د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

د پاکستان او روسیې ترهګرۍ ضد ګډې کاري ډلې ۱۲مه غونډه اسلام اباد کې جوړه شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو چارواکو پکې د سیمه ییزو ترهګریزو ګواښونو، په ځانګړي ډول افغانستان اړوند اندېښنو په اړه خبرې کړې دي.
