جرمني وايي د طالبانو د څلورو نویو ډیپلوماټانو په تړاو په کابل کې پلټنې کوي

د جرمني بیلډ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو له استازو سره د خبرو په پایله کې ددې ډلې څلور تنه ډيپلوماټان منل شوي، چې ددوو پخوانیو په ګډون ټول شپږ تنه کیږي. برلین ویلي، چې د اسنادو له صادرولو وړاندې به ددغو کسانو په اړه پلټنې وشي.
