• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام جار د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي غوښتنه کړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د هرات والي اسلام جار په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا د شرکتونو ټولنې له مشر سره لیدنه کې دخواف–هرات اوسپنې پټلۍ د فعالیتونو د پراختیا،او د لېږد ظرفیت د لوړولو غوښتنه کړې ده. ایراني لوری ژمنه کړې چې د لېږد کچه به په میاشت کې ۱۵۰ زره ټنو ته لوړه کړي.

دطالبانو د هرات ولایت د والي ددفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې اسلام جار ویلي، د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ کرښه د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو ده او زیاته کړې یې ده چې د رباط پریان تمځای به هم په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه له ایراني لوري غوښتي چې د دې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه نوره هم لوړه کړي او ټینګار یې کړی چې د هرات سیمه ییزه اداره د دې مهمې ترانزیټي کرښې د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

بل خوا، په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا د کنسرسیوم مشر مصطفی رضایي د هرات د سیمه ییزې ادارې د همکاریو د ستاینې تر څنګ ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د دې لارې د لېږد ظرفیت میاشت کې ۱۵۰ زره ټنو ته لوړ کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغان ښځینه مشرانو ټولنې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي پر سفر اندېښنه ښودلې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۹ GMT+۱
د افغان ښځینه مشرانو ټولنې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي پر سفر اندېښنه ښودلې
100%

د افغان ښځینه مشرانو ټولنې بروکسل ته د طالبانو دسفر په غبرګون کې ویلي، چې له حساب او کتاب پرته له طالبانو سره هر ډول تعامل د بشري حقونو او جنسیتي برابرۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې ژمنې تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه فورم ټینګار کړی په داسې حال کې چې افغانې ښځې او نجونې په نړۍ کې د جنسیت پر بنسټ تر ټولو سخت سیستماتیک ظلم تجربه کوي، له طالبانو سره هر ډول بې‌شرطه تعامل هغه اصولو کمزوري کولای شي، چې اروپايي ټولنې یې د ساتلو ژمنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې تر پایه ۲۶۲ فرمانونه صادرې کړي دي چې له دې جملې څخه ۱۶۶ فرمانونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو د محدودولو لپاره دي.

دغې ټولنې زیاته کړې چې د دغو سیاستونو ټولیز اغېز د دې لامل شوی چې د ملګرو ملتونو کارپوهان، د بشري حقونو سازمانونه او حقوق پوهان په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جنسیتي ځورونې او جنسي نابرابرۍ په توګه وپېژني.

د افغان ښځینه مشرانو ټولنې همداراز د طالبانو له خوا د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د جزا د قانون د اصولو خپرېدو ته اشاره کړې چې د ماشومانو او جبري ودونو په وړاندې قانوني خوندیتوب کمزوری کوي.

دغه فورم له اروپايي ټولنې او د هغې له غړو هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د تعامل پر ځای حساب ورکولو ته لومړیتوب ورکړي او په نړیواله کچه د جرمني، هالند، کاناډا او اسټرالیا د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې غواړي د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون د سرغړونو قضیه د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

دوی ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید شفاف او د بشري حقونو د مشخصو معیارونو لکه د خپلسرو نیونو بندولو، د بندیانو خوشې کولو، د تبعیضي فرمانونو لغو او د ښځو حقونو ته درناوي په شرط وي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې بلجیم د کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د یوې ورځې لپاره محدودې ویزې صادره کړې دي.

هبت‌الله اخوندزاده د بدخشان د ستونزو د حل لپاره یو جګپوړی کمیسیون ګومارلی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
هبت‌الله اخوندزاده د بدخشان د ستونزو د حل لپاره یو جګپوړی کمیسیون ګومارلی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د بدخشان د ستونزو د اواري لپاره یو جګپوړی کمیسیون ټاکلی، چې عبدالحق وثیق، فصیح‌الدین، امان‌الدین او قاري دین محمد حنیف یې غړي دي. طالبانوجمعه خان فاتح ته د کابل د استخباراتو د یوې څانګې د ریاست وړاندیز کړی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله امیري د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر دغه ځانګړی کمیسیون د بدخشان د ستونزو د حل لپاره ټاکلی دی.

په دغه کمیسیون کې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، د فرامینو د څارنې او تعقیب ادارې مشر شمس‌الدین شریعتي، د پکتیکا والي امان‌الدین منصور او یو شمېر نور لوړپوړي طالب چارواکي شامل دي.

همدارنګه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر هم د دې کمیسیون په ترکیب کې شامل دی.

