نوموړې وایي چې څو میاشتې وړاندېد روژې میاشتې پر مهال د پاکستاني پولیسو له لوري د قانوني میشتیدنې اسنادو د نه لرلو په تور ونیول شوه او له لسګونو نورو افغان کډوالو سره یوځای اډیاله زندان ته ولېږدول شوه. د هغې په وینا، د سرحدي لارو د تړل کېدو او د ایستلو د بهیر د ځنډ له امله دوی تر اختر پورې په زندان کې وساتل شول او هغې په ټولیز ډول ۱۲ ورځې په بند کې تېرې کړې دي.
دغه افغانه ادعا کوي چې په زندان کې له افغان بندیانو سره د نورو بندیانو په پرتله تبعیضي او ناسم چلند کېده. د هغې په خبره، افغانان یوازې د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان شوي وو، خو بیا هم ورسره د ځینو پاکستاني بندیانو په پرتله چې د درنو جرمونو په تور زنداني وو سخت چلند کېده.
نوموړې زیاتوي چې د افغان بندیانو له پرلهپسې شکایتونو وروسته، د زندان ادارې دوی له پاکستاني بندیانو جلا کړل، خو شاوخوا ۲۰۰ کسان، چې ښځې، ماشومان، سپینسرې او ناروغان هم پکې شامل وو، په یوه کوچنۍ خونه کې ساتل کېدل.
هغې همداراز ویلي چې د روژهماتي د خوړو د وېش پر مهال افغانانو ته خواړه تر ټولو ورو رسېدل او کله ناکله به ټولو کسانو ته نه رسېدل. د هغې په وینا، ځینې ماشومان به د ورځې په اوږدو کې وږي پاتې کېدل او د ناروغانو لپاره هم کافي اسانتیاوې نه وې برابرې شوې.
دغه ښځه ادعا کوي چې کله به بندیانو د زندان له شرایطو شکایت کاوه، د زندان د مسولینو له توند او ځینې وختونو له تاوتریخجن چلند سره مخ کېدل. د هغې په خبره، یو شمېر افغان بندیان د شکایتونو او اعتراضونو له امله وهل شوي هم دي.
هغې په پای کې ویلي چې حیرانه ده چې په یو اسلامي هېواد کې له افغان کډوالو سره داسې چلند کېږي. د هغې په وینا، افغان کډوال په پاکستان کې د پناه او قانوني خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخ دي.
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د هغو بهرنیو وګړو پر وړاندې د نیولو او ایستلو پراخ کمپاین پیل کړی چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. دغه تګلارې زرګونه افغانې کورنۍ اغېزمنې کړې او ګڼ شمېر افغانان بېرته افغانستان ته په جبري توګه ستانه شوي دي.