• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ستورمزلي عبدالاحـد مومند مړینه؛ د ډیپلوماټیکو ماموریتونو شورا یې مړینه ستره ضایعه بللې

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټیکو او قونسلګري ماموریتونو د همغږۍ شورا د افغانستان د لومړني ستورمزلي او د هوايي ځواکونو پخواني افسر ډګروال عبدالاحـد مومند د مړینې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا یې د هېواد لپاره یوه ستره ملي ضایعه بللې ده.

یادې شورا د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ډګروال عبدالاحـد مومند مړینه د افغانستان لپاره ستره ملي ضایعه ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغه نه یوازې د افغانستان د هوايي ځواکونو یو وتلی افسر و، بلکې د هېواد لومړنی ستورمزلی هم و چې د افغانانو نوم یې فضا ته ورساوه.

شورا ویلي، د مومند تاریخي سفر په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته د افغانستان لپاره لوی ویاړ و او د افغانانو څو نسلونو ته یې الهام ورکړ.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د هغه لاسته راوړنه د افغان ولس استعداد، هوډ او هیلو څرګندونه کوله او د افغانستان نوم یې له ځمکې هاخوا هم مطرح کړ.

په خبرپاڼه کې د هغه کورنۍ، ملګرو او ټولو افغانانو ته چې د دې ضایعې له امله خواشیني دي، د زړه له تله تسلیت ویل شوی دی. شورا د لوی څښتن تعالی له درباره د مرحوم لپاره د جنت الفردوس دعا کړې او د کورنۍ لپاره یې د صبر او زغم غوښتنه کړې ده.

عبدالاحـد مومند د افغانستان له هغو نادرو څېرو څخه ګڼل کېږي چې نوم یې د هېواد په معاصر تاریخ کې د ساینس او فضايي سفر له لارې ځانګړی ځای لري، او د هغه میراث لا هم د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام سرچینه بلل کېږي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

سعودي عربستان په بامیان کې راستنو شویو زر کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وېشلي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱
سعودي عربستان په بامیان کې راستنو شویو زر کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وېشلي
100%

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې د ملک سلمان د بشرپاله مرستو او مرستندویه چارو مرکز په بامیان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او زر کورنیو ته یې خوراکي بستې وېشلې دي.

سفارت په خپل ایکس‌پاڼه کې ویلي، د ملک سلمان د بشردوستانه مرستو مرکز د «توحید» موسسې په همکارۍ د جون په ۲۰ او ۲۱ نېټه د بامیان ولایت د راستنېدونکو کډوالو زر کورنیو ته خوراکي بستې ووېشلې.

د خبرپاڼې له مخې، دغه مرسته د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ کلونو د خوړو خوندیتوب او بېړنیو بشري مرستو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې ده.

سعودي سفارت ویلي چې د دې پروژې موخه له هغو افغان کورنیو سره مرسته ده چې له کډوالۍ وروسته هېواد ته ستنې شوې او له اقتصادي ستونزو او لومړنیو اړتیاوو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې او ګڼ شمېر راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو، سرپناه او نورو بنسټیزو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

د طالبانو مشر جمعه خان فاتح له دندې ګوښه کړ

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱
د طالبانو مشر جمعه خان فاتح له دندې ګوښه کړ
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې د زابل ولایت مرستیال جمعه خان فاتح له دندې ګوښه او پر ځای یې ملا فیض‌الله تمیم ټاکل شوی دی. مجاهد د ملا فاتح نوم نه دی یاد کړی خو هغه تر دې وړاندې د زابل ولایت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

مجاهد د دوشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ملا فیض‌الله تمیم، چې تر دې وړاندې د معیار او کیفیت ادارې د عمومي رییس په توګه دنده ترسره کوله، د زابل ولایت د نوي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی. که څه هم مجاهد د جمعه خان فاتح نوم نه دی یاد کړی خو له دې ګمارنې سره د زابل د مرستیال په څوکۍ کې بدلون راغلی او پخوانی مرستیال جمعه خان فاتح له خپلې دندې لیرې شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو مشر په یو لړ نورو اداري بدلونونو کې د طالبانو دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک پخوانی معین ملا عبدالله بشیر د معیار او کیفیت ادارې د عمومي رییس په توګه ټاکلی دی.

همداراز، د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، اقوامو او قبایلو د همغږۍ پخوانی معین مولوي محمد علي جان د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه ګومارل شوی دی.

