په کابل کې د قطر په کوربه توب د یوناما او طالبانو ترمنځ ناسته شوې

په کابل کې د قطر سفارت ویلي چې د «افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو» په اړه یې یوه غونډه د یوناما او طالبانو د استازو په ګډون جوړه کړې ده.

په کابل کې د قطر سفارت ویلي چې د «افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو» په اړه یې یوه غونډه د یوناما او طالبانو د استازو په ګډون جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د اعلامیې له مخې، دا غونډه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د راتلونکو اړیکو او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېده.
د قطر سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د یوناما سرپرستې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازولۍ سیاسي مرستیالې جورجټ ګانیون او د یوناما د سیاسي چارو د برخې مشر سکاټ سمېت ګډون کړی و.
د طالبانو په استازولۍ په دې ناسته کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ریس عبدالحی قانت ګډون کړی.
یوناما تر اوسه د دې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د جرمني بیلډ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو له استازو سره د خبرو په پایله کې ددې ډلې څلور تنه ډيپلوماټان منل شوي، چې ددوو پخوانیو په ګډون ټول شپږ تنه کیږي. برلین ویلي، چې د اسنادو له صادرولو وړاندې به ددغو کسانو په اړه پلټنې وشي.
د طالبانو او جرمني د کورنیو چارو وزارت د استازو ترمنځ د استانبول په ناسته کې هوکړه شوې، چې برلین د طالبانو څلور نوي ډیپلوماټان ومني او په دې توګه به په دغه هېواد کې د طالبانو د استازو شمېر شپږو ته ورسیږي.
جرمني له طالبانو سره تخنیکي اړیکې او دغه هوکړې د افغان پناه غوښتونکو د اخراح په بهیر کې د طالبانو د همکارۍ په بدل کې کوي.
د جرمني اېن ډي ار تېره ورځ خبر ورکړی و، چې ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د استازو او د طالبانو د استازو ترمنځ د ترکیې د استانبول ښار په یوه هوټل کې د پټو خبرو پر مهال پر نویو ډیپلوماټانو هوکړه شوې ده.
طالبانو د پناه غوښتونکو د اخراج په بهیر کې د مرستې لپاره د خپلو ډېرو ډیپلوماټانو د منلو غوښتنه کړې وه.
مخکې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې جرمني د طالبانو شپږ ډیپلوماتان منلي، خو بیلډ خبر ورکړی، چې دغه ډیپلوماتان څلور تنه دي او دوه هغه پخواني دي، چې د ۲۰۲۵ کال له نیمايي راهیسې په بن او برلین کې په افغان کونسلګرۍ او سفارت کې په کار بوخت دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې برلین به د اسنادو له صادرولو وړاندې د کابل له خوا وړاندیز شوي استازي په افغانستان کې په دقیق ډول وڅېړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند قهار بلخي په مشرۍ ددې ډلې یو پنځه کسیز پلاوی له اروپايي استازو سره د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په تړاو د خبرو اترو لپاره د بروکسل په سفر بوخت دی.
د اروپا کمیسیون وايي، چې له طالبانو سره په بروکسل کې په تخنیکي کچه خبرې کیږي او له دې وړاندې په جنوري میاشت کې یوه ناسته په کابل کې ورسره شوې ده. د کمیسیون ویاند مارکس لامېرټ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې « دغه تخنیکي اړیکې د غړو هېوادونو د یوه ابتکار په ځواب کې دي».
د یاد کمیسیون ویاند مارکس لامېرټ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له طالبانو سره په بروکسل کې ناسته په تخنیکي کچه کیږي.
نوموړي وویل، چې دا باید او یا به د هغې لومړۍ غونډې تعقیبي ناسته وي چې د روان کال په جنورۍ کې په افغانستان کې شوې وه.
هغه زیاته کړه، « اوس دا تخنیکي اړیکې د غړو هېوادونو د یوه ابتکار په ځواب کې دي».
د تېر کال په اکتوبر کې۲۰ غړو هېوادونو او د شینګن تړون اړوندو هېوادونو په یوه لیک کې له کمېسیون څخه غوښتنه کړې وه چې د اخراج په تړاو داسې تخنیکي اړیکې همغږې کړي.
د اروپايي کمیسیون په وینا، د غړو هېوادونو تمرکز ډېری پر هغو کسانو دی چې جدي جرمونه یې کړي وي یا امنیتي ګواښ وي.
د کمیسیون ویاند په ځپلو خبرو کې وویل، « نو دا یو ابتکار دی چې اوس یې اروپایي کمېسیون تعقیبوي.موږ له غړو هېوادونو سره یو جامع او همغږې تګلاره لرو، خو باید تل په یاد ولرو چې د اخراج عملي پلي کول د غړو هېوادونو صلاحیت دی».
نوموړي زیاته کړه، چې دا د غړو هېوادونو ملي ادارې دي چې د هرې انفرادي قضیې په اړه پرېکړه کوي او یوازې هغه کسان چې د بشپړې پروسې له تېرېدو وروسته، لکه د پناه غوښتنه یې کړې وي اوغوښتنه یې د معقولو دلایلو له مخې رد شوې وي، باید بېرته واستول شي.
