• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: د هُرمز تنګي وضعیت ښه دی او د تېلو جریان تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هرمز تنګي وضعیت «ډېر ښه» دی او د تېلو انتقال تر اوسه له بې‌ساري کچې لوړ شوی دی.

دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي ژبې اکاونټ له لارې خپرې شوې دي، چې پکې د ولسمشر له قوله ویل شوي: «موږ اوس د تېلو تر ټولو لوړ جریان لرو، تر هغه زیات چې مخکې هېڅکله د دې تنګي له لارې نه و تېر شوی.»

نوموړي زیاته کړې چې د هرمز تنګي د پرانیستې وضعیت له امله د انرژۍ د لېږد بهیر عادي او باثباته دی.

په همدې بیان کې د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې «یو هېواد به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي»، خو په څرګند ډول یې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه پیغام له مخې، واشنګټن د انرژۍ د جریان د ثبات او د سیمې د امنیتي وضعیت د کنټرول په اړه مثبت دریځ لري.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

د ۳،۷ میلیارده ډالرو د درغلۍ په تور مطلوب کس امریکا ته ولېږدول شو

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
 د ۳،۷ میلیارده ډالرو د درغلۍ په تور مطلوب کس امریکا ته ولېږدول شو
100%

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف‌بي‌اې) مشر کاش پټېل ویلي، چې ابراهیم خلدون حلمي، چې د امریکا د روغتیايي بیمې د «میډيکېر» پروګرام په تاریخ کې تر ټولو لویو درغلیو باندې تورن دی، له نیول کېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوی او له عدلي تعقیب سره به مخ شي.

کاش پټېل په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې ابراهیم خلدون حلمي د میډيکېر پروګرام د شاوخوا ۳،۷ میلیارده ډالرو په درغلۍ تورن دی. د هغه په وینا، نوموړی د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې تښتېدلی و، خو په پای کې ونیول شو.

پټېل ویلي: «ابراهیم خلدون حلمي د میډيکېر په تاریخ کې له تر ټولو لویو درغلیو څخه په یوې قضیه کې تورن دی. هغه د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې تښتېدلی و، خو موږ ونیو.»

د ایف‌بي‌اې مشر زیاته کړې چې نوموړی د فدرالي تحقیقاتو ادارې د میامي دفتر، د امریکا د عدلیې وزارت او په ترکیه کې د شریکو ادارو د همکارۍ په پایله کې بهر نیول شوی او د توقیف د سپارلو له بهیر وروسته بېرته امریکا ته لېږدول شوی دی.

هغه دا قضیه د درغلیو پر ضد د ایف‌بي‌ای د مبارزې یوه بله مهمه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې د سپینې ماڼۍ د کاري ډلې په همکارۍ، چې مشري یې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس کوي، د مالیاتي جرمونو پر ضد مبارزه روانه ده.

پټېل ټینګار کړی چې «هر هغه څوک چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې غلا کوي، که هر چېرې پټ وي، وبه نیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.»

نوموړي د امریکا د سفیر ټام بارک له همکاریو هم مننه کړې او ویلي یې دي چې د هغه له هڅو پرته به د دې قضیې بشپړول ممکن نه وو.

محمد باقر قالیباف: د سویس په خبرو کې د بندیزونو او شتمنیو اړوند موارد حل شوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱
محمد باقر قالیباف: د سویس په خبرو کې د بندیزونو او شتمنیو اړوند موارد حل شوي
100%

د ایران د اسلامي شورا د مجلس مشر محمدباقر قالیباف ویلي، چې په سویس کې د ترسره شویو خبرو پر مهال د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو او د تېلو د بندیزونو د لرې کولو اړوند ځینې موارد وروستي شوي دي.

قالیباف د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي، چې د کنګل شویو پیسو د خوشې کولو په اړه د هوکړه لیک د ۱۱مې مادې له مخې باید دوه د ۶ میلیارده ډالرو اندازه پیسې خوشې شوې وای. د هغه په وینا، د دې موضوع لومړني اقدامات مخکې په قطر کې ترسره شوي وو، خو وروستی لاسلیک یې باید په سویس کې شوی وای چې ترسره شو.

نوموړي زیاته کړې چې د هوکړه‌لیک د ۱۰مې مادې له مخې د خامو تېلو، پتروشیمي محصولاتو، بانکي چارو، بیمې او ترانسپورټ اړوند موضوعات هم مطرح شوي دي.

قالیباف ویلي، ځکه چې لا هم وروستی توافق نه دی شوی، نو بندیزونه په بشپړه توګه پای ته نه دي رسېدلي، خو د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، تر وروستي توافق پورې د ایران پر تېلو لګېدلي بندیزونه لرې شوي دي.

باقر قالیباف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک د جزییاتو، اقتصادي امتیازاتو او د بندیزونو د راتلونکي په اړه بحثونه دوام لري.

