• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کاناډا په مونټرال کې د ډزو له امله لږترلږه درې کسان وژل شوي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۹ GMT+۱

د مونټرال پولیسو ویلي، چې یوه وسله‌وال د دوشنبې په ورځ له یوې جنګي وسلې سره د هیلټن هوټل ته نږدې پر پولیس افسرانو ډزې وکړې. د پولیسو په وینا؛ په نښته کې د مونټرال پولیسو یو ۳۴ کلن افسر محمد لامین بن رضوان ووژل شو او یو بل افسر سخت ټپي شو.

پولیسو ویلي، چې د نښتې پرمهال یو ملکي وګړی او بریدګر هم وژل شوي دي. د مونټرال پولیسو مشر فادي داغر یاده پېښه «بوږنوونکې» بللې او ویلي یې دي، چې دا په تېرو ۲۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې د مونټرال د پولیسو یو افسر د دندې پرمهال وژل کېږي.
د عیني شاهدانو په وینا؛ د نښتې پرمهال لسګونه ډزې وشوې او امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره سیمه کلابنده کړه. په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې هم د پولیسو او وسله‌وال کس ترمنځ د ډزو تبادله ښیي.
د کاناډا ځایي چارواکو اعلان کړی، چې د برید د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

اروپا کې ګرمه څپه؛ په فرانسه کې شاوخوا ۱۸ کسان مړه شوي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۱
اروپا کې ګرمه څپه؛ په فرانسه کې شاوخوا ۱۸ کسان مړه شوي دي
100%

په فرانسه کې شاوخوا ۱۸ کسان د سختې ګرمۍ له امله مړه شوي دي. په قربانیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي، چې په یوه موټر کې پاتې شوي وو. ورته مهال ګرمې څپې د اروپا پراخې سیمې نیولې دي او د دوشنبې په ورځ یې په څو ښارونو کې د تودوخې پخواني ریکارډونه مات کړل.

د فرانسې په بوردو ښار کې د هوا تودوخه ۴۱.۹ سانتي‌ګرادو ته ورسېده او د تېرکال د اګست میاشتې ثبت شوی ریکارډ یې مات کړ. همدارنګه د فرانسې د مرکزي سیمې په پواتیه ښار کې تودوخه ۴۱.۲ سانتي‌ګرادو ته لوړه شوه، چې د ۱۹۴۷ کال له ثبت شوي ریکارډ څخه هم زیاته ده.

د فرانسې د ملکي خوندیتوب ادارې چارواکو له خلکو غوښتي، یوازې په هغو سیمو کې لامبو ووهي چې تر څار لاندې وي. دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو، چې د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ لږترلږه ۱۳ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي. شمېرې ښيي، چې تېرکال په فرانسه کې د ګرمو څپو پرمهال په اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړینې شمېر تر ۱۷۲ سلنې زیات و.

د لندن د امپیریال پوهنتون د هوا او چاپېریال برخې څېړونکې کلر بارنز ویلي، چې ګرمه هوا د افریقا له لویې صحرا څخه اروپا ته راخوځېږي او د یادې هوا د ډېر ورو حرکت له امله نږدې هېڅ باد یا یخه څپه نه‌شته چې هوا سړه کړي. هغې زیاته کړې، اقلیمي بدلون د ګرمو څپو او توپانونو شدت زیات کړی چې د تودوخې د لوړېدو او د سختو بارانونو د زیاتېدو لامل شوی دی.
د برېتانیا د هواپېژندنې ادارې هم ویلي، چې د دغه هېواد څلور ورځنۍ ګرمه څپه ښايي په ځینو سیمو کې تودوخه تر ۳۹ سانتي‌ګرادو لوړه کړي. که دغه وړاندوینه رښتیا شي؛ نو د جون میاشتې پخوانی ریکارډ چې ۳۵.۶ سانتي‌ګراد و او په ۱۹۵۷ او ۱۹۷۶ کلونو کې ثبت شوی و مات به شي.

