• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

په کور دننه سیالۍ؛ په کابل کې د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې په کابل کې د پاورلیفټینګ فدراسیون له لوري د کابل ښار د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د کابل ولایت له اتو بېلابېلو کلبونو څخه له ۱۲۰ څخه زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د دغو پیل شویو سیالیو په لړ کې به لوبغاړي په څلورو بېلابېلو عمري کټګوریو کې لوبې وکړي. په دغو کټګوریو کې نوي ځوانان شامل دي چې ترمنځ به یې سیالۍ ترسره شي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایله کې به ۱۵ غوره ورزشکاران د کابل ولایت د پاورلیفټینګ منتخبې لوبډلې ته غوره شي. دا غوره شوي لوبغاړي به په راتلونکي کې د پاورلیفټینګ په ملي سیالیو کې د ګډون حق هم ترلاسه کړي.

یادې سیالۍ د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ تنظیم شوې دي چې هدف یې د غوره استعدادونو پېژندل دي. د دغو سیالیو تنظیموونکي وایي چې دا ډول لوبې د ځوانانو ترمنځ د ورزش د پراختیا او د هغوی د هڅونې لپاره خورا ګټورې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

نور رحمان اخلاقي: جمعه‌خان فاتح ته د خپل تېر تاریخ د سمولو زرین چانس دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱
نور رحمان اخلاقي: جمعه‌خان فاتح ته د خپل تېر تاریخ د سمولو زرین چانس دی
100%

د افغانستان د تېر جمهوريت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د بدخشان له ناراضي طالب قوماندان جمعه‌خان فاتح څخه غوښتي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د غوښتنو پر وړاندې ودرېږي. هغه ویلي، دا د جمعه خان فاتح د تېر تاریخ د سمولو لپاره یو زرین چانس دی.

اخلاقي پر اېکس پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا پرېکړه د بدخشان د خلکو په منځ کې د نوموړي د تېر تاریخ د سمولو لپاره یو زرین چانس دی.

نور رحمان اخلاقي لیکلي چې جمعه‌خان فاتح د هبت‌الله د زورواکۍ او فشارونو پر وړاندې د درېدو لپاره ډېر انتخابونه نه لري. د هغه په وینا، فاتح یا باید ودرېږي او په خپل ژوند کې د افتخار لاره غوره کړي چې ان د مړینې په صورت کې به یې هم مړینه په عزت وي، او یا به یو ځل بیا د «غایب ملا پر وړاندې زنګون وهي» چې په دې حالت کې به له سختو ذلتونو او ستونزو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعه‌خان فاتح یو نږدې ملګري افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې دغه ناراضي قوماندان په کابل کې د طالبانو د استخباراتو په یو ریاست کې د دندې وړاندیز رد کړی دی. د سرچینې په وینا، فاتح لا هم په بدخشان کې د خپلو خلکو په منځ کې دی او له طالبانو سره یې پر کومې دولتي څوکۍ هوکړه نه ده کړې.

بل لور ته، د بدخشان په ولایت کې د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په دغه ولایت کې د شته ستونزو د حل په موخه یو لوړپوړی کمیسیون جوړ کړی دی. دغه کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې په سیمه کې د ناراضي قوماندانانو او سیمه ییزو ننګونو په اړه څېړنې وکړي.

د یادولو وړ ده چې په بدخشان کې د قندهارۍ او بدخشۍ طالبانو ترمنځ د سرو زرو د کانونو د کنټرول پر سر له پخوا راهیسې پټه جګړه او اختلافات روان دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو د مشرتابه او سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ د سرچینو او واک پر سر دغو ناندریو په بدخشان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو تر څنګ د ناراضیتوب کچه هم لوړه کړې ده.

اندیشه: طالبانو سره د اروپايي هېوادونو مشکوکې معاملې د کډوالو د جبري ایستلو ګواښ زیاتوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
اندیشه: طالبانو سره د اروپايي هېوادونو مشکوکې معاملې د کډوالو د جبري ایستلو ګواښ زیاتوي
100%

د جنیوا لپاره د افغانستان استازي نصیراحمد اندیشه خبرداری ورکړی، چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو او طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د جبري ایستلو او یا درېیمو هېوادونو ته د هغوی د لېږد په تړاو احتمالي «مشکوکې معاملې او راکړې ورکړې» د جدي اندېښنې وړ دي.

