• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسټرالیا په پارلمان کې له افغانانو سره د دوستۍ ډله جوړه شوه

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد په پارلمان کې د «افغانستان له خلکو سره د پارلماني دوستۍ ډلې» جوړېدل د افغانانو لپاره د اسټرالیا د دوامداره ملاتړ، همغږۍ او ژمنتیا نښه ده.

د افغانستان سفارت د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډله د اسټرالیا د پارلمان په ودانۍ کې د ولسي جرګې د غړو، سناتورانو، مدني ټولنو او د افغان-اسټرالیایي ټولنې د استازو په حضور کې پرانیستل شوه.

په دې غونډه کې د اسټرالیا د پارلمان مشر د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی او د افغانستان د سفیر او د سفارت د ټیم هڅې یې ستایلې دي.

د «افغانستان له خلکو سره د پارلماني دوستۍ ډلې» ګډ مشر جولیان هیل هم د افغانستان د سفیر د فعالیتونو ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او د بشري حقونو په ملاتړ کې یې د هغه رول مهم بللی دی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم په دغه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې اسټرالیا نه غواړي اوسنی وضعیت په افغانستان کې په یوه «نوې عادي بڼه» بدل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې اسټرالیا به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ به وکړي او طالبان به د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکونې ته وهڅوي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د اسټرالیا د حکومت او پارلمان له ملاتړ څخه مننه کړې او په ځانګړي ډول یې د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو وروسته د زیانمنو افغانانو د ایستلو، لېږد او بیا مېشتېدو په برخه کې د اسټرالیا رول مهم بللی دی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر تمدن ټلوېزیون د طالبانو یرغل وغنده

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
د افغانستان د خبریالانو مرکز پر تمدن ټلوېزیون د طالبانو یرغل وغنده
100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د طالبانو د عدلیې وزارت اړوندو ځواکونو له خوا پر تمدن ټلوېزیون یرغل او بندول غندلي دي. دوی ویلي چې د طالبانو دا اقدام د ازادو رسنیو د ځپلو، د لږکیو د غږ د چوپولو او د بیان ازادۍ حق د کمزوري کولو لپاره د دغې ډلې د پرله‌پسې هڅو څرګندونه کوي.

دغه مرکز د تمدن ټلوېزیون د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت پورې تړلي امنیتي ځواکونه د غرمې شاوخوا دولس بجې د دې رسنۍ دفتر ته ننوتل، خپرونې یې ودرولې او له کارکوونکو سره یې سپکاوی او ناوړه چلند وکړ.

د افغانستان خبریالانو مرکز ټینګار کړی چې د تمدن ټلوېزیون پر وړاندې د طالبانو اقدامات نه یوازې د رسنیو د ازادۍ د حق ښکاره سرغړونه ده، بلکې د رسنیو خپلواکي او خوندیتوب هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

تمدن ټلوېزیون د خپلو فعالیتونو له درولو وروسته له خلکو غوښتي چې دا موضوع په جدي او حساس ډول تعقیب کړي. دغه ټلوېزیون همدارنګه پر دې ټینګار کړی چې هېوادوال باید د راتلونکو بدلونونو او پېښو په اړه هوښیار او خبر واوسي.

تمدن ټلوېزیون په ۱۳۸۵ لمریز کال کې په کابل کې د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند د پخواني مشر محمد آصف محسني له خوا جوړ شو. د دې شبکې فعالیتونه د خبرونو تر خپرولو سربېره پر دیني او مذهبي پروګرامونو او همدارنګه د اسلامي منځپانګې لرونکو فلمونو او ډرامو پر خپرولو راڅرخېدل.

د طالبانو عدلیې وزارت تر دې وړاندې هم د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا په میاشت کې د اسلامي حرکت ګوند سره د تړاو او د «غصب شوې» دولتي ځمکې د کارولو په پلمه د دې خصوصي ټلوېزیون فعالیتونه درولي وو. دغه وزارت ویلي وو چې د افغانستان د سیاسي ګوندونو اړوند رسنۍ د فعالیت حق نه لري.

