د امریکا بهرنیو چارو وزیر: تر توغندیزو بریدونو لاندې اوربند او سوله ناشونې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تر هغه چې د ایران له ملاتړ برخمنې نیابتي ډلې په سیمه کې توغندیز بریدونه کوي، د شخړو او دښمنیو پای ته رسېدل ناشوني دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تر هغه چې د ایران له ملاتړ برخمنې نیابتي ډلې په سیمه کې توغندیز بریدونه کوي، د شخړو او دښمنیو پای ته رسېدل ناشوني دي.
روبیو ابوظبۍ ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې په لبنان کې د اوربند اړوند خبرې اترې به له ایران سره د هر ډول احتمالي هوکړې څخه جلا پر مخ وړل کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې لبنان یو خپلواک هېواد دی او خپل حکومت لري، له همدې امله متحده ایالات به د لبنان د کورنیو چارو او روان وضعیت په اړه په مستقیم ډول له لبناني حکومت سره خبرې او تعامل کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، روبیو ویلي: «دا بهیر جلا دی، ځکه لبنان یو خپلواک هېواد دی او حکومت لري. موږ به د لبنان او د دغه هېواد د روان وضعیت په اړه مستقیماً له حکومت سره خبرې کوو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز د نړیوالو سمندري لارو د ازاد تګ راتګ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد حق نه لري د نړیوالو اوبو پر مهمو لارو محصول یا فیس ولګوي.
هغه زیاته کړې: «هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کېږي چې د یوې نړیوالې سمندري لارې په بدل کې فیس یا لګښت واخلي، ځکه دا د نړیوالو نافذه قوانینو او اصولو برخه ده.»
د روبیو څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعیت، د لبنان د اوربند او د ایران له ملاتړ برخمنو ډلو د فعالیتونو په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري.