې لپاره ښه بنسټ جوړوي
100%

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ویلي، له ایراني چارواکو سره په سویس کې شویو خبرو د یوې دایمي هوکړې لپاره ښه بنسټ اېښی او دواړو لورو موافقه کړې چې په راتلونکو ۶۰ ورځو کې د وروستۍ هوکړې لپاره پر یوې نقشې کار وکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ویلي چې په سویس کې له ایراني چارواکو سره وروستیو خبرو د یوې بریالۍ وروستۍ سولې هوکړې لپاره "ډېر ښه بنسټ" برابر کړی دی.

د پاکستان او قطر د منځګړیتوب په ترڅ کې، دواړو خواوو د قطر په ملکیت د سویس په بورګن‌سټوک غرني تفریحي مرکز کې هوکړه وکړه چې د ۶۰ ورځو په موده کې د یوې دایمي هوکړې لپاره پر یوې نقشې کار وکړي.

منځګړو ویلي، دواړو لورو همداراز په لبنان کې د اسراییل او حزب الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه میکانیزم موافقه کړې او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د ډاډ لپاره یې د اړیکو ځانګړې کرښه هم پرانیستې ده.

وېنس خبریالانو ته وویل چې تهران د اټومي پلټونکو د بېرته منلو، د کنګل شویو شتمنیو د مدیریت او د اوربندونو د تنظیم لپاره د میکانیزمونو پر جوړولو هم موافقه کړې ده.

هغه وویل: "موږ د یوې بریالۍ وروستۍ هوکړې لپاره ډېر ښه بنسټ کېښود."

د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته، چې د تېر کال په جون کې یې د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړل، تهران یوازې هغو مرکزونو ته د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټونکو د لاسرسي اجازه ورکړې وه چې په بریدونو کې نه وو زیانمن شوي. دغې ادارې د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د جګړې له پیل وروسته خپلې پلټنې په بشپړه توګه درولې وې.

وېنس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو ګواښونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، که څه هم د خبرو پر مهال "ځینې ګواښونه او شکایتونه" موجود وو، خو په پای کې خبرې روانې پاتې شوې او د پام وړ پرمختګ وشو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې تهران د نفتو او پتروکیمیاوي محصولاتو د صادراتو لپاره معافیتونه، د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې خوشې کېدل او د هېواد د بیارغونې او پراختیا د پروګرام پیل ترلاسه کړی دی.

وېنس وویل، د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي جېرډ کوشنر داسې میکانیزم وړاندیز کړی چې له مخې به یې امریکا او قطر د ایران پر هغو شتمنیو څارنه کوي چې کنګل شوې وې او اوس ازادېږي، څو دا پیسې د امریکایي جوارو، سویابینو او غنمو د پېرلو لپاره وکارول شي.

د امریکا د خزانې وزارت د دوشنبې په ورځ ایران ته عمومي جواز هم صادر کړ، چې له مخې یې د اګست تر ۲۱مې پورې د ایراني نفتو او پتروکیمیاوي محصولاتو تولید، لېږد او پلور ته اجازه ورکول کېږي.

په ورته وخت کې، د خبرو له مثبتو نښو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د نفتو بیې راټیټې شوې او د برېنټ اومو نفتو د یوه بېرل بیه له ۸۰ ډالرو ښکته شوه.

په لبنان کې هم تاوتریخوالی کم شوی دی. امنیتي سرچینو ویلي چې د اسراییل وروستی هوايي برید د شنبې په ماښام شوی و او له هغه وروسته وضعیت یوڅه ارام دی.

د لبنان ولسمشر جوزف عون له جي ډي وېنس، د قطر له لومړي وزیر او جېرډ کوشنر سره په ټلیفوني خبرو کې د اوربند د ساتلو او د اسراییل د پوځي عملیاتو د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

بل لور ته، د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ ویلي چې هېواد یې د ایران د جګړې د ډیپلوماټیک حل مخالف نه دی، خو هر ډول هوکړه باید دا تضمین کړي چې تهران به ترلاسه کېدونکې مالي سرچینې د پوځي موخو او سیمه‌ییزو متحدینو د ملاتړ لپاره نه کاروي.

