• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

اوچا: په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مبارزه کوي.

د دغه راپور له مخې، چې د ژنیو له موندنو وروسته خپور شوی، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳،۷میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ وي.

د مرستندویو ادارو په وینا، په ډېرو مواردو کې روغتیايي خدمتونو ته د ناوخته لاسرسي له امله د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کېږي او ځینې وختونه د مړینې سبب هم ګرځي.

د اوچا مشرې اولګا چرووکو ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د بشري مرستو هڅې روانې دي، خو د مالي سرچینو کمښت او لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي ستونزې د مرستو بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.

هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې نږدې ۲۲میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د ۱،۷میلیارد ډالرو اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۱۴سلنه تمویل شوې ده. د نوموړې په وینا، په ځینو سیمو کې د مرستو کمښت د خلکو ژوند له سختو شرایطو سره مخ کړی دی.

راپور همداراز وايي، وچکالي او د اوبو کمښت په کلیوالو سیمو، په ځانګړې توګه بامیان ولایت کې، د خلکو د بې‌ځایه کېدو یو مهم لامل ګرځېدلی دی. ډېری کورنۍ د کرنیزو ځمکو د وچېدو او د څښاک اوبو د نشتوالي له امله خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.

اوچا ویلي، افغانستان ته بېرته ستنېدونکي کډوال هم له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېری کسان داسې هېواد ته ستنېږي چې خپله له پراخ بشري بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په یوه اوونۍ کې تر ۲۰ جون پورې شاوخوا ۸زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه هم د بشري بحران د ژورېدو یو لامل بلل شوي او ویل شوي چې دغه محدودیتونه د ښځو لاسرسی زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو ته اغېزمنوي.

مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې په ډېرو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو د پاملرنې په برخه کې، یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ تر اپرېل پورې مرستندویو ادارو په افغانستان کې له ۵.۹میلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې پکې ۳.۵ میلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د اړتیا کچه لا هم لوړه ده او میلیونونه افغانان د ژوند د دوام لپاره بیړنیو او دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکی: له ملګرو ملتونو سره د تعامل د پراختیا په اړه د کابل ناسته ګټوره وه

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱
طالب چارواکی: له ملګرو ملتونو سره د تعامل د پراختیا په اړه د کابل ناسته ګټوره وه
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې په کابل کې د قطر سفارت په کوربتوب د طالب استازو او د ملګرو ملتونو د چارواکو ترمنځ د تعامل او همکاریو د پراختیا په اړه ناسته د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ د عمل‌محوره اړیکو لپاره مهمه وه.

جلالي په ایکس خواله رسنۍ کې د قطر له سفارت څخه د یوې مهمې ناستې د کوربتوب له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل د اسانتیا په برخه کې دوامداره ملاتړ کړی دی.

نوموړي په ځانګړي ډول په کابل کې د قطر سفارت او د دغه سفارت له چارواکو مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره دا ډول غونډې مهم رول لري.

جلالي لیکلي: «د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ واقعي او عمل‌محوره تعامل د باور جوړونې، متقابل درک او عملي همکاریو د پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د اسانتیا په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او دوو نورو د ټپي کولو ادعا کړې

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او دوو نورو د ټپي کولو ادعا کړې
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د محتسبانو پر موټر برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

جبهې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، برید د کابل ښار د دولسمې حوزې اړوند د ملي امنیت د رهایشي ښارګوټي په سیمه کې د شپې شاوخوا ۸:۲۰ بجې ترسره شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د ازادۍ جبهې جنګیالیو د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د محتسبانو لېږدوونکی موټر په نښه کړی دی. جبهه ادعا کوي چې په دې برید کې «دوه طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.»

ازادۍ جبهې د طالبانو د امر بالمعروف اداره «بدنامه» بللې او ادعا یې کړې چې د دې ادارې محتسبان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر ژوند د محدودیتونو په لګولو او ځورونې کې رول لري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د ازادۍ جبهې مبارزین د امر بالمعروف د ملیشو فعالیتونه تر څار لاندې لري او په مناسبو فرصتونو کې به یې په نښه کړي.»

جبهې همداراز له افغانانو غوښتي چې د طالبانو د محدودیتونو او د څپنې د ماشین پر ضد د خپلې مبارزې په بهیر کې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، او د ازادۍ جبهې د ادعاوو په خپلواکه توګه د تایید امکان نه دی موندل شوی.