په دغو بدلونونو کې د طالبانو سرحدي پولیسو پخوانی عمومي رییس مولوي حزب‌الله افغان د ارشد معینیت د رییس ارکان په توګه ټاکل شوی، او د ارشد معینیت پخوانی رییس ارکان ملا عبدالرحیم احمد د سرحدي پولیسو د نوي عمومي رییس دنده ترلاسه کړې ده.

په بامیان کې خلک د کانونو او طبیعي شتمنیو په استخراج کې د شفافیت غوښتنه کوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۱
په بامیان کې خلک د کانونو او طبیعي شتمنیو په استخراج کې د شفافیت غوښتنه کوي
100%

په بامیان ولایت کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او طبیعي شتمنیو د استخراج له راپورونو سره د سیمې اوسېدونکي د چاپېریالي زیانونو، د شفافیت نشتوالي او د عوایدو د ویش په اړه اندېښنې لري او د لا زیاتې څارنې غوښتنه کوي.

په بامیان ولایت کې هم د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو د استخراج لړۍ روانه ده.

د طالبانو د کانونو وزارت د اسنادو له مخې، د کانونو ټول فعالیتونه له خصوصي شرکتونو سره د قراردادونو پر بنسټ د بېلابېلو ادارو تر څار لاندې کېږي.

دغه کانونه د بامیان په مرکز او د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې موقعیت لري، چې پکې د اوسپنې، سرپو، جست، سکرو او قیمتي ډبرو استخراج شامل دی.

د سیمې اوسېدونکي د چاپېریالي زیانونو او د کانونو د غیر معیاري استخراج په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وایي چې د ځینو کانونو استخراج د ځمکې ښوېدو او د واورې ښویېدنې خطر زیات کړی او ځینې سیمې یې له ګواښ سره مخ کړې دي.

د سیمې خلک همدارنګه ادعا کوي چې ډېری شرکتونه خپل کارکوونکي له نورو ولایتونو راولي او ځايي خلکو ته کاري فرصتونه نه ورکوي.

هغوی له اړوندو ادارو غواړي چې د عوایدو په وېش او د کانونو په څارنه کې شفافیت رامنځته کړي.

د طالبانو د کانونو وزارت په یوه لویه داوطلبۍ کې د یکاولنګ ولسوالۍ د پنځو سرب او جست کانونو د استخراج قراردادونه له افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاني او موسی سلطان شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

د راپور له مخې، د دغو شرکتونو ټولیزه پانګونه شاوخوا یو میلیارد افغانۍ ښودل شوې او دوی به د پنځو کلونو لپاره د دغو کانونو استخراج کوي.

د همدې ولسوالۍ د سیاه دره د اوسپنې کان د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په تایید ملت سټیل او خان وزیري شرکتونو ته سپارل شوی دی.

د جیولوژیکي معلوماتو عمومي ریاست د طالبانو د کانونو وزارت په ۱۴۰۱ کال کې لږ تر لږه اته کانونه د اوسپنې، سرب، جستو، ګچ او قیمتي ډبرو په توګه ثبت کړي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، په بامیان ولایت کې له لسو څخه زیات خصوصي شرکتونه په بېلابېلو کاني سیمو کې د استخراج چارې کوي.

دغه شرکتونه د پرمختللو ماشینونو، درنو وسایطو او تخنیکي تجهیزاتو په کارولو سره د معدني سرچینو استخراج کوي.

د پنجاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی رضا (مستعار نوم) وايي چې د بلخ صداقت شرکت د تراورټین ډبرې د استخراج پر مهال پراخې سیمې پرته له چاپېریالي ارزونې ویجاړې کړې دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د څار راپورونه هم ښيي چې ځینې شرکتونه غیر معیاري استخراج ترسره کوي.

د تراورټین ډبرو کانونه د بامیان د بودا مجسمو ته نږدې په دوامداره توګه استخراجېږي.

د شیبر، سیغان، کهمرد، یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسوالیو کې ګڼ شرکتونه فعال دي، چې پکې افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاني، موسی سلطان، کوه نور، فردای کوهستان، عبدالله صفدري، بلخ صداقت، عزیز بلوڅ، افغان دراني، نظری رحیمي، ملت سټیل او خان وزیري شامل دي.

د معلوماتو له مخې، د کانونو د جیولوژیکي ریاست په ۱۴۰۱ کال کې ۳۲ کانیزې ساحې ثبت کړې دي چې په بېلابېلو ولسوالیو کې خپرې دي.

د طالبانو د کانونو وزارت ځینې کانونه په داسې شرایطو شرکتونو ته سپارلي چې د سیمې خلکو ته مستقیمه ګټه نه رسېږي.

