• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بامیان کې خلک د کانونو او طبیعي شتمنیو په استخراج کې د شفافیت غوښتنه کوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۱

په بامیان ولایت کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او طبیعي شتمنیو د استخراج له راپورونو سره د سیمې اوسېدونکي د چاپېریالي زیانونو، د شفافیت نشتوالي او د عوایدو د ویش په اړه اندېښنې لري او د لا زیاتې څارنې غوښتنه کوي.

په بامیان ولایت کې هم د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو د استخراج لړۍ روانه ده.

د طالبانو د کانونو وزارت د اسنادو له مخې، د کانونو ټول فعالیتونه له خصوصي شرکتونو سره د قراردادونو پر بنسټ د بېلابېلو ادارو تر څار لاندې کېږي.

دغه کانونه د بامیان په مرکز او د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې موقعیت لري، چې پکې د اوسپنې، سرپو، جست، سکرو او قیمتي ډبرو استخراج شامل دی.

د سیمې اوسېدونکي د چاپېریالي زیانونو او د کانونو د غیر معیاري استخراج په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وایي چې د ځینو کانونو استخراج د ځمکې ښوېدو او د واورې ښویېدنې خطر زیات کړی او ځینې سیمې یې له ګواښ سره مخ کړې دي.

د سیمې خلک همدارنګه ادعا کوي چې ډېری شرکتونه خپل کارکوونکي له نورو ولایتونو راولي او ځايي خلکو ته کاري فرصتونه نه ورکوي.

هغوی له اړوندو ادارو غواړي چې د عوایدو په وېش او د کانونو په څارنه کې شفافیت رامنځته کړي.

د طالبانو د کانونو وزارت په یوه لویه داوطلبۍ کې د یکاولنګ ولسوالۍ د پنځو سرب او جست کانونو د استخراج قراردادونه له افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاني او موسی سلطان شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

د راپور له مخې، د دغو شرکتونو ټولیزه پانګونه شاوخوا یو میلیارد افغانۍ ښودل شوې او دوی به د پنځو کلونو لپاره د دغو کانونو استخراج کوي.

د همدې ولسوالۍ د سیاه دره د اوسپنې کان د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په تایید ملت سټیل او خان وزیري شرکتونو ته سپارل شوی دی.

د جیولوژیکي معلوماتو عمومي ریاست د طالبانو د کانونو وزارت په ۱۴۰۱ کال کې لږ تر لږه اته کانونه د اوسپنې، سرب، جستو، ګچ او قیمتي ډبرو په توګه ثبت کړي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، په بامیان ولایت کې له لسو څخه زیات خصوصي شرکتونه په بېلابېلو کاني سیمو کې د استخراج چارې کوي.

دغه شرکتونه د پرمختللو ماشینونو، درنو وسایطو او تخنیکي تجهیزاتو په کارولو سره د معدني سرچینو استخراج کوي.

د پنجاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی رضا (مستعار نوم) وايي چې د بلخ صداقت شرکت د تراورټین ډبرې د استخراج پر مهال پراخې سیمې پرته له چاپېریالي ارزونې ویجاړې کړې دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د څار راپورونه هم ښيي چې ځینې شرکتونه غیر معیاري استخراج ترسره کوي.

د تراورټین ډبرو کانونه د بامیان د بودا مجسمو ته نږدې په دوامداره توګه استخراجېږي.

د شیبر، سیغان، کهمرد، یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسوالیو کې ګڼ شرکتونه فعال دي، چې پکې افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاني، موسی سلطان، کوه نور، فردای کوهستان، عبدالله صفدري، بلخ صداقت، عزیز بلوڅ، افغان دراني، نظری رحیمي، ملت سټیل او خان وزیري شامل دي.

د معلوماتو له مخې، د کانونو د جیولوژیکي ریاست په ۱۴۰۱ کال کې ۳۲ کانیزې ساحې ثبت کړې دي چې په بېلابېلو ولسوالیو کې خپرې دي.

د طالبانو د کانونو وزارت ځینې کانونه په داسې شرایطو شرکتونو ته سپارلي چې د سیمې خلکو ته مستقیمه ګټه نه رسېږي.

