• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صدیق صدیقي: طالبانو افغانستان د خلکو لپاره په دوزخ بدل کړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند صدیق صدیقي وایي، چې اروپايي ټولنې له طالبانو سره په جوړجاړي او هغوی ته په امتیاز ورکولو، خپلو ژمنو، ارزښتونو او پالیسیو ته شا کړې ده. هغه زیاتوي، دې ډلې افغانستان د خلکو لپاره په یو رښتیني دوزخ بدل کړی دی.

صدیق صدیقي په خپل پیغام کې لیکلي، میلیونونو افغانانو په ۲۰۰۱ کال کې د مقاومت ځواکونو او امریکایي پوځیانو له خوا د طالبانو له ماتې وروسته، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د حضور تود هرکلی وکړ. د هغه په وینا، اروپایي ټولنه د ۲۰ کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شوه او د یو داسې ازاد هېواد لپاره یې د افغانانو د خوبونو ملاتړ وکړ، چې ښځې او نارینه پکې په وقار سره ژوند وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند پر اروپایي ټولنې سختې نیوکې کړې او پوښتنه یې ترې کړې، چې ولې ناڅاپه افغانانو ته شا اړوي او له خپلو ژمنو او ارزښتونو پر شا کېږي. هغه زیاته کړې، اروپایي ټولنه داسې یوې ډلې ته امتیازات ورکوي چې لا هم د نړیوالې ترهګرۍ کوربه توب کوي او پر افغانانو ظلمونه کوي. صدیقي د اروپایي ټولنې دا ډول چلند د افغانانو په حق کې یو لوی ظلم بللی دی.

د ښاغلي صدیقي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې تېره ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د چارواکو او د طالبانو د یو پلاوي ترمنځ د کډوالو د مسلو په اړه خبرې اترې شوې دي. د دغو لیدنې په غبرګون کې ګڼو افغان او نړیوالو فعالانو اندېښنه ښودلې چې دا ډول تعامل به طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په مانا وي.

له بلې خوا، د اروپایي کمیسیون سرچینو او یو شمېر قانون‌پوهانو په بروکسل کې له طالبانو سره لیدنې تایید کړې دي. د هغوی په وینا، دغه خبرې اترې په اروپا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې وې چې په سختو جرمونو محکوم شوي او د دغو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي. په ورته وخت کې، د کمیسیون ویاندویانو ټینګار کړی چې دا ډول تخنیکي خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان په کابل پوهنتون کې د اوبو او کرنې یوه ګډ څېړنیز مرکز جوړوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
قزاقستان په کابل پوهنتون کې د اوبو او کرنې یوه ګډ څېړنیز مرکز جوړوي
100%

د قزاقستان او افغانستان یو شمېر پوهنتونونو د اوبو سرچینو مدیریت، اوبو لګولو او دوامدارې کرنې په برخه کې په کابل پوهنتون کې د یوه ګډ روزنیز او څېړنیز مرکز د جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د استانه ټایمز د راپور له مخې، دغه هوکړه‌لیک د چنګاښ په لومړۍ نېټه لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې یاد مرکز د کابل پوهنتون په چوکاټ کې جوړ شي.

د هوکړې له مخې، دغه مرکز به د متخصصینو پر روزنه، د علمي تجربو پر تبادله، ګډو څېړنو او د اوبو او کرنې په برخو کې د نوېو او عصري حل‌لارو پر معرفي کولو تمرکز وکړي.

راپور زیاتوي چې د مرکز علمي ملاتړ او روزنیز پروګرامونه به د قزاقستان د څېړونکو او متخصصینو له خوا برابرېږي.

دا هوکړه د قزاقستان د اوبو او اوبو لګولو د مدیریت ملي پوهنتون، د قزاقستان د کرنیزو څېړنو ملي پوهنتون او کابل پوهنتون ترمنځ د قزاقستاني پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوې ده.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ په غونډه کې ویلي چې هېواد یې د «اوبو ډیپلوماسۍ»، د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت او سیمه‌ییزو همکاریو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د دغه پلان له مخې، نوی مرکز به د اوبو امنیت، دوامداره کرنه، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د چمتووالي، چاپېریالي څارنې او خوړو خوندیتوب په برخو کې د پوهنتونونو ترمنځ د ګډو څېړنو زمینه برابره کړي.

علي میثم نظري: بروکسل ته د طالبانو سفر د یو شمېر اروپايي هېوادونو د شرم وړ ګام دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
علي میثم نظري: بروکسل ته د طالبانو سفر د یو شمېر اروپايي هېوادونو د شرم وړ ګام دی
100%

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري په بروکسل کې د طالبانو د پلاوي د کوربه‌توب په غبرګون کې پر اروپايي ټولنې سختې نیوکې کړي. هغه ویلي، د بشري حقونو او ډیموکراسۍ پر بنسټ د بهرني سیاست د چلولو دوره پای ته رسېدلې او نړۍ اوس د ګټو پر اساس د عملي سیاست دورې ته داخله شوې.

علي میثم نظري په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په بروکسل کې د «طالبانو د ترهګرې ډلې» کوربه‌توب د هغو اروپايي هېوادونو لپاره یو نوی پړاو او شرمېدلی ګام دی چې د دې کار لپاره یې لابي کړې وه. د هغه په وینا، له دې امله چې اوسنی واقعیت بدل شوی، نو د افغانستان د خلکو په ګډون له هر لوبغاړي سره اړیکې باید یوازې د ګټو په رڼا کې وڅېړل شي.