د افغانستان خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د تمدن ټلوېزیون د بیا پرانیستلو زمینه برابره کړي. دغه راز، دې د رسنیو ملاتړي بنسټ له طالبانو غوښتنه کړې چې د دې رسنۍ کارکوونکو ته اجازه ورکړي څو له محدودیتونو، وېرې او تبعیض پرته په ازاد چاپېریال کې خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړي او له خپلو بنسټیزو حقونو برخمن شي.

صدیق صدیقي: طالبانو افغانستان د خلکو لپاره په دوزخ بدل کړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
صدیق صدیقي: طالبانو افغانستان د خلکو لپاره په دوزخ بدل کړی
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند صدیق صدیقي وایي، چې اروپايي ټولنې له طالبانو سره په جوړجاړي او هغوی ته په امتیاز ورکولو، خپلو ژمنو، ارزښتونو او پالیسیو ته شا کړې ده. هغه زیاتوي، دې ډلې افغانستان د خلکو لپاره په یو رښتیني دوزخ بدل کړی دی.

صدیق صدیقي په خپل پیغام کې لیکلي، میلیونونو افغانانو په ۲۰۰۱ کال کې د مقاومت ځواکونو او امریکایي پوځیانو له خوا د طالبانو له ماتې وروسته، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د حضور تود هرکلی وکړ. د هغه په وینا، اروپایي ټولنه د ۲۰ کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شوه او د یو داسې ازاد هېواد لپاره یې د افغانانو د خوبونو ملاتړ وکړ، چې ښځې او نارینه پکې په وقار سره ژوند وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند پر اروپایي ټولنې سختې نیوکې کړې او پوښتنه یې ترې کړې، چې ولې ناڅاپه افغانانو ته شا اړوي او له خپلو ژمنو او ارزښتونو پر شا کېږي. هغه زیاته کړې، اروپایي ټولنه داسې یوې ډلې ته امتیازات ورکوي چې لا هم د نړیوالې ترهګرۍ کوربه توب کوي او پر افغانانو ظلمونه کوي. صدیقي د اروپایي ټولنې دا ډول چلند د افغانانو په حق کې یو لوی ظلم بللی دی.

د ښاغلي صدیقي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې تېره ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د چارواکو او د طالبانو د یو پلاوي ترمنځ د کډوالو د مسلو په اړه خبرې اترې شوې دي. د دغو لیدنې په غبرګون کې ګڼو افغان او نړیوالو فعالانو اندېښنه ښودلې چې دا ډول تعامل به طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په مانا وي.

له بلې خوا، د اروپایي کمیسیون سرچینو او یو شمېر قانون‌پوهانو په بروکسل کې له طالبانو سره لیدنې تایید کړې دي. د هغوی په وینا، دغه خبرې اترې په اروپا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې وې چې په سختو جرمونو محکوم شوي او د دغو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي. په ورته وخت کې، د کمیسیون ویاندویانو ټینګار کړی چې دا ډول تخنیکي خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

قزاقستان په کابل پوهنتون کې د اوبو او کرنې یوه ګډ څېړنیز مرکز جوړوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
قزاقستان په کابل پوهنتون کې د اوبو او کرنې یوه ګډ څېړنیز مرکز جوړوي
100%

د قزاقستان او افغانستان یو شمېر پوهنتونونو د اوبو سرچینو مدیریت، اوبو لګولو او دوامدارې کرنې په برخه کې په کابل پوهنتون کې د یوه ګډ روزنیز او څېړنیز مرکز د جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د استانه ټایمز د راپور له مخې، دغه هوکړه‌لیک د چنګاښ په لومړۍ نېټه لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې یاد مرکز د کابل پوهنتون په چوکاټ کې جوړ شي.

د هوکړې له مخې، دغه مرکز به د متخصصینو پر روزنه، د علمي تجربو پر تبادله، ګډو څېړنو او د اوبو او کرنې په برخو کې د نوېو او عصري حل‌لارو پر معرفي کولو تمرکز وکړي.

راپور زیاتوي چې د مرکز علمي ملاتړ او روزنیز پروګرامونه به د قزاقستان د څېړونکو او متخصصینو له خوا برابرېږي.

