کابل ته د ایران او افغانستان سوداګرۍ خونې د پلاوي د وروستي سفر پر مهال ایراني اړخ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ته وړاندیز کړی، چې کابل هم د ایران د دوغارون ازادې تجارتي سیمې په څېر د هرات ولایت په اسلام کلا کې یوه ورته سیمه پرانیزي.
ددې طرح هدف د ګډ تولید رامنځته کېدل بلل شوي، چې ګډې فابریکې جوړې شي او د ایران تخنیکي پوهه او انرژي د افغانستان له ظرفیتونو سره یو ځای شي.
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس محمود سیادت ویلي چې کابل او بلخ ته په سفرونو کې د دې موضوع په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې شوې دي او په دې لیدنو کې د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت او نورو مسوولینو له خوا مثبت غبرګون ښودل شوی دی.
سیادت ویلي چې په پیل کې داسې انګېرنه موجوده وه چې ښايي په افغانستان کې داسې یو ګډ ازاد زون جوړ شي چې د ایران د دوغارون له ازادې سیمې سره یو ځای شي، خو وروسته معلومه شوه چې د مشترک ازاد زون قانوني مفهوم ستونزې لري، ځکه هر هېواد خپل ګمرکي، اداري او حقوقي قوانین لري او د دواړو هېوادونو د قوانینو یوځای کول عملي نه دي.
هغه زیاته کړې چې له همدې امله عملي حل دا دی چې د پولې په دواړو خواوو کې جلا ازادې سیمې جوړې شي او سیمې به له قانوني پلوه بېلې وي، خو د همغږۍ او همکارۍ په چوکاټ کې به په ګډه کار کوي.
سیادت ویلي چې د افغان لوري هدف له ایران څخه د انرژۍ، متخصصینو، پوهې او ټکنالوژۍ ترلاسه کول او د طبیعي ظرفیتونو او کاري ځواک وړاندې کول دي، څو ګډ تولید رامنځته شي او محصولات نړیوالو بازارونو ته صادر شي. د هغه په وینا، دا موضوع په اوس وخت کې په جدي ډول تر کار لاندې ده.
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي حسین محمدیان ایرنا ته ویلي چې دا وړاندیز د طالبانو د تجارت له وزیر سره په لیدنه کې مطرح شوی او هغه مثبت ځواب ورکړی دی.
نوموړي ویلي چې اوس مهال افغانان کولی شي د دوغارون ازادې سیمې ته بې ویزې داخل شي او که په اسلامکلا کې هم ورته سیمه جوړه شي، نو د سوداګرو تګ راتګ به لا ډېر اسانه شي.