• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اېټالیا لاریون؛ لاریون کوونکو د طالبانو ځپونکو سیاستونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۱

لسګونه افغان کډوالو، د بشري حقونو فعالانو، زده‌کړیالانو، اېټالوي وګړو، د بشري حقونو سازمانونو له استازو سره یوځای د اېټالیا په پلازمېنې روم ښار کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریون وکړ. لاریون کوونکو د طالبانو ځپونکو سیاستونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو دارنګه له افغان ښځو او نجونو سره پیوستون څرګند کړ. دوی د طالبانو د ځپونکو سیایتونو پرضد اعتراض وکړ او د نړۍوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ یې د اړیکو عادي کولو لپاره د هر ډول هڅو پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکو «د زده‌کړې، کار او ازادۍ» شعارونه ورکړل او د هنري او سمبولیکو نندارو له لارې یې د افغانستان اوسنی وضعیت انځور کړ. دغه ننداره په ځانګړې توګه له زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو د ښځو پر محرومیت متمرکزه وه.
لاریون کوونکو دارنګه پر اروپایي هېوادونو غږ وکړ، چې د دغه محدودیتونو عادي کېدو مخه ونیسي. لاریون کوونکي وایي: «د افغان مېرمنو حقونو ته نه پاملرنه او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه اوسني کړکېچن وضعیت ته د نړۍوالو بې‌غوري ښیي».
لاریون کوونکو په افغانستان کې د اوسنیو شرایطو د عادي کېدو او د ځینو هېوادونو له‌خوا د طالبانو د حکومت د بلنې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په نړۍوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو یې غږ کړی، چې د هغو ازادیو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملي او اغېزمن اقدامات وکړي چې له افغان مېرمنو او نجونو تر وړل شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري