د هرمز تنګي له لارې د نفتو او ګازو د کښتیو تګ راتګ بېرته ډېر شوی

د رویټرز د راپور له مخې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ له ورو کېدو وروسته بېرته مخ په زیاتېدو دی. ویل کیږي د قطر څلور د طبیعي ګازو کښتۍ د دوشنبې په ورځ له تنګي تېرې شوې او د نفتو څو نورې کښتۍ هم خلیج ته داخلې شوې دي.