د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه اعدام کړي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱
د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه اعدام کړي
100%

د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو راپور ورکړی، چې د ایراني چارواکو د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه د یزد په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د بادغیس اوسېدونکی ۲۷ کلن نور جلال مجاهد د چهارشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې، د غبرګولي په ۲۷مه، د یزد په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

هه‌نګاو ویلي، مجاهد شاوخوا دوه کاله وړاندې د «نشه‌يي توکو» اړوند قضیې کې نیول شوی و او وروسته د اعدام سزا ورته ورکړل شوې وه.

د راپور له مخې، له نوموړي سره یوځای د اردکان اوسېدونکی ۲۸ کلن رضا نظیف چې هغه هم د نشه‌يي توکو په تړاو په اعدام محکوم شوی و، او ۵۰ کلن اسفندیار صدري چې د «عمدي وژنې» په تور محکوم شوی و، هم اعدام شوي دي.

دغه سازمان ویلي، د اسفندیار صدري د اعدام حکم له شپږ کلن بند وروسته د قضايي بهیر له بشپړېدو سره عملي شوی دی.

هه‌نګاو ټینګار کړی چې د دغو درېیو بندیانو اعدامونه تر اوسه د ایران دولتي رسنیو او یا د دغه هېواد اړوندو رسمي ادارو نه دي اعلان کړي او په «خاموشۍ» کې ترسره شوي دي.

ایران په تېرو کلونو کې د اعدامونو د پراخ پلي کېدو، په ځانګړې توګه د نشه‌يي توکو اړوند قضیو کې، د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. هه‌نګاو له هغو سازمانونو څخه دی چې په ایران کې د اعدامونو موارد ثبت او خپروي.

ستاسو روایت؛ افغان کاروونکي د مخابراتي شبکو له لوړو نرخونو شکایت کوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۱
ستاسو روایت؛ افغان کاروونکي د مخابراتي شبکو له لوړو نرخونو شکایت کوي
100%

یو افغان کاروونکي د مخابراتي شبکو له خوا د انټرنټ د لوړو بیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اړوندو شرکتونو او مسوولو ادارو یې غوښتنه کړې چې د انټرنټ د نرخونو بیاکتنه وکړي او دا خدمتونه د عامه خلکو لپاره د لاسرسي وړ کړي.

دغه کاروونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې کله یې غوښتل د یوې مخابراتي شبکې د انټرنټ قیمتونه وڅېړي، نو د هغه په وینا له «ډېر لوړ او د تمې خلاف نرخونو» سره مخ شوی دی.

په پیغام کې راغلي: «کله مې چې قیمتونه وکتل، هغه راته په داسې انداز وړاندې شوي وو چې زموږ د توان څخه لوړ دي. موږ انسانان نه یو که څنګه، ولې داسې ظلم راسره کېږي؟»

نوموړي زیاته کړې چې انټرنټ د اوسني وخت له اساسي اړتیاوو څخه دی او باید د خلکو لپاره یې قیمتونه مناسب او عادلانه وي.

هغه د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو او له اړوندو ادارو غوښتي چې د عامو خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د انټرنټ د نرخونو په برخه کې بیاکتنه وکړي او اسانتیاوې رامنځته کړي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو او انټرنټ د بیو په اړه د خلکو له خوا وخت ناوخت ورته شکایتونه مطرح کېږي، خو شرکتونه بیا د لګښتونو او تخنیکي ستونزو له امله د نرخونو لوړوالی توجیه کوي.

هغه مخابراتي شبکې چې په دغه روایت کې ترې شکایت شوی، د یادو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه هم افغانستان انټرنشنل دغه ادعاوې تاییدولی شي.

طالبان: په تېره یوه ورځ کې دوه زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
طالبان: په تېره یوه ورځ کې دوه زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه تېره ورځ ۳۹۴ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۱۴۰ تنه کېږي، له بېلابېلو لارو هېواد ته په جبري راستانه کړل شوې دي.

دغه کمېسیون د دوشنبې ورځې په خپل ورځني راپور کې ویلي چې راستنېدونکي کډوال د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام‌کلا له لارو هېواد ته داخل شوي او د اړوندو ادارو له خوا ثبت او تر لومړنۍ مرستې ورسره شوي.

د راپور له مخې، یوازې د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۰۵ کورنۍ چې ۱۷۰۷ تنه جوړېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. په کندهار کې د سپین بولدک له لارې ۳۳ کورنۍ (۱۹۹ تنه) او په نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې ۳۳ کورنۍ (۱۴۶ تنه) ثبت او منل شوې دي. همدارنګه له همدې لارې ۸۶۷تنه نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.

په هرات ولایت کې بیا د اسلام‌کلا له لارې ۲۳ کورنۍ چې ۸۸ تنه کېږي، هېواد ته داخلې شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ د هېواد بېلابېلو لارو نه افغانستان ستنیږي.