د سرب او جستو د سرګشتک کان د موسی سلطان شرکت ته د دې شرط په بدل کې ورکړل شوی چې ۵۰ کیلومتره سړک په ارزګان ولایت کې جوړ کړي.

د پامي ککرک کان د افغان جرمن شرکت سره د کندهار د بایپاس سړک، بریښنا بند او د اوبو پروژو په بدل کې تړل شوی دی.

د سرسرخک د اوسپنې کان د ګاما ایګل شرکت ته د رېل پټلۍ، روغتون او پوهنتوني پروژو په بدل کې ورکړل شوی دی.

د راپور له مخې، د کانونو تر ۵۰ سلنې پورې عواید طالبانو ته رسېږي.

د طالبانو د بامیان والي ویلي چې له شرکتونو یې غوښتنه کړې چې د سیمې اوسېدونکي په کار وګوماري.

ملاله یوسفزۍ: له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو په حقونو پیل او پای ته ورسېږي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۱
ملاله یوسفزۍ: له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو په حقونو پیل او پای ته ورسېږي
100%

د سولې نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بروکسل ته د طالبانو د پلاوي پر تګ اندېښنه ښودلې او د اروپايي ټولنې دغه اقدام یې خواشینوونکی بللی. یوسفزۍ پر اروپا غږ کړی، چې د بشري حقونو د تر ټولو سختو بحرانونو مسوول رژیم ته مشروعیت ورنه کړي.

ملالې یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس په یوه پیغام کې وویل، چې «اروپايي ټولنې د مهاجرت د یوې هوکړې په اړه د خبرو لپاره د طالبانو چارواکي بروکسل ته بللي دي او زه نن له دې خبر څخه سخته اندېښمنه او ژوره خپه شوې یم».

یوسفزي وايي، دا همغه طالبان دي چې نجونې یې له ثانوي زده‌کړو منع کړې او په زور یې واده ته اړې کړې دي.

هغه په خپل پیغام کې وايي، « دا همغه طالبان دي چې د روانې میاشتې په پیل کې یې په هرات کې لسګونه ښځې یوازې د جامو د اغوستلو له امله نیولې وې. همغه طالبان چې ښځې د دوی د قوانینو پرضد د خبرو او سرغړونو له امله وهي، بندیانوي او حتا اعداموي».

یوسفزۍ طالبان تورن کړل، چې د سیستماتیک جنسیتي اپارتاید له لارې یې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه په بشپړ ډول ایستلې دي.

نوموړې پر اروپا غږ کړی، چې داسې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي چې د بشري حقونو د تر ټولو سختو بحرانونو مسوول دی.

هغې دغه راز له طالبانو سره هر ډول تعامل د افغان ښځو او نجونو له حقونو سره مشروط کړی دی.

اوکراین د روسیې د توغندیو د برېښنايي پرزو فابریکه په نښه کړې

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
اوکراین د روسیې د توغندیو د برېښنايي پرزو فابریکه په نښه کړې
100%

د اوکراین پوځ ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې د روسیې په ورونژ سیمه کې هغه فابریکه په نښه کړې چې د توغندیو لپاره برېښنايي پرزې تولیدوي. د اوکراین د عمومي قوماندانۍ په وینا، په دغه برید کې کروز توغندي کارول شوي دي.

اوکراین یاد هدف د روسیې د دفاعي تولید یوه "حیاتي برخه" بللې ده.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه فابریکه د روسیې د توغندیو، په ځانګړي ډول د اسکندر تاکتیکي توغندیو لپاره پرزې او الکترونیکي وسایل جوړوي.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې د پېښې له ځایه اخیستل شوې ویډیو، چې د کارپوهانو له خوا تایید شوې، ښيي چې له فابریکې څخه تور لوګی پورته کېږي.

د ورونژ والي الکساندر ګوسېف ویلي چې د برید په پایله کې د تولید ځینې برخې زیانمنې شوې او درې کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې هوايي دفاع د ورونژ په سیمه کې څو چټک هدفونه له منځه وړي دي.

ورونژ ښار د اوکراین له پولې څخه نږدې ۲۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د اوکراین د ډرون ځواکونو قوماندان رابرټ بروودي ویلي چې په دې عملیاتو کې د دوی واحدونو هم برخه اخیستې ده.

اوکرایني پوځ د کارول شویو توغندیو ډول نه دی مشخص کړی، خو د راپورونو له مخې بریتانیا او فرانسې اوکراین ته د "سټورم شډو" په نوم کروز توغندي ورکړي دي.