نتنیاهو وایي د ایران او نیابتي ډلو پر وړاندې یې ګوزار پای ته نهدی رسېدلی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ګوش عتصیون په سیمه کې د دغه هېواد د احتیاطي جنګي افسرانو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې له ایران او نیابتي ډلو سره یې مقابله لاهم دوام لري او په راتلونکو لسیزو کې د اسراییل دریځ د دغه هېواد وړتیاوو او ځواک پورې تړاو لري.
