د بېځایه شویو سازمان: د ایران لهخوا د افغانانو اعدامول د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان د ایران لهخوا د درېیو افغانانو او دارنګه په ۲۰۲۵کال کې د ۸۵ افغان کډوالو د اعدام راپورونه غندلي او ویلي یې دي، دغه چاره له هغو نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې ده چې د ژوند او عادلانه محاکمې حق تضمینوي.
