• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنټاګون د ایران د جګړې لګښتونو پوره کولو لپاره ۸۰ مېلیارد ډالره اضافي بودجې ته اړتیا لري

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱

فاکس خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، د امریکا د جګړې مرستیال وزیر سټیفن فینبرګ کانګرس ته ویلي چې د ایران د جګړې لګښتونو پوره کولو لپاره شاوخوا ۸۰ مېلیارد ډالره اضافي بودجې ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي، دغه شمېره د هغه ۲۹ مېلیارد ډالرو شمېرې څخه د پام وړ لوړوالی ښیي چې د پنټاګون چارواکو په ګډون د جګړې وزیر پېټ هېګسټ په دې وروستیو کې په کانګرس کې وړاندې کړې وه.
سرچینو فاکس ته دا هم ویلي، تمه کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به (د جولای په ۲مه) نېټه د پنټاګون له لویو قراردادیانو سره وګوري؛ ترڅو دوی وهڅوي چې د توغندیو سیسټمونو تولید ګړندی او د امریکا د وسلو زېرمې ډکې کړي.
یوې سرچینې وویل: «قراردادیانو لا دمخه ویلي، چې د کانګرس له اضافي تمویل پرته پنټاګون نه‌شي کولی قرارداد لاسلیک کړي او دوی هم نه‌شي کولی د اټکلونو پربنسټ تولید پیل کړي». د سرچینې په خبره: «دوی یو تړون ته اړتیا لري».
تر دې وړاندې وال سټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و، د امریکا دفاع وزارت له قانون جوړوونکو غوښتي چې د ایران د جګړې او ځینو نورو ژمنو د لګښتونو پوره کولو لپاره ۸۰ مېلیارد ډالره اضافي بودجه ځانګړې کړي. تمه کېږي، چې دغه غوښتنه به ډېر ژر کانګرس ته وړاندې شي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري