• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱

یو امریکايي پیلوټ چې د روان کال په اپرېل میاشت کې یې اېف-۱۵ الوتکه د ایران په فضا کې تر ویشتل کېدو وروسته راپرځېدلې وه، ادعا کړې چې له الوتکې تر وتلو مخکې یې په هوا کې د ایراني ډرونونو یو غیرمعمولي او هیښوونکی جوړښت لیدلی و.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، دغه پیلوټ چې وروسته د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ژغورل شوی، استخباراتي چارواکو ته ویلي چې ګڼ شمېر ایراني بې‌پیلوټه الوتکې یې په هوا کې داسې لیدلې چې د یوه واحد جوړښت په څېر یې حرکت کاوه او بڼه یې د «سمندر ي ژوي» یا «جیلی فش» په څېر ښکارېده.

د راپور له مخې، دغه الوتکه د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ جګړې پر مهال لومړنۍ امریکايي الوتکه وه چې د ایران په فضا کې وویشتل شوه. پیلوټ له الوتکې تر وتلو څو ساعته وروسته وژغورل شو، خو د وسلو د سیسټم مسوول افسر تر یوې ورځې ډېر د ایران په غرنیو سیمو کې پټ پاتې شو او وروسته د ژغورنې ځواکونو وموند.

سرچینو ویلي چې پیلوټ د ډرونونو داسې جوړښت تشریح کړی چې لوی ډرونونه یې په سر کې وو او کوچني ډرونونه یې لاندې د پښو په څېر ځړېدل. یوې بلې سرچینې ویلي چې پیلوټ په هوا کې د ډرونونو دومره ګڼ او متراکم حضور لیدلی و چې د ماینونو له ډک میدان سره یې ورته والی درلود.

د امریکا استخباراتي ادارو کې د پیلوټ د دې ادعاوو په اړه بحثونه روان دي. ځینې چارواکي باور لري چې که د هغه لیدنه سمه وي، نو دا به د ایران د ډرون ټکنالوژۍ په وړتیاوو کې یو مهم پرمختګ وښيي. خو نور چارواکي د دې احتمال هم مطرح کوي چې ښايي پیلوټ د ټپونو، جګړه‌ییز فشار یا د پېښې د شرایطو له امله وضعیت په بشپړه توګه نه وي درک کړی.

راپور زیاتوي چې پیلوټ له الوتکې د غورځېدو پر مهال په سر ټپي شوی هم و.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري