• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: ازاد کشمير ته د خوړو او درملو پر لېږد بنديز د غندلو وړ عمل دی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزيسيون مشر محمود خان اڅکزي ويلي، له ازاد کشمیر څخه د بشري حقونو د استازو او خبریالانو یو پلاوی ورسره ليدلي او هغوی ورته د یوې خورا د اندېښنې وړ وضعیت په اړه ويلي چې کشمیر ته د خوړو او درملو پر لېږدولو بندیز لګول شوی دی.

محمود خان اڅکزي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته رسنیو سره په خبرو کې وويل، کشمير ته د خوړو او درملو پر رسولو بنديز «دا ګام په کلکه د غندلو وړ دی. موږ د کوم دښمن هېواد سیمه نه ده کلابنده کړې چې د کومې کلا د فتح کولو هڅه کوو».

هغه وويل: «زه د رسنیو له لارې په کلکه غوښتنه کوم چې هیله ده د درملو او خوړو بندیز پای ته ورسوئ. دا کومه لاره ده؟ هلته ماشومان ژاړي او د هغوی حالت خورا خراب کړل شوی دی. موږ د کشمیر د خلکو لپاره لږ تر لږه دا بشري غوښتنه خامخا کوو».

نوموړي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د ولسي ګډې کاري کمېټې پر وړاندې حکومتي چلند ته په غبرګون کې وويل: «تاسو ادعا کوئ چې موږ پاکستان جوړول غواړو، خو پاکستان په دې توګه نه جوړېږي».

اڅکزي زیاته کړه، د وخت غوښتنه همدا ده چې وضعیت سمدستي عادي حالت ته راوګرځول شي. هغه غوښتنه وکړه، «که د هغوی غوښتنې د اساسي قانون او انساني اصولو سره سمې وي، نو باید ومنل شي؛ مسایل د خبرو اترو له لارې حل کېږي، نه په زور زیاتي او وهلو ټکولو سره».

د يادونې وړ ده چې د جون له ۵مې نېټې راهیسې د ګډې ولسي کاري کمیټې له خوا د حقونو د غوښتنو لپاره په ازاد کشمير کې پيل شوی اعتراضي لاريون لا هم دوام لري.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د پاکستان د لومړي وزیر پــه بلنــه اسلام اباد سفر کوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د پاکستان د لومړي وزیر پــه بلنــه اسلام اباد سفر کوي
100%

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د لومړي وزیر شهباز شریف په رسمي بلنه نن سه شنبه (د چنګاښ په ۲مه) اسلام اباد سفر کوي.

د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د ايران د لسمشر مسعود پزشکیان د اسلام اباد د سفر په اړه خبرپاڼه کې وويل، له پزشکیان سره به یو لوړ پوړی پلاوی ملګری وي او د دغه سفر په ترڅ کې به پزشکيان د پاکستان له ولسمشر سره وګوري او له لومړي وزیر سره به رسمي خبرې اترې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وويل، «دا سفر به د اسلام‌اباد د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د روانو ډیپلوماټیکو هڅو او همدارنګه د دوه اړخیزو ګټو د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت برابر کړي».

د پاکستان د بهرنيو چارو په خبرپاڼه کې زياته کړل شوه، دا به د ایران د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکيان دویم سفر وي. «د سفر په جریان کې، دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو بشپړ بهیر وڅېړي او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د لا ژورولو لپاره نوې لارې چارې ولټوي، چې په کې سوداګري، انرژي، سرحدي امنیت، د خلکو ترمنځ تبادلې او سیمه ییز اتصال شامل دي».

د ايران ولسمشر په داسې حال کې د اسلام اباد سفر کوي، چې له دې يوه ورځ وړاندې د پاکستان او قطر هېوادونو په مينځګړيتوب د امریکا او ايران ترمنځ خبرې پيل شوې.