په هسپانیا کې د هواپوهنې چارواکو ویلي، چې په ډېرو سیمو کې د هوا تودوخه د دغه فصل له عادي منځنۍ کچې څخه د ۵ تر ۱۰ سانتي‌ګرادو لوړه ده او په ځینو شمالي سیمو کې دغه توپیر تر ۱۰ سانتي‌ګرادو هم اوړي.

اېټالیا د دوشنبې په ورځ د ۱۲ ښارونو لپاره د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړ. ګرمې څپې یوازې انسانان نه‌دي اغېزمن کړي؛ بلکې په بلجیم کې د ځنګلي ژوو د ساتنې فعالان وایي، هغه مرغان چې د کورونو تر چتونو لاندې ځالې جوړوي سخت زیانمن شوي دي.

کیم جونګ اون: د اټومي وسلو پراخول د نړیوالو ګواښونو یوازینی ځواب دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۱
کیم جونګ اون: د اټومي وسلو پراخول د نړیوالو ګواښونو یوازینی ځواب دی
100%

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (مرکزي کوريا خبري اژانس) راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون ویلي، شمالي کوریا د اټومي ځواک په توګه د خپل دریځ عملي کول د نړیوال امنیت د پیچلي او وړاندوینې وړ نه وضعیت پر وړاندې یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.

د راپور له مخې، کیم جونګ اون دا څرګندونې د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمېټې په غونډه کې کړې، چې د شنبې په ورځ پیل او د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې په نړۍ کې «نه‌تصور کېدونکي او حیرانوونکي پېښې» د هغه څه له امله رامنځته کېږي چې هغه یې د «غاصبو قدرتونو ځان‌غوښتنه» بللې ده. هغه ادعا کړې چې متحده ایالات د اروپا او منځني ختیځ د تاوتریخوالي په زیاتېدو کې رول لري.

کیم جونګ اون همداراز متحده ایالات او جنوبي کوریا تورن کړي چې د ګډو پوځي او اټومي ظرفیتونو په پراخولو سره د کوریا ټاپووزمې امنیتي وضعیت لا خطرناک کوي.

هغه ویلي: «د اټومي ځواکونو دوامداره پراختیا او د اټومي دولت د دریځ بشپړ عملي کول د دې لپاره تر ټولو سم او مهمه لاره ده چې د نړیوالې نظامي او سیاسي ناپېژندل شوي وضعیت سره مقابله وشي.»

د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر د دفاعي توان د پیاوړتیا ترڅنګ د عادي وسلو د پراختیا او د ۱۰ زره ټنه وزن لرونکې ستراتیژیکې توغندیزې بېړۍ د جوړولو د چټکتیا امر هم کړی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې شمالي کوریا له اوږدې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو له سختو بندیزونو سره مخ دی، خو بیا هم د خپلو اټومي او بالستیک توغندیو پروګرامونو ته دوام ورکوي، چې د سیمې د هېوادونو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

په شیکاګو کې لاریون؛ د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د جنسیتي اپارتاید ښکاره بېلګه ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۰۹ GMT+۱
په شیکاګو کې لاریون؛ د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د جنسیتي اپارتاید ښکاره بېلګه ده
100%

د امریکا د شیکاګو ښار یو شمېر افغانانو د یوې اعتراضي غونډې پر مهال په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د روانو محدودیتونو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو سیاسي، حقوقي او ډیپلوماټیکو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ګډونوالو په خپره کړې پرېکړه‌لیک کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د «سیستماتیک ځپنې» له امله ژوره اندېښنه لري.