د سرب او جستو د سرګشتک کان د موسی سلطان شرکت ته د دې شرط په بدل کې ورکړل شوی چې ۵۰ کیلومتره سړک په ارزګان ولایت کې جوړ کړي.

د پامي ککرک کان د افغان جرمن شرکت سره د کندهار د بایپاس سړک، بریښنا بند او د اوبو پروژو په بدل کې تړل شوی دی.

د سرسرخک د اوسپنې کان د ګاما ایګل شرکت ته د رېل پټلۍ، روغتون او پوهنتوني پروژو په بدل کې ورکړل شوی دی.

د راپور له مخې، د کانونو تر ۵۰ سلنې پورې عواید طالبانو ته رسېږي.

د طالبانو د بامیان والي ویلي چې له شرکتونو یې غوښتنه کړې چې د سیمې اوسېدونکي په کار وګوماري.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

ملاله یوسفزۍ: له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو په حقونو پیل او پای ته ورسېږي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۱
ملاله یوسفزۍ: له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو په حقونو پیل او پای ته ورسېږي
100%

د سولې نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بروکسل ته د طالبانو د پلاوي پر تګ اندېښنه ښودلې او د اروپايي ټولنې دغه اقدام یې خواشینوونکی بللی. یوسفزۍ پر اروپا غږ کړی، چې د بشري حقونو د تر ټولو سختو بحرانونو مسوول رژیم ته مشروعیت ورنه کړي.

ملالې یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس په یوه پیغام کې وویل، چې «اروپايي ټولنې د مهاجرت د یوې هوکړې په اړه د خبرو لپاره د طالبانو چارواکي بروکسل ته بللي دي او زه نن له دې خبر څخه سخته اندېښمنه او ژوره خپه شوې یم».

یوسفزي وايي، دا همغه طالبان دي چې نجونې یې له ثانوي زده‌کړو منع کړې او په زور یې واده ته اړې کړې دي.

هغه په خپل پیغام کې وايي، « دا همغه طالبان دي چې د روانې میاشتې په پیل کې یې په هرات کې لسګونه ښځې یوازې د جامو د اغوستلو له امله نیولې وې. همغه طالبان چې ښځې د دوی د قوانینو پرضد د خبرو او سرغړونو له امله وهي، بندیانوي او حتا اعداموي».

یوسفزۍ طالبان تورن کړل، چې د سیستماتیک جنسیتي اپارتاید له لارې یې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه په بشپړ ډول ایستلې دي.

نوموړې پر اروپا غږ کړی، چې داسې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي چې د بشري حقونو د تر ټولو سختو بحرانونو مسوول دی.

هغې دغه راز له طالبانو سره هر ډول تعامل د افغان ښځو او نجونو له حقونو سره مشروط کړی دی.

اوکراین د روسیې د توغندیو د برېښنايي پرزو فابریکه په نښه کړې

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
اوکراین د روسیې د توغندیو د برېښنايي پرزو فابریکه په نښه کړې
100%

د اوکراین پوځ ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې د روسیې په ورونژ سیمه کې هغه فابریکه په نښه کړې چې د توغندیو لپاره برېښنايي پرزې تولیدوي. د اوکراین د عمومي قوماندانۍ په وینا، په دغه برید کې کروز توغندي کارول شوي دي.

اوکراین یاد هدف د روسیې د دفاعي تولید یوه "حیاتي برخه" بللې ده.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه فابریکه د روسیې د توغندیو، په ځانګړي ډول د اسکندر تاکتیکي توغندیو لپاره پرزې او الکترونیکي وسایل جوړوي.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې د پېښې له ځایه اخیستل شوې ویډیو، چې د کارپوهانو له خوا تایید شوې، ښيي چې له فابریکې څخه تور لوګی پورته کېږي.

د ورونژ والي الکساندر ګوسېف ویلي چې د برید په پایله کې د تولید ځینې برخې زیانمنې شوې او درې کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې هوايي دفاع د ورونژ په سیمه کې څو چټک هدفونه له منځه وړي دي.

ورونژ ښار د اوکراین له پولې څخه نږدې ۲۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د اوکراین د ډرون ځواکونو قوماندان رابرټ بروودي ویلي چې په دې عملیاتو کې د دوی واحدونو هم برخه اخیستې ده.

اوکرایني پوځ د کارول شویو توغندیو ډول نه دی مشخص کړی، خو د راپورونو له مخې بریتانیا او فرانسې اوکراین ته د "سټورم شډو" په نوم کروز توغندي ورکړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې له طالبانو سره همکاري پای ته ورسوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۴ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې له طالبانو سره همکاري پای ته ورسوي
100%

د بښنې نړیوال سازمان پر اروپايي ټولنې او د هغې پر غړو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو پلانونه پرېږدي او له طالبانو سره د بېرته ستنولو په برخه کې هر ډول همکاري پای ته ورسوي.

دغه سازمان ویلي چې افغانستان په هېڅ ډول د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره خوندي هېواد نه ګڼل کېږي او دا ډول تګلاره به د ستنېدونکو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

سازمان وايي، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم په وار وار په دې اړه خبرداری ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې اروپايي کمېسیون په دې وروستیو کې د طالبانو چارواکي بروکسل ته وربللي، څو د افغان وګړو د ایستلو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا غونډه ژر ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر اروپايي هېوادونه د افغانستان د خراب بشري وضعیت او ژور بشري ناورین سربېره، د افغانانو د ایستلو د بهیر د چټکولو غوښتنه کوي.

دغه سازمان وایي، نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په هېواد کې د خوړو سخت کمښت دی.

د دوی په وینا، اروپايي ټولنه له دې وضعیت ښه خبره ده او په وار وار یې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې غندلې دي. اروپايي ټولنې تېر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان اړوند خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د جوړېدو په برخه کې هم مهم رول لوبولی و.

د بښنې نړیوال سازمان په باور، له طالبانو سره د تعامل لپاره د افغانانو د ایستلو هڅې د اروپايي ټولنې دبشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي. د سازمان په وینا، هغه کسان چې افغانستان ته ستنېږي، د ځورونې، جبري ورکېدو، خپل‌سري نیولو، شکنجې، ناوړه چلند او غچ اخیستنې له جدي خطر سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي بنسټونو د دفتر مشرې ایو ګیډي ویلي، لا ډېر وخت نه دی تېر شوی چې د افغانستان د سقوط پر مهال د خلکو او حتا د اروپايي ټولنې د کارکوونکو د تېښتې صحنې نړۍ ولیدلې.

هغې زیاته کړې، په داسې حال کې چې افغانستان تر پخوا لا ډېر خطرناک شوی، دا د منلو وړ نه ده چې اروپايي ټولنه اوس د خلکو د بېرته ایستلو هڅه کوي.

ایو ګیډي ویلي، د طالبانو له خوا د ځپنې بنسټیز شوی نظام د ورځني ژوند ټول اړخونه اغېزمن کړي دي. د هغې په وینا، پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، شکنجه، جبري ورکېدل، خپل‌سرې نیونې او له محکمې پرته وژنې د طالبانو د واکمنۍ له مهمو ځانګړنو څخه دي.

هغې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو د ایستلو په اړه هر ډول اروپايي اقدام بې‌پروا، خطرناک او د اروپايي ټولنې له قانوني مکلفیتونو سره په ټکر کې دی، ځکه هېڅوک باید داسې ځای ته ونه لیږل شي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ وي.

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
 مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی
100%

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په یوه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، په ملکي ادارو کې د پخوانیو مامورانو پرځای د بې‌برخلیکه طالبانو د ګومارلو وړاندیز منظور کړی دی. په مکتوب کې ویل شوي، چې «دا کسان مجاهدین نه دي او پرځای یې باید مجاهدین او ډلګي مشران وګومارل شي».

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده په ملکي وزارتونو او ادارو کې د دې ډلې د بې‌برخلیکه «ډلګي مشرانو» او وسله والو د ګومارلو وړاندیز په رسمي توګه منظور کړی دی.

