د ۲۴ ساعتونو په موده کې ۲۴ سوداګریزې کښتۍ د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې

سياېناېن د دوشنبې په ورځ د مارین ټرافیک د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۴ سوداګریزې کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې دي. شمېرې ښيي، د نړۍ د انرژۍ په یوه مهم سمندري دهلېز کې د کښتیو تګراتګ د پخوا پرتله ډېر شوی دی.