دوی ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د یوې هدفمندې او جوړښتي پالیسۍ برخه ده چې موخه یې له ټولنیز او عامه ژوند څخه د ښځو ایستل دي. د معترضانو په وینا، دغه تګلارې د جنسیتي اپارتاید څرګند مثال او د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او نورو نړیوالو حقوقي اسنادو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

معترضانو د دې وضعیت پر وړاندې چوپتیا د منلو وړ نه ده بللې او له د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د بشري حقونو شورا، نړیوالې جزايي محکمې او نورو نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د افغان ښځو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت، څېړنې او مستندسازۍ لپاره یو خپلواک نړیوال میکانېزم رامنځته کړي.

په پرېکړه‌لیک کې همداراز غوښتنه شوې چې د ښځو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو عاملان او امرکوونکي وڅېړل شي، عدلي تعقیب یې وشي او حساب‌ورکولو ته اړ کړل شي.

ګډونوالو له حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او اړوندو بنسټونو وغوښتل چې له هر هغه اقدام یا پالیسۍ څخه ډډه وکړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید او سیستماتیک تبعیض د عادي کېدو، مشروعیت موندلو یا دوام لامل کېږي.

دوی همداراز د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون د حقونو د تضمین او د ښځو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

دغه اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې په هرات کې د حجاب د نه رعایت په تور د لسګونو ښځو د نیولو او د معترضانو د ځپلو راپورونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د پاکستان د لومړي وزیر پــه بلنــه اسلام اباد سفر کوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د پاکستان د لومړي وزیر پــه بلنــه اسلام اباد سفر کوي
100%

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د لومړي وزیر شهباز شریف په رسمي بلنه نن سه شنبه (د چنګاښ په ۲مه) اسلام اباد سفر کوي.

د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د ايران د لسمشر مسعود پزشکیان د اسلام اباد د سفر په اړه خبرپاڼه کې وويل، له پزشکیان سره به یو لوړ پوړی پلاوی ملګری وي او د دغه سفر په ترڅ کې به پزشکيان د پاکستان له ولسمشر سره وګوري او له لومړي وزیر سره به رسمي خبرې اترې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وويل، «دا سفر به د اسلام‌اباد د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د روانو ډیپلوماټیکو هڅو او همدارنګه د دوه اړخیزو ګټو د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت برابر کړي».

د پاکستان د بهرنيو چارو په خبرپاڼه کې زياته کړل شوه، دا به د ایران د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکيان دویم سفر وي. «د سفر په جریان کې، دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو بشپړ بهیر وڅېړي او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د لا ژورولو لپاره نوې لارې چارې ولټوي، چې په کې سوداګري، انرژي، سرحدي امنیت، د خلکو ترمنځ تبادلې او سیمه ییز اتصال شامل دي».

د ايران ولسمشر په داسې حال کې د اسلام اباد سفر کوي، چې له دې يوه ورځ وړاندې د پاکستان او قطر هېوادونو په مينځګړيتوب د امریکا او ايران ترمنځ خبرې پيل شوې.

ډونالډ ټرمپ: د هُرمز تنګي وضعیت ښه دی او د تېلو جریان تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د هُرمز تنګي وضعیت ښه دی او د تېلو جریان تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هرمز تنګي وضعیت «ډېر ښه» دی او د تېلو انتقال تر اوسه له بې‌ساري کچې لوړ شوی دی.

دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي ژبې اکاونټ له لارې خپرې شوې دي، چې پکې د ولسمشر له قوله ویل شوي: «موږ اوس د تېلو تر ټولو لوړ جریان لرو، تر هغه زیات چې مخکې هېڅکله د دې تنګي له لارې نه و تېر شوی.»

نوموړي زیاته کړې چې د هرمز تنګي د پرانیستې وضعیت له امله د انرژۍ د لېږد بهیر عادي او باثباته دی.

په همدې بیان کې د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې «یو هېواد به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي»، خو په څرګند ډول یې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه پیغام له مخې، واشنګټن د انرژۍ د جریان د ثبات او د سیمې د امنیتي وضعیت د کنټرول په اړه مثبت دریځ لري.