په پاکستان کې سیاسي ګوندونه: د ماهرنګ بلوڅ سزا د عدالت او ملي حقونو پر مبارزې برید دی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۱ GMT+۱
په پاکستان کې سیاسي ګوندونه: د ماهرنګ بلوڅ سزا د عدالت او ملي حقونو پر مبارزې برید دی
100%

په پاکستان کې یو شمېر سياسي ګوندونو د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند اورول شوې سزا غندلې او ویلي یې دي چې دا په اصل کې د ملي حقونو د عدالت او مبارزې د ځپلو هڅه ده.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د «اېف‌سي» یوه سرتېري د وژنې اړوند قضیه کې د عمري بند سزا واوروله.

د پاکستان په ملي پارلمان کې د اپوزېسيون مشر محمود خان اڅکزي د ماهرنګ بلوڅ د سزا په اړه رسنيو سره په خبرو کې وويل، په پاکستان کې «يوازې ماهرنګ ته سزا نه ده ورکړل شوې ټول پاکستان ته سزاګانې ورکړل کیږي په هغو کې ماهرنګ هم شامله ده».

د عوامي نشنل ګوند د بلوچستان ايالت مشر اصغر خان اڅکزي په يوه بيان کې وويل، «د محکمې لخوا ماهرنګ بلوڅ او د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشرانو ته اورول شوو سزاګانو په کلکه غندنه کوي او دا په اصل کې د ملي حقونو د عدالت د مبارزې د ځپلو هڅه ده».

هغه زياته کړه، تاریخ شاهد دی چې د حق او رښتیا لپاره پورته شوي غږونه بندي کېدای شي، خو ماتې ورته نه شي ورکول کېدای».

پاکستان تحریک انصاف پر ماهرنګ بلوڅ باندې پر صادره شوې سزا باندې د ژورې اندېښنې او افسوس څرګندونه کړه او ویې ويل: «په دې قضيه کې د بنسټیز انصاف غوښتنې نه دي پوره شوي او هغې ته د عادلانه محاکمې حق نه دی ورکړل شوی».

د جماعت اسلامي ګوند د بلوچستان مشر هدايت الرحمان وويل، د ماهرنګ بلوڅ او نورو پر وړاندې عدالتي پرېکړه په هېڅ ډول د عدالت له غوښتنو سره سمه نه ده.

هغه وويل: «موږ پر دې پرېکړه خپله سخته اندېښنه څرګندوو. د محکمو پېژندنه خو عدالت، بې‌طرفي او د قانون واکمني وي، خو په بلوچستان کې وضعیت په بشپړ ډول د دې برعکس دی او داسې پرېکړې چې په ولسي کړیو کې پوښتنې او اندېښنې راپورته کوي، پر دولتي ادارو باور زیانمنوي».

د بلوچستان نشنل ګوند مشر اخترمېنګل ماهرنګ بلوڅ ته د اورول شوې سزا په غبرګون کې پوښتنه راولاړه کړه او ویې ويل: «کله چې پرېکړې تر تړلو دروازو شا ته، د قاضیانو، تورنو یا د هغوی د مدافع وکیلانو له شتون پرته کېږي، نو د قانون، عدالت او اساسي قانون څه شی پاتې کېږي؟».

پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیارغونې لپاره په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیارغونې لپاره په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړوي
100%

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د لارو تړل پاتې کېدو او د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړېږي.

نوموړی وایي، د لارو بندېدو له کبله په پاکستان کې کاروبار سخت زیانمن شوی او په سلګونه زره خلک وزګار شوي دي. هغه د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې په یاده جرګه کې به د سوداګرۍ او صنعت اړوند ټول مهم شریکان ګډون ولري او د ستونزو پر اوږدمهاله حل به هر اړخیز بحثونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، تر هغې چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزې لارې په بشپړ ډول بیا ‌نه‌وي‌ پرانیستل شوې پاکستان به له اقتصادي ځوړ سره مخ وي. هغه غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلاف دې له سوداګرۍ جلا شي؛ ترڅو دواړه خواوو ته عام خلک له زیان څخه وژغورل شي.

ورته مهال په تورخم کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې د لارې تړل پاتې کېدو له کبله ۲۰ لکه کسان وزګار شوي او سوداګرو د دغه لارو د بندېدو له کبله شاوخوا ۲۷۸ مېلیونه ډالر مالي زیان لیدلی.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري د دغه غونډې د ګډونوالو په حواله ویلي، چې د لارو د بندېدو له کبله د خیبر پښتونخوا ۵۰ سلنه کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي او ګڼ سوداګر اړ شوي چې خپل فعالیتونه لاهور او نورو ښارونو ته انتقال کړي.

اسد قیصر د جولای میاشتي جوړېدونکې جرګه د ستونزو د حل، سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د بیارغونې لپاره اغېزمنه ګڼلې ده.

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۱
شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌دي وېنس د سویس غونډې په څنډه کې په خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی دی. د میاخېل په باور، دا په شرقي کلتور کې «سپکاوی» دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌‌ډي وېنس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال خبریالانو ته وویل، «زما په ژوند کې دوه کسان ډېر مهم دي؛ یو هندی او یو پاکستانی دی. هندۍ مې مېرمن ده او پاکستانی فیلډ مارشال عاصم منیر دی».

د امریکا مرستیال ولسمشر: خپله هندۍ مېرمن او پاکستانی عاصم منیر ډېر راته مهم دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، دامریکا د ولسمشر مرستیال غوښتل د پاکستان پوځ د مشر جنرال عاصم منیر ستاینه وکړي، خو په دې تړاو یې کړې «ټوکه» د شرقي کلتور پر بنسټ «سپکاوی» وو.

د میاخېل په باور: «دا په حقیقت کې دواړو ملکونو لپاره توهین وو، ځکه چې په ډيپلوماسۍ کې څوک د یوه ملک هغه هم د هند په څېر یو لوی ملک له خپلې ښځې سره نه‌مقاسیه کوي په شرقي کلتور کې دا ډېره زیاته بده ده. او بیا د هغې مقایسه د پاکستان د پوځ له مشر سره؛ دا په حقیقت کې پاکستان او هند دواړو ته توهنین وو».

هغه زیاته کړې: «په ډيپلوماسۍ یا روابطو کې د ملکونو تر منځ همېشه په خبرو او تبصرو کې ډېر احتیاط په‌کار دی، ځکه دا په تاریخ کې پاتې کېږي او بیا تل یادېږي».

جي‌ډي وېنس د یکشنبې په ورځ په سویس کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال زیاته کړه، چې په تېرو درېیو میاشتو کې له عاصم منیر سره تر بل هر چا ډېر غږیدلی دی.

مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، نن ازاد افغانستان په داسې یوه حالت کې دی چې هلته توره تياره ده، د هېواد نيمه برخه وګړي (مېرمنې) په کورونو کې بند کړل شوي دي او دا هېواد د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په سېف الله کلا سيمه کې د عثمان خان کاکړ د پنځم تلين غونډې ته په خپله وينا کې مختار خان يوسفزي وويل، افغانستان کې «زموږ په خويندو، مېندو او لوڼو باندې کاروبار او ژوند بند کړل شوی، زده کړې نشي ترلاسه کولی، روزګار نشته».

هغه وويل، په افغانستان کې په سياسي فعالیتونو بندیز ده، رسنۍ او بشري حقونه د بنديز سره مخ دي او پر دې سربېره افغانستان د «پنجابي استعمار د مستقلې خطرې سره مخ دی».

مختار خان يوسفزي د پاکستان لخوا په افغانستان کې د بمباريو په تړاو وويل، پاکستان دا وايي چې په افغانستان کې د «پاکستاني طالبانو غړي، ترهګر او د هند ايجنټان ناست دي موږ پرې بمباري کوو».

هغه وويل، «د پاکستان نه پوښتنه کوم چې تا هلته (په افغانستان کې) څومره ترهګر ووژل، تا خو په روغتون کې خلک ووژل، تا د کونړ او نورستان بې ګناه ولسونه په کورونو کې مړه کړه او د پنجاب جنرالان دې دا ځواب راکړي چې په کابل کې خو بمباري کوې خو په پښتونخوا کې چې وسله وال ناست دي دا خلک چا کښېنولي دي؟».

يوسفزي وويل، پښتونخوا ته د طالب په نوم دغه خلک پاکستاني جنرالانو راوستي دي.