کینیټ روټ: د طالبانو د زوجینو د تفریق اصولنامه د ښځو پر ازادۍ لا نور محدودیتونه لګوي

د بشري حقونو د څار سازمان پخواني اجراییوي مشر، کینیټ روټ، د طالبانو د زوجینو د تفریق پر اصولنامې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دغه قانون تر شا «تریخ حقیقت» دا دی چې ښځې او نجونې له ناغوښتلو او زورزیاتي ډکو ودونو څخه د وتلو له حقه بې برخې کوي.