دا هوکړه د قزاقستان د اوبو او اوبو لګولو د مدیریت ملي پوهنتون، د قزاقستان د کرنیزو څېړنو ملي پوهنتون او کابل پوهنتون ترمنځ د قزاقستاني پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوې ده.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ په غونډه کې ویلي چې هېواد یې د «اوبو ډیپلوماسۍ»، د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت او سیمه‌ییزو همکاریو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د دغه پلان له مخې، نوی مرکز به د اوبو امنیت، دوامداره کرنه، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د چمتووالي، چاپېریالي څارنې او خوړو خوندیتوب په برخو کې د پوهنتونونو ترمنځ د ګډو څېړنو زمینه برابره کړي.

علي میثم نظري: بروکسل ته د طالبانو سفر د یو شمېر اروپايي هېوادونو د شرم وړ ګام دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
علي میثم نظري: بروکسل ته د طالبانو سفر د یو شمېر اروپايي هېوادونو د شرم وړ ګام دی
100%

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري په بروکسل کې د طالبانو د پلاوي د کوربه‌توب په غبرګون کې پر اروپايي ټولنې سختې نیوکې کړي. هغه ویلي، د بشري حقونو او ډیموکراسۍ پر بنسټ د بهرني سیاست د چلولو دوره پای ته رسېدلې او نړۍ اوس د ګټو پر اساس د عملي سیاست دورې ته داخله شوې.

علي میثم نظري په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په بروکسل کې د «طالبانو د ترهګرې ډلې» کوربه‌توب د هغو اروپايي هېوادونو لپاره یو نوی پړاو او شرمېدلی ګام دی چې د دې کار لپاره یې لابي کړې وه. د هغه په وینا، له دې امله چې اوسنی واقعیت بدل شوی، نو د افغانستان د خلکو په ګډون له هر لوبغاړي سره اړیکې باید یوازې د ګټو په رڼا کې وڅېړل شي.

نظري زیاته کړې چې یوازې د څو بهرنیو مجرمانو په زندان کې د نه ساتلو په خاطر له طالبانو سره د جرمني معامله او د هغوی د رژیم عادي کول په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. هغه دا پرېکړه د هغو ارزښتونو په وړاندې جفا او خیانت بللی چې اروپا یې د دفاع ادعا کوله او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به ترهګرۍ او استبداد ته د مشروعیت ورکولو په لور یو خطرناک ګام وي.

د مقاومت جبهې دغه جګپوړي غړي ټینګار کړی چې د هغو هېوادونو لخوا چې یو وخت یې ځانونه د بشري حقونو مدافعه ګڼل او نور یې د توتالیتر رژیمونو د عادي کولو له امله غندل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول په ډاګه کوي چې د ارزښتونو پر ځای اوس یوازې ګټې د بهرني سیاست اصلي محرک ځواک دی.

تېره ورځ د طالبانو یو پلاوی د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته تللی و او هلته یې د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره وکتل. د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې دا خبرې اترې د هغو افغان پناه غوښتونکو پر اخراج متمرکزې وې چې په اروپايي هېوادونو کې په درنو جرمونو تورن دي، خو د اروپا د پارلمان ځینو غړو او افغان سیاستوالو د طالبانو دا سفر غندلی او دا یې هغوی ته د سیاسي مشروعیت ورکولو هڅه بللې ده.

اسماعیل بقایي: له امریکا سره مو د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱
اسماعیل بقایي: له امریکا سره مو د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران تر اوسه له امریکا سره د اټومي موضوع په اړه هېڅ ډول خبرې اترې نه دي کړې او د وروستیو تماسونو موخه یوازې د پخواني تفاهم د ځینو مادو د عملي کېدو ارزونه وه.

بقايي څرګنده کړې چې له امریکا سره د وروستۍ هوکړې په اړه رسمي مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې د تفاهم‌لیک د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، لسمې او یوولسمې مادو د عملي کولو بهیر پیل شوی وي.

هغه زیاته کړه چې سویس ته د ایران د مذاکره‌کوونکي پلاوي وروستی سفر هم د همدې لپاره ترسره شوی و، څو ډاډ ترلاسه شي چې د یادو مادو د پلي کېدو بهیر عملي بڼه غوره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: «موږ د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي.»

بقايي همداراز وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټنو او څارنې بهیر به د پخوا په څېر دوام ولري او په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي تفاهم، اټومي پروګرام او د نړیوالې اټومي ادارې د پلټنو په اړه ګڼ راپورونه او اټکلونه خپاره شوي دي.