د بښنې نړېوال سازمان پر پاکستان غږ کړی چې بلوڅ فعالان سمدستي خوشې کړي

د پښنې نړيوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي باید هغه بلوڅ فعالان (ماهرنګ بلوڅ او صبغت الله شاه جي) سمدستي خوشې کړي چې له پټې محاکمې وروسته پر عمر بند محکوم شوي دي.

د پښنې نړيوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي باید هغه بلوڅ فعالان (ماهرنګ بلوڅ او صبغت الله شاه جي) سمدستي خوشې کړي چې له پټې محاکمې وروسته پر عمر بند محکوم شوي دي.
د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سرپرستې سیمه ییزې مشرې، ایزابل لاسي د کویټې د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا بلوڅ فعالانو ماهرنګ بلوڅ او صبغت الله شاه جي ته د ټول عمر بند سزا اورولو په غبرګون کې وویل:
«دا پرېکړه چې د عادلانه محاکمې پر حق یو تېری دی، ښيي چې څنګه د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانین د سوله ییزو مخالفتونو د غلي کولو لپاره په ناوړه توګه کارول کېږي.»
هغې وويل، دا محکومیت او سزا د زندان په انګړ کې له یوې ګړندۍ او پټې محاکمې وروسته وشوه، چې د هغې په ترڅ کې د عادلانه محاکمې د نړیوالو معیارونو او قانوني پړاوونو په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې.
همداراز د نړیوال سازمان مشرې زیاته کړه، ماهرنګ او ملګري یې یوازې د خپلو بشري حقونو د فعالیتونو له امله په نښه کېږي دوی باید سمدستي خوشې شي او د دوی له فعالیتونو سره تړلي ټول تورونه باید لیرې شي.
ماه رنګ بلوڅ چې د بلوڅ یووالي کمېټې مشره ده، د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې ورته د «اېفسي» ځواک د یوه سرتېري د وژنې اړوند قضیه کې د عمري بند سزا واوروله.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزيسيون مشر محمود خان اڅکزي وایي، د ده پر ضد خبرې پيل کړل شوي چې خلکو ته یې ويلي د افغانستان تذکرې دې جوړې کړي، خو په خپله «پنځه میلیونه پاکستانیان دوه ګونی تابعیت لري».
هغه وويل، پاکستانیان چې دوه ګونی تابعيت یې ترلاسه کړی، په «هغو کې جنرالان هم شته، غریب هم شته او بډایه هم. د کاناډا، امریکا، جرمني، ترکیه، ایټالیا تابعتونه لري».
هغه د پوښتنې په توګه وويل که کوم پاکستانی افغان تذکره ترلاسه کړي او کوم افغان وګړی د پاکستان پېژندپاڼه ولري «نو ایا اسمان به راولوېږي که چیرې کوم پنجابی لاړ شي او په کابل کې بنګله جوړه کړي او پښتانه دلته پنجاب ته راشي؟ په دې کې څه بد دي؟ لاړ شئ بسم الله کړئ، دا کومه بده خبره ده؟»؟
محمود خان اڅکزي وويل، «دا چې زما خلاف خبرې کوي، زه پوهېږم چې د دې ټولو تذکرې جوړې شوې دي، د ټولو تذکرې شته، نو دوه ګونی تابعیت لرل کومه بده خبره نه ده، په نړۍ کې د دې خپل قوانین شته چې که تاسو دوه ګونی تابعیت ولرئ».
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزيسيون مشر محمود خان اڅکزي ويلي، له ازاد کشمیر څخه د بشري حقونو د استازو او خبریالانو یو پلاوی ورسره ليدلي او هغوی ورته د یوې خورا د اندېښنې وړ وضعیت په اړه ويلي چې کشمیر ته د خوړو او درملو پر لېږدولو بندیز لګول شوی دی.
محمود خان اڅکزي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته رسنیو سره په خبرو کې وويل، کشمير ته د خوړو او درملو پر رسولو بنديز «دا ګام په کلکه د غندلو وړ دی. موږ د کوم دښمن هېواد سیمه نه ده کلابنده کړې چې د کومې کلا د فتح کولو هڅه کوو».
هغه وويل: «زه د رسنیو له لارې په کلکه غوښتنه کوم چې هیله ده د درملو او خوړو بندیز پای ته ورسوئ. دا کومه لاره ده؟ هلته ماشومان ژاړي او د هغوی حالت خورا خراب کړل شوی دی. موږ د کشمیر د خلکو لپاره لږ تر لږه دا بشري غوښتنه خامخا کوو».
نوموړي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د ولسي ګډې کاري کمېټې پر وړاندې حکومتي چلند ته په غبرګون کې وويل: «تاسو ادعا کوئ چې موږ پاکستان جوړول غواړو، خو پاکستان په دې توګه نه جوړېږي».
اڅکزي زیاته کړه، د وخت غوښتنه همدا ده چې وضعیت سمدستي عادي حالت ته راوګرځول شي. هغه غوښتنه وکړه، «که د هغوی غوښتنې د اساسي قانون او انساني اصولو سره سمې وي، نو باید ومنل شي؛ مسایل د خبرو اترو له لارې حل کېږي، نه په زور زیاتي او وهلو ټکولو سره».
د يادونې وړ ده چې د جون له ۵مې نېټې راهیسې د ګډې ولسي کاري کمیټې له خوا د حقونو د غوښتنو لپاره په ازاد کشمير کې پيل شوی اعتراضي لاريون لا هم دوام لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د لومړي وزیر شهباز شریف په رسمي بلنه نن سه شنبه (د چنګاښ په ۲مه) اسلام اباد سفر کوي.
