په خوست کې د زرغون ګارنټ ډبرو کان د کېندنې چارې پیل شوې

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په حصارک سیمه کې د زرغون ګارنټ ډبرو کان د کېندنې چارې پیل شوې. په خوست کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي صادق جان حمزه وایي، چې دغه کان د نوي طرزالعمل له مخې د دوو کلونو لپاره د سیمې خلکو ته سپارل شوی.