د هند د لکنهو ښار په یوه ښوونیز مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۸ تنه مړه شوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۱
د هند د لکنهو ښار په یوه ښوونیز مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۸ تنه مړه شوي
100%

د هند د اترپردېش ایالت د لکنهو ښار په یوه ښوونیز مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي، خو ځینو رسنیو د قربانیانو شمېر ۱۴ تنه ښودلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه سیمه‌ییز پولیس چارواکي د اتو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

ځینو هندي رسنیو بیا راپور ورکړی چې د مړو شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی او زیاتره قربانیان زده‌کوونکي دي.

تر اوسه د اورلګېدنې د لامل په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو د ژغورنې ډلې او اوروژونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د پلټنو او مرستو چارې روانې دي.

د سپاه پاسداران اړوند رسنۍ: ایرانی پلاوی له سویس نه تهران ته ستون شوی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۱
د سپاه پاسداران اړوند رسنۍ: ایرانی پلاوی له سویس نه تهران ته ستون شوی
100%

د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د محمدباقر قالیباف په مشرۍ ایرانی پلاوی د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) له شاوخوا ۱۸ ساعتونو پرله‌پسې خبرو او سلامشورو وروسته له سویس نه تهران ته ستون شوی دی.

د راپور له مخې؛ ایراني پلاوي په دوه اړخیزو او څلور اړخیزو غونډو کې چې د امریکایي پلاوي او د پاکستان او قطر منځګړي هم په‌کې حاضر وو ګډون کړی او د تفاهم‌لیک د عملي کېدو بهیر او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د مذاکراتو د شرایطو په اړه یې د تهران دریځ وړاندې کړی دی.

قطر او پاکستان تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې ایران او امریکا د تفاهم‌لیک د پلي کېدو د څار لپاره د یوې لوړې کچې کمېټې پر جوړولو، د تخنیکي مذاکراتو پر ژر پیل او د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د یوې لارې نقشې پر جوړولو سلا شوي دي.

دواړو منځګړو هېوادونو همداراز ویلي، چې په سویس کې به تخنیکي مذاکرات د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي.

مسکو وایي چې ناټو له روسیې سره د جګړې لپاره چمتووالی نیسي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱
مسکو وایي چې ناټو له روسیې سره د جګړې لپاره چمتووالی نیسي
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکسانډ‌ر ګروشکو ویلي، چې د ناټو غړي هېوادونه د ۲۰۳۰کال په شاوخوا کې له روسیې سره د پوځي مقابلې لپاره چمتووالی نیسي. نوموړي‌ ویلي، چې ناټو او اروپايي ټولنه د مسکو پر وړاندې تهاجمي‌ چلند تعقیبوي.

دغه روسي چارواکي ټینګار کړی، مسکو خپلې دفاعي او ستراتېژیکې پرېکړې د دې ارزونې پر بنسټ کوي چې لوېدیځ هېوادونه د روسیې پر وړاندې د یوې پراخې جګړې لپاره ځانونه چمتو کوي.

د اېزویسټیا ورځپاڼې په وینا؛ د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، چې د ناټو او اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له‌خوا ټاکل شویو پالیسیو، اقداماتو او لومړیتوبونو ته په کتو دا روښانه کېږي چې د دوی اصلي موخه د روسیې لپاره ستراتیژیکې ماتې ترلاسه کول دي.

ګروشکو زیاته کړې، چې د روسیې پر وړاندې د ناټو او اروپایي ټولنې په دریځونو کې ډېر توپیر نه‌شته او دواړه د مسکو پر ضد تهاجمي چلند تعقیبوي. هغه وویل، چې د مسکو د ارزونو له مخې ناټو په جدي ډول د ۲۰۳۰کال تر شاوخوا له روسیې سره د احتمالي پوځي ټکر لپاره چمتووالی نیسي او دغه چمتووالی د ناټو په اعلان شویو پالیسیو او عملي اقداماتو کې ښکاري.

نوموړي همداراز وویل، چې روسیه دغه پوځي تحرکات په خپلو دفاعي او ستراتېژیکو محاسبو کې په پام کې نیسي او د لوېدیځ د فشارونو پر وړاندې به مناسب اقدامات وکړي.