• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو جبري اېستنه؛ بېنېټ وایي افغان کډوال د شکنجې له ګواښ سره مخ هېواد ته مه استوئ

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ ویلي، چې افغانستان لاهم د شکنجې او ځورونې له ګواښ سره مخ هېواد دی. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه ګواښ د له‌منځه وړلو په برخه کې د طالب مشرانو له‌خوا هیڅ ډاډ نه‌شته.

بېنېټ له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې افغان کډوال بېرته له ګواښ سره مخ نه‌کړي. نوموړي‌ د شکنجې ضد د ملګرو ملتونو د کمېټې څلورم عمومي نظر له مخې ویلي: «کمېټه باور لري، د هغه هېواد له لوري ورکړل شوي ډیپلوماټیک تضمینونه چې یو کس له هېواده اېستل کېږي، باید د نه ستنولو د اصل د کمزوري کولو لپاره د یوې تشې په توګه ونه کارول شي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې د دغه باور لپاره پیاوړي دلایل شته چې نوموړی به په هغه هېواد کې د شکنجې له ګواښ سره مخ شي».

بېنېټ ټینګار کړی، چې باید د هر کډوال د وضعیت جلا ارزونه وشي. هغه زیاته کړې: «که داسې نښې او شواهد وي، چې یو کس به په خپل هېواد کې له شکنجې، ځورونې یا ناوړه چلند سره مخ شي؛ نو بل هېواد نه‌شي کولی یوازې د هغه هېواد پر تضمینونو باور وکړي او نوموړی بېرته واستوي. د هر کس وضعیت باید په جلا توګه وڅېړل شي او وارزول شي چې ایا له ګواښ سره مخ دی که نه».

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن د طالبانو يو پلاوی په بروکسل کې له اروپا نه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې د تمدن ټلوېزیون خپرونې وځنډولې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۴ GMT+۱
طالبانو په  کابل کې د تمدن ټلوېزیون خپرونې وځنډولې
100%

په افغانستان کې تمدن ټلوېزیون د رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن سې‌شنبې (د چنګاښ ۲مه) د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ټلوېزیون دفتر محاصره کړی. یادې شبکې ویلي، د طالب ځواکونو له‌خوا تر دغه اقدام وروسته د یاد ټلوېزیون خپرونې ځنډول شوې دي.

یاد ټلوېزیون وړاندې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي و، چې «د تاسوعا او عاشورا ورځو سره هم‌مهاله د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري د ټلوېزیون پر دفتر تر عملیاتو وروسته د یادې رسنۍ د نشراتو د بندېدو احتمال شته».

تمدن ټلوېزیون له خلکو غوښتي، چې دغه موضوع په دقت او حساسیت وڅاري او د راتلونکو تحولاتو په اړه هوښیار اوسي. د تمدن ټلوېزیون مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې یاده ستونزه لاهم دوام لري؛ خو په دې اړه یې د نورو جزییاتو له شریکولو ډډه کړې ده.

لاتراوسه طالبانو د یادې پېښې او د تمدن ټلوېزیون د نشراتو پرې کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د محرم میاشتې له پیل راهیسې د عاشورا مراسمو د ښه تنظیم او د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا خبر ورکړی و.

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۱
جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل
100%

په زابل کې د طالبانو پخواني مرستیال والي جمعه‌خان فاتح هغه راپورونه رد کړي، چې له مخې یې ویل کېږي نوموړي د طالبانو د مشر له امر څخه سرغړونه کړې ده. د هغه په وینا؛ د طالبانو د رهبرۍ ټولو پرېکړو ته ژمن دی او له هغوی سره بشپړه همغږي لري.

هغه دغه راپورونه د ځینو رسنیو له‌خوا منفي تبلیغات بللي او ویلي یې دي، چې دغه ادعاوې بې‌بنسټه دي. تر دې وړاندې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په بدخشان کې د طالبانو ترمنځ اختلافات لا پسې زیات شوي او د دغې ډلې د خپلمنځي نښتې احتمال ډېر شوی. سرچینې ویلي و، چې د طالبانو مشر د زابل لپاره د یاې ډلې د والي مرستیال او ناراضه قوماندان جمعه فاتح «باغي» بللی او د هغه د ځپلو امر یې کړی دی.

