• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي: د پاکستان او قطر منځګړیتوب د لبنان جګړې پای ته رسولو برخه کې د لوی پرمختګ لامل شوی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس پاڼه لیکلي: «د پاکستان او قطر نه ستړی کېدونکی منځګړیتوب د لبنان جګړې د پای ته رسولو په برخه کې ستر پرمختګونه رامنځته کړي دي». نوموړي زیاته کړې، چې په لبنان کې د تاوتریخوالي کمښت د دغه بهیر لومړنۍ رښتینې ازموینه ده.

عراقچي ویلي: «د تېلو او کیمیاوي محصولاتو صادرات له بندیزونو معاف شوي، کلابندي پای ته رسېدلې، د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او د ایران لپاره د بیارغونې او پراختیا یو لوی پروګرام پیل شوی دی».

هغه همداراز ویلي: «په لبنان کې د تاوتریخوالي کمښت د دغه بهیر لومړنۍ رښتینې ازموینه ده».

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

تسنیم خبري اژانس: په سویس کې د ایران او امریکا د څلور اړخیزو خبرو ځنډ لا هم دوام لري

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
تسنیم خبري اژانس: په سویس کې د ایران او امریکا د څلور اړخیزو خبرو ځنډ لا هم دوام لري
100%

د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ د څلور اړخیزو خبرو ځنډ لا هم دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه د منځګړو له لارې تبادله کېږي.

د راپور له مخې، دغه سرچینې ویلي چې د ایران او امریکا څلور اړخیزې خبرې د یکشنبې په ورځ شاوخوا د ماسپښین په درېیو بجو پیل شوې او تر نږدې یو نیم ساعت وروسته د پلاوو ترمنځ د سلا مشورو لپاره د نیم ساعت وقفې په موخه وځنډول شوې.

سرچینې ادعا کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ګواښوونکو او سپکاوي ډکو څرګندونو» له امله ایراني پلاوي په څلور اړخیز چوکاټ کې خبرو ته د بېرته ستنېدو له پرېکړې ډډه وکړه.

د تسنیم د راپور له مخې، له دې سره سره د قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅې روانې پاتې شوې او د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو تبادله د منځګړو له لارې ترسره شوه.

یادې سرچینې ویلي چې د منځګړو هڅې لا هم دوام لري، خو تر اوسه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.

د راپور له مخې، ایراني پلاوي په څلور اړخیزه غونډه کې د تفاهم‌لیک د لومړۍ مادې په ګډون د ځینو ژمنو د نه عملي کېدو په اړه اعتراض کړی او د هغو د رعایت غوښتنه یې کړې ده.

تسنیم زیاته کړې چې ایراني پلاوي له امریکا غوښتي څو د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د ایران د نفتو د صادراتو اړوند ژمنو په عملي کولو کې چټکتیا رامنځته کړي.

د راپور له مخې، د اټومي پروګرام په اړه ایراني لوري ټینګار کړی چې د اټومي مذاکراتو پیل به یوازې هغه مهال ممکن وي چې امریکا د تفاهم‌لیک د لومړۍ، څلورمې، لسمې او یوولسمې مادو اړوند خپلې ژمنې عملي کړي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي تفاهم‌لیک د عملي کېدو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه لا هم بېلابېلې پوښتنې او اټکلونه مطرح دي.

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۱
شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌دي وېنس د سویس غونډې په څنډه کې په خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی دی. د میاخېل په باور، دا په شرقي کلتور کې «سپکاوی» دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌‌ډي وېنس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال خبریالانو ته وویل، «زما په ژوند کې دوه کسان ډېر مهم دي؛ یو هندی او یو پاکستانی دی. هندۍ مې مېرمن ده او پاکستانی فیلډ مارشال عاصم منیر دی».

د امریکا مرستیال ولسمشر: خپله هندۍ مېرمن او پاکستانی عاصم منیر ډېر راته مهم دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، دامریکا د ولسمشر مرستیال غوښتل د پاکستان پوځ د مشر جنرال عاصم منیر ستاینه وکړي، خو په دې تړاو یې کړې «ټوکه» د شرقي کلتور پر بنسټ «سپکاوی» وو.

د میاخېل په باور: «دا په حقیقت کې دواړو ملکونو لپاره توهین وو، ځکه چې په ډيپلوماسۍ کې څوک د یوه ملک هغه هم د هند په څېر یو لوی ملک له خپلې ښځې سره نه‌مقاسیه کوي په شرقي کلتور کې دا ډېره زیاته بده ده. او بیا د هغې مقایسه د پاکستان د پوځ له مشر سره؛ دا په حقیقت کې پاکستان او هند دواړو ته توهنین وو».