د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د ايران د لسمشر مسعود پزشکیان د اسلام اباد د سفر په اړه خبرپاڼه کې وويل، له پزشکیان سره به یو لوړ پوړی پلاوی ملګری وي او د دغه سفر په ترڅ کې به پزشکيان د پاکستان له ولسمشر سره وګوري او له لومړي وزیر سره به رسمي خبرې اترې وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وويل، «دا سفر به د اسلاماباد د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د روانو ډیپلوماټیکو هڅو او همدارنګه د دوه اړخیزو ګټو د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت برابر کړي».
د پاکستان د بهرنيو چارو په خبرپاڼه کې زياته کړل شوه، دا به د ایران د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکيان دویم سفر وي. «د سفر په جریان کې، دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو بشپړ بهیر وڅېړي او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د لا ژورولو لپاره نوې لارې چارې ولټوي، چې په کې سوداګري، انرژي، سرحدي امنیت، د خلکو ترمنځ تبادلې او سیمه ییز اتصال شامل دي».
د ايران ولسمشر په داسې حال کې د اسلام اباد سفر کوي، چې له دې يوه ورځ وړاندې د پاکستان او قطر هېوادونو په مينځګړيتوب د امریکا او ايران ترمنځ خبرې پيل شوې.
په پاکستان کې یو شمېر سياسي ګوندونو د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند اورول شوې سزا غندلې او ویلي یې دي چې دا په اصل کې د ملي حقونو د عدالت او مبارزې د ځپلو هڅه ده.
د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د «اېفسي» یوه سرتېري د وژنې اړوند قضیه کې د عمري بند سزا واوروله.
د پاکستان په ملي پارلمان کې د اپوزېسيون مشر محمود خان اڅکزي د ماهرنګ بلوڅ د سزا په اړه رسنيو سره په خبرو کې وويل، په پاکستان کې «يوازې ماهرنګ ته سزا نه ده ورکړل شوې ټول پاکستان ته سزاګانې ورکړل کیږي په هغو کې ماهرنګ هم شامله ده».
د عوامي نشنل ګوند د بلوچستان ايالت مشر اصغر خان اڅکزي په يوه بيان کې وويل، «د محکمې لخوا ماهرنګ بلوڅ او د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشرانو ته اورول شوو سزاګانو په کلکه غندنه کوي او دا په اصل کې د ملي حقونو د عدالت د مبارزې د ځپلو هڅه ده».
هغه زياته کړه، تاریخ شاهد دی چې د حق او رښتیا لپاره پورته شوي غږونه بندي کېدای شي، خو ماتې ورته نه شي ورکول کېدای».
پاکستان تحریک انصاف پر ماهرنګ بلوڅ باندې پر صادره شوې سزا باندې د ژورې اندېښنې او افسوس څرګندونه کړه او ویې ويل: «په دې قضيه کې د بنسټیز انصاف غوښتنې نه دي پوره شوي او هغې ته د عادلانه محاکمې حق نه دی ورکړل شوی».
د جماعت اسلامي ګوند د بلوچستان مشر هدايت الرحمان وويل، د ماهرنګ بلوڅ او نورو پر وړاندې عدالتي پرېکړه په هېڅ ډول د عدالت له غوښتنو سره سمه نه ده.
هغه وويل: «موږ پر دې پرېکړه خپله سخته اندېښنه څرګندوو. د محکمو پېژندنه خو عدالت، بېطرفي او د قانون واکمني وي، خو په بلوچستان کې وضعیت په بشپړ ډول د دې برعکس دی او داسې پرېکړې چې په ولسي کړیو کې پوښتنې او اندېښنې راپورته کوي، پر دولتي ادارو باور زیانمنوي».
د بلوچستان نشنل ګوند مشر اخترمېنګل ماهرنګ بلوڅ ته د اورول شوې سزا په غبرګون کې پوښتنه راولاړه کړه او ویې ويل: «کله چې پرېکړې تر تړلو دروازو شا ته، د قاضیانو، تورنو یا د هغوی د مدافع وکیلانو له شتون پرته کېږي، نو د قانون، عدالت او اساسي قانون څه شی پاتې کېږي؟».
د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د لارو تړل پاتې کېدو او د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړېږي.
نوموړی وایي، د لارو بندېدو له کبله په پاکستان کې کاروبار سخت زیانمن شوی او په سلګونه زره خلک وزګار شوي دي. هغه د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې په یاده جرګه کې به د سوداګرۍ او صنعت اړوند ټول مهم شریکان ګډون ولري او د ستونزو پر اوږدمهاله حل به هر اړخیز بحثونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، تر هغې چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزې لارې په بشپړ ډول بیا نهوي پرانیستل شوې پاکستان به له اقتصادي ځوړ سره مخ وي. هغه غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلاف دې له سوداګرۍ جلا شي؛ ترڅو دواړه خواوو ته عام خلک له زیان څخه وژغورل شي.
ورته مهال په تورخم کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې د لارې تړل پاتې کېدو له کبله ۲۰ لکه کسان وزګار شوي او سوداګرو د دغه لارو د بندېدو له کبله شاوخوا ۲۷۸ مېلیونه ډالر مالي زیان لیدلی.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري د دغه غونډې د ګډونوالو په حواله ویلي، چې د لارو د بندېدو له کبله د خیبر پښتونخوا ۵۰ سلنه کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي او ګڼ سوداګر اړ شوي چې خپل فعالیتونه لاهور او نورو ښارونو ته انتقال کړي.
اسد قیصر د جولای میاشتي جوړېدونکې جرګه د ستونزو د حل، سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د بیارغونې لپاره اغېزمنه ګڼلې ده.