د دغه سر چینو په وینا؛ جمعه خان فاتح نه یوازې د کندهار له لارښوونو سرغړونه کړې ده، بلکې تر خپل امر لاندې ځواکونو او درنو وسلو باندې په تکیه کولو سره یې، مرکزي حاکمیت په ولسي پاڅون ګواښلی دی.
له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ ویلي و، د یادې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د حکم له مخې د زابل ولایت مرستیال جمعه‌خان فاتح له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې ملا فیض‌الله تمیم ټاکل شوی دی.

مجاهد په خپل بیان کې د جمعه‌خان فاتح نوم نه و اخیستی؛ خو نوموړي تر دې وړاندې د زابل د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کوله.

تېره میاشت؛ طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۵ کوډګر نیولي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۵ GMT+۱
تېره میاشت؛ طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۵ کوډګر نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې په تېرې غبرګولي میاشت کې یې په یوشمېر ولایتونو کې ۴۵ کوډګر نیولي دي. راپور زیاتوي، چې په همدغه میاشت کې یې د مېرمنو ۴۵۰ حقوقي قضیې هم حل کړې دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د سې‌شنبې په ورځ په یوې خبربانه کې ویلي، چې دغه کوډګر یې د خلکو د پرله پسې شکایتونو له امله نیولي دي. د طالبانو په خبره؛ نیول شویو کوډګرو به د خلکو څخه د تېر اېستلو په یو او بل نوم پیسې اخیستلې او د کورنیو ترمنځ د ستونزو لامل وو.

په راپور کې راغلي، تېره میاشت یې د ښځو ۴۵۰ حقوقي قضیې هم حل کړې چې له دې ډلې په‌کې «۷۱ د میراث، ۴۰ د ولور، ۲۱۶ د کورني تاوتریخوالي، ۴۵ د اجباري‌نکاح، ۲۹ د نفقې د ورکړې، ۲۷ مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرول او ۲۲ د طلاق» قضیې شاملې وې.

طالبانو دا هم ویلي، چې په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصب د مخنيوي لپاره یې په ټول هېواد کې ۵۵ لويې دوښمنۍ او ۲۴۳ وړې شخړې حل کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ټولنیزو او فردي ازادیو د محدودولو په برخه کې له کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ دی.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او یوشمېر هېوادونو اندېښنه ښودلې، چې د دغه وزارت له لوري پر ښځو، رسنیو، زده‌کړو او عامه ژوند لګېدلي محدودیتونه د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو خلاف دي. طالبانو تل ټینګار کړی، چې د دوی تګلارې د اسلامي شریعت او افغاني ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي.

په تېرو دوو میاشتو کې له هرات نه تر ۳زره ټنه زیاته وچه مېوه بهر ته صادره شوې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۱
په تېرو دوو میاشتو کې له هرات نه تر ۳زره ټنه زیاته وچه مېوه بهر ته صادره شوې
100%

په هرات کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۳زره او ۱۴۰ټنه وچه مېوه د تورغونډۍ او اسلام‌‌کلا بندرونو له لارې اروپایي او اسیایي هېوادونو ته صادره شوې ده.

د یادې خونې اجرایوي رییس محمدیوسف امین وایي، چې د دغه صادراتو ټولیز ارزښت شاوخوا ۷ مېلیونه او ۱۱۶زره امریکایي ډالر دی. د هغه په وینا؛ دغه وچه مېوه د ایران، اردن او منځنۍ اسیا هېوادونو ترڅنګ جرمني او نورو اروپایي هېوادونو ته لېږل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کرنې وزارت او د خصوصي سکټور د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د وچې مېوې لپاره نړۍواله تقاضا زیاته شوې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې مشر عبدالقاسم امرخېل ویلي و، چې د افغانستان وچه مېوه شاوخوا ۳۰ هېوادونو ته صادرېږي. د هغه په وینا؛ په نړۍوال بازار کې د وچې مېوې غوښتنه مخ په زیاتېدو ده او د افغانستان مېوه د خپل طبیعي کیفیت له امله ځانګړی ځای لري.

