اروپايي کمیسیون وايي چې له طالبانو سره د «کابل د ناستې» په تعقیب خبرې کیږي

د اروپا کمیسیون وايي، چې له طالبانو سره په بروکسل کې په تخنیکي کچه خبرې کیږي او له دې وړاندې په جنوري میاشت کې یوه ناسته په کابل کې ورسره شوې ده. د کمیسیون ویاند مارکس لامېرټ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې « دغه تخنیکي اړیکې د غړو هېوادونو د یوه ابتکار په ځواب کې دي».
