د افغانستان د خبریالانو مرکز پر تمدن ټلوېزیون د طالبانو یرغل وغنده

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د طالبانو د عدلیې وزارت اړوندو ځواکونو له خوا پر تمدن ټلوېزیون یرغل او بندول غندلي دي. دوی ویلي چې د طالبانو دا اقدام د ازادو رسنیو د ځپلو، د لږکیو د غږ د چوپولو او د بیان ازادۍ حق د کمزوري کولو لپاره د دغې ډلې د پرلهپسې هڅو څرګندونه کوي.