د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر: د ځیرکو موبایلونو بندیز شرعي اړخ نه‌لري

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۳۶ GMT+۱
د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر: د ځیرکو موبایلونو بندیز شرعي اړخ نه‌لري
100%

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي ویلي، چې د ځیرکو موبایلونو کارولو بندیز په اړه د طالبانو امر په اسلامي قانون یا حنفي فقه کې هیڅ اساس نه‌لري. هغه زیاته کړه، چې ځیرک موبایلونه هم د کتاب، قلم او نورو ارتباطي وسایلو په څېر دي.

هغه پر فېسبوک پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې طالبان په خپل وروستي اقدام کې هڅه کوي د ځیرکو موبایلونو کارول محدود او په پای کې منع کړي او غواړي دغه تګلاره د دین او شریعت په نوم توجیه کړي.

معنوي د اسلامي فقې د «اباحت» اصل ته په اشارې ویلي: «په دنیوي شیانو او وسایلو کې اصل جواز دی، تر هغه چې د منع کولو لپاره څرګند شرعي دلیل نه وي». هغه زیاته کړه، چې ځیرک موبایلونه هم د کتاب، قلم او نورو ارتباطي وسایلو په څېر دي: «ځیرک موبایلونه په خپل ذات کې نه حلال دي او نه حرام؛ حکم یې د کارولو په ډول پورې تړاو لري».

د عدلیې پخواني وزیر ټینګار وکړ، چې د څو کسانو د احتمالي ناوړه استفادې له امله د ټولنې ټول خلک له یوه روا وسیلې څخه محرومول د اسلامي فقې له اصولو سره سمون نه‌لري.

د هغه په وینا؛ نن سبا ځیرک موبایلونه په زده‌کړو، سوداګرۍ، کار، معلوماتو ته د لاسرسي، اړیکو او عامه خدمتونو ترلاسه کولو کې مهم رول لري او د هغوی بندیز به پراخې ټولنیزې، ښوونیزې او اقتصادي ستونزې رامنځته کړي.

معنوي استدلال وکړ، چې د یوې وسیلې منع کول، د دې پر ځای چې د کاروونکو چلند اصلاح کړي؛ د لږ شمېر کسانو د کړنو له امله اکثریت خلکو ته سزا ورکول دي. هغه وویل لکه څنګه چې د ځینو کسانو د ناوړه استفادې له امله کتاب او قلم نه منع کېږي، همداسې ځیرک موبایلونه هم باید منع نه‌شي.

د ځیرک موبایلونو محدودول یا منع کول نه د حنفي فقې له اصولو سرچینه اخلي او نه د اسلامي شریعت له موخو سره سمون لري؛ بلکې دا یو سیاسي او امنیتي چلند منعکسوي، چې د دین تر نوم لاندې پر ټولنې تپل کېږي.

طالبانو په دې وروستیو کې د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده په امر په دولتي ادارو او ځینو نورو ځایونو لکه پوهنتونونو کې د ځیرکو موبایلونو کارول منع اعلان کړل. هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښيي، چې هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو د غړو او حکومتي کارکوونکو لپاره د ځیرکو موبایلونو د کارولو بندیز په اړه نوی شفاهي حکم صادر کړی دی.

په دغه سند کې د امر سرغړوونکي «مجرمان» بلل شوي او ویل شوي، چې ښايي پوځي محکمې ته معرفي شي. د افغان خبریالانو مرکز په وینا؛ هبت‌الله اخوندزاده په کندهار کې له یوشمېر والیانو سره په لیدنه کې دولتي کارکوونکو ته د ځیرکو موبایلونو د نه کارولو امر کړی و او دغه لارښوونه تراوسه د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، بلخ، کندوز، بغلان، بادغیس، بدخشان، هرات، هلمند او غزني ولایتونو ته هم رسېدلې ده.

دغه مرکز د طالبانو یاده پرېکړه غندلې او ویلي یې دي: «د دولتي ادارو د کارکوونکو لپاره د ځیرکو موبایلونو د کارولو منع کول د بیان ازادۍ د لا زیات کنټرول او محدودولو په لور یو بل ګام دی».