اندیشه د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲مه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون یوې غونډې ته وویل چې دا ډول اقدامات د کډوالو د ملاتړ موجودې تشې لا پسې پراخوي او د «زنځیري ایستلو» ګواښ زیاتوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پایلې، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو لپاره، ډېرې خطرناکې کېدای شي؛ ځکه د هغه په وینا، دغه کسان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سیستماتیک ځورونې او فشار سره مخ دي.

د اندیشه په وینا، افغانان لا هم د هغو کډوالو له سترو ډلو څخه دي چې د بیا مېشتېدو او خوندي لېږد اړتیا لري، خو د قانوني کډوالۍ لارې او د هېواد پرېښودو حق ورځ تر بلې محدودېږي.

هغه زیاته کړه چې د بیا مېشتېدو هغه پروګرامونه چې پخوا یې له زیانمنو افغانانو ملاتړ کاوه، اوس یا ځنډول شوي او یا هم درول شوي دي، چې له امله یې زرګونه افغانان په درېیمو هېوادونو کې، ډېری وخت د بند ته ورته شرایطو کې، له نامعلوم برخلیک سره مخ پاتې دي.

اندیشه له ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې دا حقیقت ومني چې اوس مهال په افغانستان کې د خوندي او داوطلبانه ستنېدو لپاره لازم شرایط نه شته، او د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو له مخې باید د قانوني لارو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اروپا کمېسیون د طالبانو یوه تخنیکي پلاوي ته بروکسل ته د سفر بلنه ورکړې، څو افغانستان ته د کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، بلجیم د دغه پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې دي او تمه ده چې هغوی بروکسل ته ورسېږي.

د افغان ستورمزلي مړینه؛ تر اوسه د طالبانو حکومت او لوړ پوړو چارواکو غمرازي نه‌ده ښکاره کړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱
د افغان ستورمزلي مړینه؛ تر اوسه د طالبانو حکومت او لوړ پوړو چارواکو غمرازي نه‌ده ښکاره کړې
100%

د افغانستان انټرنشنل – بښتو موندنې په ډاګه کوي چې تر اوسه پورې د طالبانو حکومت او د دغه ډلې لوړ پوړو چارواکو د افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند پر مړینه هېڅ ډول رسمي او غیر رسمي غبرګون نه دی ښوولی. هم‌مهاله پخوانیو ولسمشرانو محمد اشرف غني‌ او حامد کرزي خواشیني ښوولې ده.

افغان ستور مزلی عبدالاحد مومند د جون میاشتې په ۲۱مه نېټه جرمني کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ. د دغه ستور مزلي مړینه ګڼو افغان سیاستوالو او یو شمېر بهرنیو بنسټونو لویه ضایع وبلله؛ خو طالبان یې لا هم په تړاو چوپه خوله دي.

په خواله رسنیو کې یو شمېر افغانانو غوښتنه کړې وه چې د هغه جسد باید په ډېر درناوي افغانستان ته لېږدول شوی وی او هلته خاورو ته سپارل شوی وی، خو طالبانو لا تر اوسه نه یوازې چې دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی بلکې په رسمي توګه یې د دغه افغان ستور مزلي د مړینې په تړاو هم هېڅ نه دي ویلي.

په خواله رسنیو کې یو شمېر افغان کاروونکو د طالبانو دغه چوپتیا غندلې او دا یې د افغانستان ل علمي قشر سره د دغه ډلې د کېنې یوه څرګنده بېلګه بللې ده.

مومند لومړنی کس و چې پښتو یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو وګرځوله او له ځان سره یې قران کریم یووړ.

مومند د ۱۳۶۷ کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټي‌ام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.

مومند د دغه ماموریت په لړ کې د «لینین» نښان او د «شوروي اتحاد د اتل» لقب ترلاسه کړ.

مومند د ۱۳۳۷ کال په مرغومي میاشت کې په غزني ولایت کې په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی و او په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له زده کړو وروسته د افغانستان په هوايي ځواک کې شامل شو.

