• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي میثم نظري: بروکسل ته د طالبانو سفر د یو شمېر اروپايي هېوادونو د شرم وړ ګام دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري په بروکسل کې د طالبانو د پلاوي د کوربه‌توب په غبرګون کې پر اروپايي ټولنې سختې نیوکې کړي. هغه ویلي، د بشري حقونو او ډیموکراسۍ پر بنسټ د بهرني سیاست د چلولو دوره پای ته رسېدلې او نړۍ اوس د ګټو پر اساس د عملي سیاست دورې ته داخله شوې.

علي میثم نظري په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په بروکسل کې د «طالبانو د ترهګرې ډلې» کوربه‌توب د هغو اروپايي هېوادونو لپاره یو نوی پړاو او شرمېدلی ګام دی چې د دې کار لپاره یې لابي کړې وه. د هغه په وینا، له دې امله چې اوسنی واقعیت بدل شوی، نو د افغانستان د خلکو په ګډون له هر لوبغاړي سره اړیکې باید یوازې د ګټو په رڼا کې وڅېړل شي.

نظري زیاته کړې چې یوازې د څو بهرنیو مجرمانو په زندان کې د نه ساتلو په خاطر له طالبانو سره د جرمني معامله او د هغوی د رژیم عادي کول په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. هغه دا پرېکړه د هغو ارزښتونو په وړاندې جفا او خیانت بللی چې اروپا یې د دفاع ادعا کوله او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به ترهګرۍ او استبداد ته د مشروعیت ورکولو په لور یو خطرناک ګام وي.

د مقاومت جبهې دغه جګپوړي غړي ټینګار کړی چې د هغو هېوادونو لخوا چې یو وخت یې ځانونه د بشري حقونو مدافعه ګڼل او نور یې د توتالیتر رژیمونو د عادي کولو له امله غندل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول په ډاګه کوي چې د ارزښتونو پر ځای اوس یوازې ګټې د بهرني سیاست اصلي محرک ځواک دی.

تېره ورځ د طالبانو یو پلاوی د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته تللی و او هلته یې د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره وکتل. د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې دا خبرې اترې د هغو افغان پناه غوښتونکو پر اخراج متمرکزې وې چې په اروپايي هېوادونو کې په درنو جرمونو تورن دي، خو د اروپا د پارلمان ځینو غړو او افغان سیاستوالو د طالبانو دا سفر غندلی او دا یې هغوی ته د سیاسي مشروعیت ورکولو هڅه بللې ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

اسماعیل بقایي: له امریکا سره مو د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱
اسماعیل بقایي: له امریکا سره مو د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران تر اوسه له امریکا سره د اټومي موضوع په اړه هېڅ ډول خبرې اترې نه دي کړې او د وروستیو تماسونو موخه یوازې د پخواني تفاهم د ځینو مادو د عملي کېدو ارزونه وه.

بقايي څرګنده کړې چې له امریکا سره د وروستۍ هوکړې په اړه رسمي مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې د تفاهم‌لیک د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، لسمې او یوولسمې مادو د عملي کولو بهیر پیل شوی وي.

هغه زیاته کړه چې سویس ته د ایران د مذاکره‌کوونکي پلاوي وروستی سفر هم د همدې لپاره ترسره شوی و، څو ډاډ ترلاسه شي چې د یادو مادو د پلي کېدو بهیر عملي بڼه غوره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: «موږ د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي.»

بقايي همداراز وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټنو او څارنې بهیر به د پخوا په څېر دوام ولري او په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي تفاهم، اټومي پروګرام او د نړیوالې اټومي ادارې د پلټنو په اړه ګڼ راپورونه او اټکلونه خپاره شوي دي.

په کور دننه سیالۍ؛ په کابل کې د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
په کور دننه سیالۍ؛ په کابل کې د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې په کابل کې د پاورلیفټینګ فدراسیون له لوري د کابل ښار د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د کابل ولایت له اتو بېلابېلو کلبونو څخه له ۱۲۰ څخه زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د دغو پیل شویو سیالیو په لړ کې به لوبغاړي په څلورو بېلابېلو عمري کټګوریو کې لوبې وکړي. په دغو کټګوریو کې نوي ځوانان شامل دي چې ترمنځ به یې سیالۍ ترسره شي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایله کې به ۱۵ غوره ورزشکاران د کابل ولایت د پاورلیفټینګ منتخبې لوبډلې ته غوره شي. دا غوره شوي لوبغاړي به په راتلونکي کې د پاورلیفټینګ په ملي سیالیو کې د ګډون حق هم ترلاسه کړي.

یادې سیالۍ د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ تنظیم شوې دي چې هدف یې د غوره استعدادونو پېژندل دي. د دغو سیالیو تنظیموونکي وایي چې دا ډول لوبې د ځوانانو ترمنځ د ورزش د پراختیا او د هغوی د هڅونې لپاره خورا ګټورې دي.

ډونالډ ټرمپ: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي به په مناسب وخت ایران ته ولاړ شي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي به په مناسب وخت ایران ته ولاړ شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپویلي، د ایران د اټومي فعالیتونو د څارنې لپاره به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکي «په مناسب وخت» کې ایران ته ولاړ شي او خپلې دندې به ترسره کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ د امریکا پنسلوانیا ایالت ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پلټنو په اړه ناسم دریځ خپل کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا د ایران په اړه خپلې موخې په بریالیتوب سره پر مخ وړي او اصلي هدف یې دا دی چې ایران هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې پلټونکي به څه وخت په عملي ډول ایران ته ولاړ شي، وویل: «په مناسب وخت کې، بېړه نشته، خو هغوی به په مناسب وخت کې هلته حاضر شي.»