د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه اعدام کړي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱
د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه اعدام کړي
100%

د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو راپور ورکړی، چې د ایراني چارواکو د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه د یزد په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د بادغیس اوسېدونکی ۲۷ کلن نور جلال مجاهد د چهارشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې، د غبرګولي په ۲۷مه، د یزد په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

هه‌نګاو ویلي، مجاهد شاوخوا دوه کاله وړاندې د «نشه‌يي توکو» اړوند قضیې کې نیول شوی و او وروسته د اعدام سزا ورته ورکړل شوې وه.

د راپور له مخې، له نوموړي سره یوځای د اردکان اوسېدونکی ۲۸ کلن رضا نظیف چې هغه هم د نشه‌يي توکو په تړاو په اعدام محکوم شوی و، او ۵۰ کلن اسفندیار صدري چې د «عمدي وژنې» په تور محکوم شوی و، هم اعدام شوي دي.

دغه سازمان ویلي، د اسفندیار صدري د اعدام حکم له شپږ کلن بند وروسته د قضايي بهیر له بشپړېدو سره عملي شوی دی.

هه‌نګاو ټینګار کړی چې د دغو درېیو بندیانو اعدامونه تر اوسه د ایران دولتي رسنیو او یا د دغه هېواد اړوندو رسمي ادارو نه دي اعلان کړي او په «خاموشۍ» کې ترسره شوي دي.

ایران په تېرو کلونو کې د اعدامونو د پراخ پلي کېدو، په ځانګړې توګه د نشه‌يي توکو اړوند قضیو کې، د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. هه‌نګاو له هغو سازمانونو څخه دی چې په ایران کې د اعدامونو موارد ثبت او خپروي.

اردوغان د ایران ولسمشر ته؛ په مذاکراتو کې د خنډ رامنځته‌کوونکو پر وړاندې باید هوښیار واوسو

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
اردوغان د ایران ولسمشر ته؛ په مذاکراتو کې د خنډ رامنځته‌کوونکو پر وړاندې باید هوښیار واوسو
100%

د ترکیې ولسمشر طیب رجب اردوغان له مسعود پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، انقره د ایران او امریکا ترمنځ له وروستۍ هوکړې هرکلی کوي او چمتو ده چې د دغه بهیر د سوله‌ییز بشپړېدو لپاره لازم ملاتړ برابر کړي. هغه ویلي په مذاکراتو کې د خنډ رامنځته‌کوونکو پر وړاندې باید هوښیار واوسو.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اردوغان له پزشکیان سره په خبرو کې ټینګار کړی چې «هغو کسانو ته باید متوجه واوسو چې هڅه کوي د مذاکراتو په بهیر کې خنډونه او سبوتاژ رامنځته کړي.»

د خبرپاڼې له مخې، د ترکیې ولسمشر ویلي چې د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره نوي ګامونه اخیستل هم اړین او مهم دي.

اردوغان زیاته کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم د عملي کېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو هره هڅه کولی شي د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستي تفاهم‌لیک په اړه د سیمې او نړۍ په کچه بېلابېل غبرګونونه روان دي او یو شمېر هېوادونه د دغه بهیر د بریالي دوام ملاتړ کوي.

سویس د امریکا، ایران، پاکستان او قطر ترمنځ ډیپلوماټیک پرمختګ ستایلی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱
سویس د امریکا، ایران، پاکستان او قطر ترمنځ ډیپلوماټیک پرمختګ ستایلی
100%

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا، ایران، پاکستان او قطر ترمنځ د برګن‌سټاک په غونډه کې د ترسره شویو رغنده ډیپلوماټیکو خبرو د پرمختګ هرکلی کوي او دا یې د سیمه‌ییزو خبرو اترو لپاره مثبت ګام بللی دی.

دغه وزارت په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي چې سویس د یادو هېوادونو ترمنځ د ژورو او پرله‌پسې ډیپلوماټیکو تماسونو په ترڅ کې ترلاسه شوی «جوړونکی پرمختګ» ستایي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هوکړه لیک پر بنسټ د یوې عالي‌کچې کمېټې جوړېدل او د ۶۰ ورځو په موده کې د نهایی توافق پر لور د یوې نقشې هوکړه د راتلونکي پړاو لپاره مهم چوکاټ برابروي، چې له مخې یې سمدستي تخنیکي خبرې هم پيلېدای شي.

سویس ویلي چې دا هېواد د خپل بې‌طرفه دریځ او د ډیپلوماټیکو خدماتو له لارې چمتو دی چې د خبرو اترو، کړکېچ کمولو، سیمه‌ییز ثبات او سولې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت دا پرمختګ په داسې حال کې مهم بولي چې په نړیواله کچه د منځني ختیځ او جنوبي اسیا د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.