د اروپايي کمیسیون دا څرګندونې داسې مهال دي، چې بروکسل د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته یو ورځنۍ ویزې صادرې کړې دي او اټکل کیږي، چې نن به شاوخوا درې ساعتونه د اروپايي ټولنې له استازو سره وغږیږي.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان د ایران لهخوا د درېیو افغانانو او دارنګه په ۲۰۲۵کال کې د ۸۵ افغان کډوالو د اعدام راپورونه غندلي او ویلي یې دي، دغه چاره له هغو نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې ده چې د ژوند او عادلانه محاکمې حق تضمینوي.
یاد سازمان په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه کسانو د محاکمو پرمهال د عادلانه قضايي بهیر، قانوني استازیتوب، د ژباړونکو حضور او د استیناف حق په اړه جدي اندېښنې شته. د دغه سازمان مشر اشرف حیدري هم ویلي، افغان سیاسي، مذهبي، مدني او د کډوالۍ مشران باید په ګډه په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامونو لړۍ درولو غوښتنه وکړي.
د هغه په وینا؛ د اسلامي همکاریو سازمان باید له ایراني چارواکو سره مستقیمې خبرې وکړي، څو د اعدام له ګواښ سره مخ افغانانو ته د بښنې زمینه برابره شي او د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره د هغوی د خوندي، په خپله خوښه او باعزته لېږد په برخه کې همکاري وشي.
یاد سازمان دارنګه د کډوالو او بشري حقونو په برخه کې له نړۍوالو سازمانونو، د اسلامي همکاریو له سازمان او د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي، چې پر ایراني چارواکو فشار راوړي؛ څو د اعدامونه روانه لړۍ ودروي، د افغان کډوالو د اعدام ټولې دوسیې له سره وڅېړي او هغوی ته د قانوني دفاع او عادلانه محاکمې زمینه برابره کړي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو لهخوا د راټولو شویو شمېرو له مخې، ایران یوازې په تېرو پنځو ورځو کې پنځه افغانان اعدام کړي دي. د دغه اعدام شویو کسانو له ډلې، درې افغانان یوازې پرون په یوه ورځ د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.
بلخوا د «هەنگاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې لږترلږه ۱۲ افغان بندیان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي. دغه سازمان تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې ۸۵ افغانان اعدام کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ ویلي، چې افغانستان لاهم د شکنجې او ځورونې له ګواښ سره مخ هېواد دی. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه ګواښ د لهمنځه وړلو په برخه کې د طالب مشرانو لهخوا هیڅ ډاډ نهشته.
بېنېټ له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې افغان کډوال بېرته له ګواښ سره مخ نهکړي. نوموړي د شکنجې ضد د ملګرو ملتونو د کمېټې څلورم عمومي نظر له مخې ویلي: «کمېټه باور لري، د هغه هېواد له لوري ورکړل شوي ډیپلوماټیک تضمینونه چې یو کس له هېواده اېستل کېږي، باید د نه ستنولو د اصل د کمزوري کولو لپاره د یوې تشې په توګه ونه کارول شي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې د دغه باور لپاره پیاوړي دلایل شته چې نوموړی به په هغه هېواد کې د شکنجې له ګواښ سره مخ شي».
بېنېټ ټینګار کړی، چې باید د هر کډوال د وضعیت جلا ارزونه وشي. هغه زیاته کړې: «که داسې نښې او شواهد وي، چې یو کس به په خپل هېواد کې له شکنجې، ځورونې یا ناوړه چلند سره مخ شي؛ نو بل هېواد نهشي کولی یوازې د هغه هېواد پر تضمینونو باور وکړي او نوموړی بېرته واستوي. د هر کس وضعیت باید په جلا توګه وڅېړل شي او وارزول شي چې ایا له ګواښ سره مخ دی که نه».
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن د طالبانو يو پلاوی په بروکسل کې له اروپا نه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي.
په افغانستان کې تمدن ټلوېزیون د رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن سېشنبې (د چنګاښ ۲مه) د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ټلوېزیون دفتر محاصره کړی. یادې شبکې ویلي، د طالب ځواکونو لهخوا تر دغه اقدام وروسته د یاد ټلوېزیون خپرونې ځنډول شوې دي.
یاد ټلوېزیون وړاندې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي و، چې «د تاسوعا او عاشورا ورځو سره هممهاله د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري د ټلوېزیون پر دفتر تر عملیاتو وروسته د یادې رسنۍ د نشراتو د بندېدو احتمال شته».
تمدن ټلوېزیون له خلکو غوښتي، چې دغه موضوع په دقت او حساسیت وڅاري او د راتلونکو تحولاتو په اړه هوښیار اوسي. د تمدن ټلوېزیون مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې یاده ستونزه لاهم دوام لري؛ خو په دې اړه یې د نورو جزییاتو له شریکولو ډډه کړې ده.
لاتراوسه طالبانو د یادې پېښې او د تمدن ټلوېزیون د نشراتو پرې کېدو په اړه څه نهدي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د محرم میاشتې له پیل راهیسې د عاشورا مراسمو د ښه تنظیم او د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا خبر ورکړی و.