د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه اعدام کړي

د بشري حقونو سازمان ههنګاو راپور ورکړی، چې د ایراني چارواکو د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه د یزد په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.

د بشري حقونو سازمان ههنګاو راپور ورکړی، چې د ایراني چارواکو د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه د یزد په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د بادغیس اوسېدونکی ۲۷ کلن نور جلال مجاهد د چهارشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې، د غبرګولي په ۲۷مه، د یزد په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.
ههنګاو ویلي، مجاهد شاوخوا دوه کاله وړاندې د «نشهيي توکو» اړوند قضیې کې نیول شوی و او وروسته د اعدام سزا ورته ورکړل شوې وه.
د راپور له مخې، له نوموړي سره یوځای د اردکان اوسېدونکی ۲۸ کلن رضا نظیف چې هغه هم د نشهيي توکو په تړاو په اعدام محکوم شوی و، او ۵۰ کلن اسفندیار صدري چې د «عمدي وژنې» په تور محکوم شوی و، هم اعدام شوي دي.
دغه سازمان ویلي، د اسفندیار صدري د اعدام حکم له شپږ کلن بند وروسته د قضايي بهیر له بشپړېدو سره عملي شوی دی.
ههنګاو ټینګار کړی چې د دغو درېیو بندیانو اعدامونه تر اوسه د ایران دولتي رسنیو او یا د دغه هېواد اړوندو رسمي ادارو نه دي اعلان کړي او په «خاموشۍ» کې ترسره شوي دي.
ایران په تېرو کلونو کې د اعدامونو د پراخ پلي کېدو، په ځانګړې توګه د نشهيي توکو اړوند قضیو کې، د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. ههنګاو له هغو سازمانونو څخه دی چې په ایران کې د اعدامونو موارد ثبت او خپروي.