د امریکا ولسمشر همداراز ادعا وکړه چې واشنګټن ایران په داسې وضعیت کې راوستی چې تر دې وړاندې هېڅ بل امریکایي حکومت نه و توانېدلی. د هغه په وینا، د ایران پوځي وړتیاوې سختې زیانمنې شوې او اوس تهران د مذاکراتو لپاره په قوي دریځ کې نه دی.

ټرمپ زیاته کړه چې سره له دې وضعیت څخه، په راتلونکې کې له ایران څخه ترلاسه کېدونکې پیسې به د امریکا کروندګرو ته ګټه ورسوي، څو ایران ته د جوارو، سویابینو او غنمو صادرات ترسره کړي.

هغه ادعا وکړه چې ایران اوس له اقتصادي ستونزو، د خوړو او درملو له کمښت او لوړې انفلاسیون سره مخ دی، او دا وضعیت د دغه هېواد پر کورني اقتصاد پراخ فشارونه وارد کړي دي.

نور رحمان اخلاقي: جمعه‌خان فاتح ته د خپل تېر تاریخ د سمولو زرین چانس دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱
نور رحمان اخلاقي: جمعه‌خان فاتح ته د خپل تېر تاریخ د سمولو زرین چانس دی
100%

د افغانستان د تېر جمهوريت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د بدخشان له ناراضي طالب قوماندان جمعه‌خان فاتح څخه غوښتي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د غوښتنو پر وړاندې ودرېږي. هغه ویلي، دا د جمعه خان فاتح د تېر تاریخ د سمولو لپاره یو زرین چانس دی.

اخلاقي پر اېکس پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا پرېکړه د بدخشان د خلکو په منځ کې د نوموړي د تېر تاریخ د سمولو لپاره یو زرین چانس دی.

نور رحمان اخلاقي لیکلي چې جمعه‌خان فاتح د هبت‌الله د زورواکۍ او فشارونو پر وړاندې د درېدو لپاره ډېر انتخابونه نه لري. د هغه په وینا، فاتح یا باید ودرېږي او په خپل ژوند کې د افتخار لاره غوره کړي چې ان د مړینې په صورت کې به یې هم مړینه په عزت وي، او یا به یو ځل بیا د «غایب ملا پر وړاندې زنګون وهي» چې په دې حالت کې به له سختو ذلتونو او ستونزو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعه‌خان فاتح یو نږدې ملګري افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې دغه ناراضي قوماندان په کابل کې د طالبانو د استخباراتو په یو ریاست کې د دندې وړاندیز رد کړی دی. د سرچینې په وینا، فاتح لا هم په بدخشان کې د خپلو خلکو په منځ کې دی او له طالبانو سره یې پر کومې دولتي څوکۍ هوکړه نه ده کړې.

بل لور ته، د بدخشان په ولایت کې د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په دغه ولایت کې د شته ستونزو د حل په موخه یو لوړپوړی کمیسیون جوړ کړی دی. دغه کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې په سیمه کې د ناراضي قوماندانانو او سیمه ییزو ننګونو په اړه څېړنې وکړي.

د یادولو وړ ده چې په بدخشان کې د قندهارۍ او بدخشۍ طالبانو ترمنځ د سرو زرو د کانونو د کنټرول پر سر له پخوا راهیسې پټه جګړه او اختلافات روان دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو د مشرتابه او سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ د سرچینو او واک پر سر دغو ناندریو په بدخشان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو تر څنګ د ناراضیتوب کچه هم لوړه کړې ده.

اندیشه: طالبانو سره د اروپايي هېوادونو مشکوکې معاملې د کډوالو د جبري ایستلو ګواښ زیاتوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
اندیشه: طالبانو سره د اروپايي هېوادونو مشکوکې معاملې د کډوالو د جبري ایستلو ګواښ زیاتوي
100%

د جنیوا لپاره د افغانستان استازي نصیراحمد اندیشه خبرداری ورکړی، چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو او طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د جبري ایستلو او یا درېیمو هېوادونو ته د هغوی د لېږد په تړاو احتمالي «مشکوکې معاملې او راکړې ورکړې» د جدي اندېښنې وړ دي.

اندیشه د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲مه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون یوې غونډې ته وویل چې دا ډول اقدامات د کډوالو د ملاتړ موجودې تشې لا پسې پراخوي او د «زنځیري ایستلو» ګواښ زیاتوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پایلې، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو لپاره، ډېرې خطرناکې کېدای شي؛ ځکه د هغه په وینا، دغه کسان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سیستماتیک ځورونې او فشار سره مخ دي.

د اندیشه په وینا، افغانان لا هم د هغو کډوالو له سترو ډلو څخه دي چې د بیا مېشتېدو او خوندي لېږد اړتیا لري، خو د قانوني کډوالۍ لارې او د هېواد پرېښودو حق ورځ تر بلې محدودېږي.

هغه زیاته کړه چې د بیا مېشتېدو هغه پروګرامونه چې پخوا یې له زیانمنو افغانانو ملاتړ کاوه، اوس یا ځنډول شوي او یا هم درول شوي دي، چې له امله یې زرګونه افغانان په درېیمو هېوادونو کې، ډېری وخت د بند ته ورته شرایطو کې، له نامعلوم برخلیک سره مخ پاتې دي.

اندیشه له ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې دا حقیقت ومني چې اوس مهال په افغانستان کې د خوندي او داوطلبانه ستنېدو لپاره لازم شرایط نه شته، او د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو له مخې باید د قانوني لارو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اروپا کمېسیون د طالبانو یوه تخنیکي پلاوي ته بروکسل ته د سفر بلنه ورکړې، څو افغانستان ته د کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، بلجیم د دغه پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې دي او تمه ده چې هغوی بروکسل ته ورسېږي.