د خصوصي ښوونځي مدیر: د ځیرکو موبایلونو بندول د زیاتو ښوونیزو مرکزونو د تړلو لامل کېږي

د یوه خصوصي ښوونځي مدیر افغانستان انټرنشنل ته په دغه لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، د ځیرکو موبایلونو بندول به یې فعالیتونه اغېزمن او ان د ډېرو ښوونځیو د تړلو لامل شي. نوموړي زیاته کړې، درسي چارې او ټولګي یې له انټرنېټ سره تړلي دي چې د ځیرکو موبایلونو له لارې ترسره کېږي.
نوموړي له طالب مشرانو غوښتنه کړې، چې د موبایلونو د بندېدو له پرېکړې دې خصوصي ښوونیز مرکزونه استثنا کړي؛ ترڅو د دوی ښوونیز فعالیتونه په ټپه ونه درېږي. هغه ویلي: «په خصوصي ښوونځيو کې د زدهکړو بهیر، د درسي چارو مدیریت او د ښوونیزو سرچینو ترلاسه کول تر ډېره د انټرنېټ او ځیرکو موبایلونو له لارې ترسره کېږي».
د نوموړي په خبره؛ که دغه بندیز عملي شي د ډېرو ښوونځیو د تړلو او مالي ستونزو د زیاتېدو لامل به شي.
له بل پلوه د ټېکنالوژۍ او حکومتولۍ د چارو پوهان په دې باور دي، چې سمارټ یا ځیرک موبایلونه یوازې د اړیکو وسیله نهده؛ بلکې د اداري همغږۍ، معلوماتو ته د چټک لاسرسي، برېښنايي حکومتولۍ، انلاین خدماتو او د پرېکړو د چټک تطبیق مهمه برخه بلل کېږي.
د دوی په وینا؛ د دغه وسایلو پراخ محدودول کولی شي د دولتي ادارو د موثریت، د معلوماتو د تبادلې او د خدماتو د وړاندې کولو پر بهیر اغېز وکړي.
