ابلاردو ډي لا اسپریلا د کولمبیا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د کولمبیا د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې ملتپال وکیل او سوداګر ابلاردو ډي لا اسپریلا د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی. هغه چې د خپلو پلویانو لهخوا د «پړانګ» په نوم یادېږي، په دویم پړاو ټاکنو کې یې خپل سیال اېوان سپېدا ته ماتې ورکړه.