هغه لومړنی افغان او د نړۍ څلورم مسلمان و چې فضا ته یې سفر وکړ او لومړی مسلمان و چې قران کریم یې فضا ته یووړ.

پښتنه سیاستواله: د افغان مېرمنو او نجونو پر ضد بنديزونه د بنسټيزو حقونو سرغړونه ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱
پښتنه سیاستواله: د افغان مېرمنو او نجونو پر ضد بنديزونه د بنسټيزو حقونو سرغړونه ده
100%

پښتنه سیاستواله او د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مرکزي سيکرتره صاحبه بړېڅې ويلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري لګېدلي بندېزونه د اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه ده او دوی په هر ډګر کې د افغان مېرمنو ترڅنګ ولاړې او ملاتړ یې کوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې صاحبه بړېڅې وويل، د ۲۰۲۱م کال د اکست په ۱۵م چې په افغانستان کې جمهوري نظام وپرځېده، ورسره سم په افغان مېرمنو بنديزونه لګېدل پيل شول، د نجونو په لوړو زده کړو او ليک لوست باندې بنديز ولګول شو، همدارنګ د مېرمنو دندې وتړل شوې او د کار روزګار څخه منع کړل شوې.

هغې زياته کړه، «پښتونخوا نشنل عوامي ګوند په افغان خوېندو باندې د لګېدلو بنديزونو مخالفت کوي»

بړېڅې وويل، مېرمنې د نړۍ نيمه ابادي ده، که نيمه ابادي د ليک لوست، وظيفو او کاروباري چارو څخه محرومه پاتې شي نو په داسې حال کې به نړۍ څنګه پر مخ ولاړه شي.

د مېرمنو پر وړاندې بنديزونو او په ځانګړي ډول د زده کړو څخه د نجونو منع کولو په اړه هغې وویل، دا کار به په خپله افغانستان د «نړۍ څخه ۱۰۰ کاله شاته پاتې کړي».

د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ په تړاو یې وويل، «بايد افغان مېرمنو ته بشري اساسي حقونه ترلاسه شي، موږ د افغان مېرمنو ملاتړ کوو او په هر ډګر کې به د افغان مېرمنو لپاره غږ پورته کوو».

هغې زياته کړه، بايد افغان مېرمنو ته د زده کړو او کاروباري چارو په برخه کې ازادي ورکړل شي تر څو افغان ټولنه پرمختګ وکړي.

طالبان بروکسل ته د خپل پلاوي سفر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پیل نوی باب ګڼي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
طالبان بروکسل ته د خپل پلاوي سفر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پیل نوی باب ګڼي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې بروکسل ته د دوی د پلاوي نننی سفر د طالبانو او اروپايي اتحادیې په اړیکو کې د مهم پړاو د پیل نښه ده.

ده زیاته کړې چې دا ګام د افغانستان، جرمني او ناروې تر منځ د مخکینیو هوکړو له تعقیب وروسته اخیستل شوی، چې له مخې یې افغان دیپلوماتانو په دغو هېوادونو کې خپل کار بېرته پیل کړی دی. د هغه په وینا، یادو ماموریتونو تر دې وروسته «سالم او شفاف» قونسلي خدمتونه اروپايي مېشتو افغانانو ته برابر کړي دي.

جلالي ټینګار کړی چې د جرمني او ناروې تجربه کولای شي نورو اروپايي هېوادونو ته د تعامل یو عملي نمونه شي. ده ویلي چې هدف دا دی چې اروپايي افغانان باور وړ خدماتو او له خپل وطن سره اغېزمنو د اړیکو لارو ته ښه لاسرسی ولري.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د بروکسل دا لیدنه به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ عملي او دوامدار تعامل ته لاره هواره کړي. ده زیاته کړې چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په مشري دا بهیر د اروپايي لوري سره د اړیکو په تنظیم او پراختیا کې مرسته کوي.

له بلې خوا، د اروپايي اتحادیې په کوربه‌توب بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر د مهاجرت او قونسلي خدماتو پر بحثونو هم متمرکز بلل شوی دی. د اروپايي سیاستوالو یوه برخه اندېښنه لري چې داسې ناستې دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ورکولای شي.