نظري زیاته کړې چې یوازې د څو بهرنیو مجرمانو په زندان کې د نه ساتلو په خاطر له طالبانو سره د جرمني معامله او د هغوی د رژیم عادي کول په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. هغه دا پرېکړه د هغو ارزښتونو په وړاندې جفا او خیانت بللی چې اروپا یې د دفاع ادعا کوله او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به ترهګرۍ او استبداد ته د مشروعیت ورکولو په لور یو خطرناک ګام وي.

د مقاومت جبهې دغه جګپوړي غړي ټینګار کړی چې د هغو هېوادونو لخوا چې یو وخت یې ځانونه د بشري حقونو مدافعه ګڼل او نور یې د توتالیتر رژیمونو د عادي کولو له امله غندل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول په ډاګه کوي چې د ارزښتونو پر ځای اوس یوازې ګټې د بهرني سیاست اصلي محرک ځواک دی.

تېره ورځ د طالبانو یو پلاوی د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته تللی و او هلته یې د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره وکتل. د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې دا خبرې اترې د هغو افغان پناه غوښتونکو پر اخراج متمرکزې وې چې په اروپايي هېوادونو کې په درنو جرمونو تورن دي، خو د اروپا د پارلمان ځینو غړو او افغان سیاستوالو د طالبانو دا سفر غندلی او دا یې هغوی ته د سیاسي مشروعیت ورکولو هڅه بللې ده.

اسماعیل بقایي: له امریکا سره مو د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱
اسماعیل بقایي: له امریکا سره مو د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران تر اوسه له امریکا سره د اټومي موضوع په اړه هېڅ ډول خبرې اترې نه دي کړې او د وروستیو تماسونو موخه یوازې د پخواني تفاهم د ځینو مادو د عملي کېدو ارزونه وه.

بقايي څرګنده کړې چې له امریکا سره د وروستۍ هوکړې په اړه رسمي مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې د تفاهم‌لیک د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، لسمې او یوولسمې مادو د عملي کولو بهیر پیل شوی وي.

هغه زیاته کړه چې سویس ته د ایران د مذاکره‌کوونکي پلاوي وروستی سفر هم د همدې لپاره ترسره شوی و، څو ډاډ ترلاسه شي چې د یادو مادو د پلي کېدو بهیر عملي بڼه غوره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: «موږ د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي.»

بقايي همداراز وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټنو او څارنې بهیر به د پخوا په څېر دوام ولري او په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي تفاهم، اټومي پروګرام او د نړیوالې اټومي ادارې د پلټنو په اړه ګڼ راپورونه او اټکلونه خپاره شوي دي.

په کور دننه سیالۍ؛ په کابل کې د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
په کور دننه سیالۍ؛ په کابل کې د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې په کابل کې د پاورلیفټینګ فدراسیون له لوري د کابل ښار د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د کابل ولایت له اتو بېلابېلو کلبونو څخه له ۱۲۰ څخه زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د دغو پیل شویو سیالیو په لړ کې به لوبغاړي په څلورو بېلابېلو عمري کټګوریو کې لوبې وکړي. په دغو کټګوریو کې نوي ځوانان شامل دي چې ترمنځ به یې سیالۍ ترسره شي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایله کې به ۱۵ غوره ورزشکاران د کابل ولایت د پاورلیفټینګ منتخبې لوبډلې ته غوره شي. دا غوره شوي لوبغاړي به په راتلونکي کې د پاورلیفټینګ په ملي سیالیو کې د ګډون حق هم ترلاسه کړي.

یادې سیالۍ د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ تنظیم شوې دي چې هدف یې د غوره استعدادونو پېژندل دي. د دغو سیالیو تنظیموونکي وایي چې دا ډول لوبې د ځوانانو ترمنځ د ورزش د پراختیا او د هغوی د هڅونې لپاره خورا ګټورې دي.

ډونالډ ټرمپ: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي به په مناسب وخت ایران ته ولاړ شي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي به په مناسب وخت ایران ته ولاړ شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپویلي، د ایران د اټومي فعالیتونو د څارنې لپاره به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکي «په مناسب وخت» کې ایران ته ولاړ شي او خپلې دندې به ترسره کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ د امریکا پنسلوانیا ایالت ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پلټنو په اړه ناسم دریځ خپل کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا د ایران په اړه خپلې موخې په بریالیتوب سره پر مخ وړي او اصلي هدف یې دا دی چې ایران هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې پلټونکي به څه وخت په عملي ډول ایران ته ولاړ شي، وویل: «په مناسب وخت کې، بېړه نشته، خو هغوی به په مناسب وخت کې هلته حاضر شي.»

د امریکا ولسمشر همداراز ادعا وکړه چې واشنګټن ایران په داسې وضعیت کې راوستی چې تر دې وړاندې هېڅ بل امریکایي حکومت نه و توانېدلی. د هغه په وینا، د ایران پوځي وړتیاوې سختې زیانمنې شوې او اوس تهران د مذاکراتو لپاره په قوي دریځ کې نه دی.

ټرمپ زیاته کړه چې سره له دې وضعیت څخه، په راتلونکې کې له ایران څخه ترلاسه کېدونکې پیسې به د امریکا کروندګرو ته ګټه ورسوي، څو ایران ته د جوارو، سویابینو او غنمو صادرات ترسره کړي.

هغه ادعا وکړه چې ایران اوس له اقتصادي ستونزو، د خوړو او درملو له کمښت او لوړې انفلاسیون سره مخ دی، او دا وضعیت د دغه هېواد پر کورني اقتصاد پراخ فشارونه وارد کړي دي.