هغه زیاته کړې: «په ډيپلوماسۍ یا روابطو کې د ملکونو تر منځ همېشه په خبرو او تبصرو کې ډېر احتیاط په‌کار دی، ځکه دا په تاریخ کې پاتې کېږي او بیا تل یادېږي».

جي‌ډي وېنس د یکشنبې په ورځ په سویس کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال زیاته کړه، چې په تېرو درېیو میاشتو کې له عاصم منیر سره تر بل هر چا ډېر غږیدلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: اسراییل ښايي د امریکا او ایران د هوکړې د ګډوډولو هڅه وکړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: اسراییل ښايي د امریکا او ایران د هوکړې د ګډوډولو هڅه وکړي
100%

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی، چې اسراییل ښايي د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستي لاسلیک شوي هوکړه‌لیک د بهیر د ګډوډولو او سبوتاژ هڅه وکړي.

فیدان د ترکیې دولتي خبري اژانس «اناتولي» سره په خبرو کې ویلي، اسراییل تل د داسې فرصت په لټه کې وي چې د سیمه‌ییزو او ډیپلوماټیکو پرمختګونو مخه ونیسي.

هغه وویل: «اسراییل تل په کوم ګوټ کې منتظر وي او چمتو وي چې هر کله فرصت ومومي، په دې بهیر کې سبوتاژ وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي هوکړه‌لیک په اړه د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم عملي کېدل د سیمې د ثبات او د کړکېچونو د کمېدو لپاره مهم دي.

نوموړي د احتمالي خنډونو او بهرنیو لاسوهنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د سولې او ډیپلوماسۍ هر بهیر د هغو اړخونو له مخالفت سره مخ کېږي چې د تاوتریخوالي او شخړو دوام په خپله ګټه بولي.

د فیدان دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي تفاهم‌لیک په اړه د سیمې او نړۍ په کچه بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي او ځینې هېوادونه یې د سیمه‌ییز ثبات لپاره یو مثبت ګام بولي.

فرشته عباسي: افغانې ښځې د تګ راتګ له ازادۍ محرومې دي خو طالبان نړۍ ته سفرونه کوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۱
فرشته عباسي: افغانې ښځې د تګ راتګ له ازادۍ محرومې دي خو طالبان نړۍ ته سفرونه کوي
100%

د بشري حقونو څار بنسټ د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، افغان ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د ازاد تګ راتګ له حق څخه محرومې دي، خو طالبان کولای شي په نړیواله کچه سفرونه وکړي.

عباسي دغه څرګندونې د اروپايي ټولنې له خوا بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د بلنې په غبرګون کې کړې دي.

هغې ویلي، دا حالت د افغان ښځو لپاره «په مخ یو څپېړه» ده، ځکه هغه ښځې چې له خپلو حقونو بې برخې شوې دي، ګوري چې د هغوی د محدودولو عاملین په نړیوالو ناستو کې ګډون کوي.

عباسي زیاته کړې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او تګ راتګ په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

د ښځو د حقونو دغه مدافعې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي او له طالبانو سره د هر ډول تعامل پر مهال د بشري حقونو موضوع په پام کې ونیسي.

ډونالډ ټرمپ: د ناټو متحدین د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې اقدام نه کوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ناټو متحدین د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې اقدام نه کوي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو پر یو شمېر متحدینو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې لازم اقدام نه کوي.

ټرمپ پر «ټروت سوشل» خواله رسنۍ کې لیکلي چې امریکا د تېرو لسیزو په ترڅ کې د ناټو له غړو هېوادونو د ملاتړ لپاره «تریلیونونه ډالر» لګولي، خو دغه هېوادونه نه غواړي د ایران او د هغه د اټومي پروګرام پر وړاندې فعال رول ولوبوي.

هغه ویلي: «موږ له لسیزو راهیسې د هغوی دفاع کړې، خو کله چې د امریکا او نړۍ د دفاع خبره راشي، دوی دې کار ته چمتو نه دي.»

ټرمپ په ځانګړې توګه د ایټالیا او د دغه هېواد د لومړي وزیر یادونه کړې او ویلي یې دي چې دوی حتی د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې د مقابلې په برخه کې د ګډون فکر هم نه کوي.

د امریکا ولسمشر د ایران اټومي پروګرام «جدي ګواښ» بللی او ټینګار یې کړی چې واشنګټن له خپلو متحدینو د لا زیاتې همکارۍ تمه لري.