دغه پرېکړه د ملکي ادارو د تصفیې د ګډ کمیسیون تر څېړنو او بایومټریک پروسې وروسته شوې ده، چې له مخې به یې د پخوانیو کارمندانو پر ځای طالب وسله وال په درېیمه درجه بستونو کې پر دندو وګومارل شي.

100%

د ترلاسه شوي سند له مخې، د فرامینو او احکامو د تعقیب او نظارت لوی ریاست تر سرپرستۍ لاندې پلاوي په ملکي ادارو کې د تصفیې لړۍ پیل کړې وه.

د دغه پلاوي په څېړنو کې څرګنده شوې چې په وزارتونو او ادارو کې په درېیمه درجه بستونو کې کار کوونکي کسان د طالبانو غړي یا ددوی په وینا، مجاهدین نه وو، ځکه نو د هغوی پر ځای د واجد شرایط طالب وسله والو د ګومارلو پرېکړه شوې ده.

د طالبانو د مشرتابه د دفتر د حکم له مخې، دغه وړاندیز د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي له ۱۷مې نېټې سره سمون خوري.

په دې پروسه کې د طالبانو سترې محکمې، د چارو ادارې د عمومي ریاست او د علماوو شورا استازو برخه اخیستې ده.

طالبانو په داسې حال کې په ملکي ادارو کې د خپلو وسله والو ګومارلو او د پخوانیو کارکوونکو د تصفیې په اړه مکتوب ورکړی، چې له دې وړاندې یې هم په بېلابېلو پلمو د تېر جمهوریت مامورین له دندو ګوښه کړي دی.

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱
سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د طالبانو د دفاع وزارت د دوو سرچینو منلې چې د «هبتي قطعې» په نوم د ۸۰۰۰ کسیز ځانګړي ځواک د جوړېدو بهیر روان دی، چې تمویل، روزنه او پوځي تجهیزات به یې د روسیې له‌خوا برابر شي. سرچینې وايي چې دا قطعه به د داعـ..ش پر ضد عملیات کوي.

سرچینې وايي، دا قطعه د ډېورنډ کرښې د څار او امنیت ټینګښت لپاره جوړیږي او ټاکل شوې چې د داعش - خراسان ډلې د فعالیتونو پر وړاندې عملیات وکړي او افغانستان ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیسي.

د معلوماتو له مخې، دا ځواک به د طالبانو له رسمي امنیتي جوړښتونو جلا وي او یوازې د ملا هبت‌الله اخوندزاده تر مستقیم امر لاندې به فعالیت کوي. د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه به پرې واک ونه لري.

په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د پخوانیو طالب سرتېرو پوستې به پر خپل ځای پاتې وي، خو د سرحدي وضعیت په اړه به وروستۍ پرېکړې د همدې نوې قطعې له‌خوا کېږي.

د سرچینو په وینا، دا مهال د دې قطعې ۴۰۰۰ کسان د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي او د ثبت بهیر یې روان دی او ۴۰۰۰ نور په کابل کې د تنظیم په پړاو کې دي.

همدارنګه ویل کېږي چې د دې قطعې غړي به د نورو طالبانو په پرتله لوړ معاشونه او امتیازات ولري او استخدام به یې له افسرۍ کچې پیل کېږي.

سرچینې زیاتوي چې یاد ځواک ته به پرمختللې وسلې، د شپې لید تجهیزات، پوځي موټر، چورلکې او څارګر ډرونونه ورکړل شي او جنګیالي به یې د سرحدي ګزمو، قاچاق ضد عملیاتو او د پرمختللې ټېکنالوژۍ د کارونې په برخو کې وروزل شي.

شنونکي د دې اقدام موخه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي چارو مرکزي کول، د داعش - خراسان ډلې د فعالیتونو مخنیوی او د احتمالي ګواښونو کنټرول بولي، خو د روسیې د ملاتړ ادعاوې تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوې.

د یادونې وړ ده، چې درې اونۍ وړاندې روسیې له طالبانو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې روسیه د طالبانو پوځي او تخنیکي مرسته کوي او طالبان به منځنۍ اسیا ته د داعش - خراسان ورپېښ ګواښ مهاروي.