راپور زیاتوي چې کمیسیون د سې ‌شنبې په ورځ په فیض‌اباد ښار کې غونډه کړې ده.

د بدخشان لپاره د طالبانو والي اسماعیل غزنوي د دغه کمیسیون غړی نه دی، خو د راپور له مخې، د کمیسیون غړو له هغه سره هم لیدلي دي.

هبت‌الله اخوندزاده دغه کمیسیون ته دنده سپارلې چې د بدخشان ستونزې وڅېړي، د وضعیت ارزونه وکړي او یو راپور چمتو کړي چې په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته وړاندې شي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي چې د کانونو په ګډون د ولایت ټولې ستونزې به د همدغه کمیسیون له خوا وڅېړل شي.

جمعه خان فاتح، چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو له مشرتابه سره د کانونو او سروزرو د استخراج پر سر اړیکې ترینګلې شوې دي، تاره د هبت الله د یوه حکم له مخې د زابل ولایت د مرستیالۍ له پوسټ نه لرې شوی دی.

هانا نویمن: طالبانو تر اوسه د اروپایي اتحادیې هېڅ شرط نه دی پوره کړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۱
هانا نویمن: طالبانو تر اوسه د اروپایي اتحادیې هېڅ شرط نه دی پوره کړی
100%

د اروپایي پارلمان غړې هانا نویمن ویلي چې بروکسل ته د طالبانو بلل د هغوی فشار او عادي کولو ته لاره برابروي او دا د اروپایي اتحادیې له اصولو سره په ټکر کې دي. هغې ویلي چې بروکسل ته د طالبانو د سفر په تړاو یې د پارلمان له نورو غړو سره یو ځای اروپايي مشرانو ته پرانېستی لیک استولی.

هانا نویمن پر خپل اېکس لیکلي، چې طالبانو تر اوسه د اروپایي اتحادیې هېڅ یو ټاکل شوی شرط نه دی پوره کړی او په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي اپارتاید، ځورونې او عامه سزاګانې زیاتې شوې دي.

د هغې په وینا، دا ډول وضعیت باید د فشار زیاتولو لامل شي، نه دا چې طالبانو ته سیاسي لاسرسی او مشروعیت ورکړل شي.

نویمن ټینګار کړی چې هره بلنه، هره ویزه او هر رسمي ملاقات یو سیاسي پیغام لري او که طالبانو ته دا ډول فرصتونه ورکړل شي، دا به د هغوی د نړیوال مشروعیت هڅې پیاوړې کړي.

د اروپا د پارلمان او نورو بنسټونو یو شمېر غړو او د بشري حقونو افغان فعالانو له اروپایي کمېسیون او د اروپایي اتحادیې له غړو هېوادونو نه په یوه پرانېستي لیک کې غوښتي چې طالبانو ته دې سیاسي مشروعیت نه ور کوي او د هغوی استازي دې بروکسل ته د سیاسي یا مهاجرتي خبرو لپاره نه بولي.

په لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې که اروپا د مهاجرت د مدیریت لپاره له طالبانو سره تعامل د مشروعیت وسیله وګرځوي، نو دا به د نړیوالو اړیکو لپاره خطرناکه بېلګه شي چې نور حکومتونه او ډلې به ترې استفاده وکړي.

په لیک کې له اروپایي اتحادیې او غړو هېوادونو غوښتل شوي چې طالبانو ته د بلنې له ورکولو ډډه وکړي، له پرمختګ پرته له هر ډول سیاسي تعامل ځان وساتي، د افغان مدني ټولنې ملاتړ وکړي، د بشري ویزو لارې پراخې کړي او د نړیوال عدالت له هڅو سره همکاري وکړي.

ایراني پلاوي طالبانو ته په اسلام کلا کې د ازادې تجارتي سیمې جوړولو وړاندیز کړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۱
ایراني پلاوي طالبانو ته په اسلام کلا کې د ازادې تجارتي سیمې جوړولو وړاندیز کړی
100%

د ایران سوداګریز پلاوي په کابل کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د هرات ولایت په اسلام‌کلا سیمه کې د ازادې تجارتي سیمې د جوړولو وړاندیز کړی دی. ایراني چارواکي وايي، ددوغارون په څېر په افغانستان کې هم د ورته سیمې رامنځته کېدل به د بې ویزې او اسانه تجارت زمینه برابره کړي.

کابل ته د ایران او افغانستان سوداګرۍ خونې د پلاوي د وروستي سفر پر مهال ایراني اړخ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ته وړاندیز کړی، چې کابل هم د ایران د دوغارون ازادې تجارتي سیمې په څېر د هرات ولایت په اسلام کلا کې یوه ورته سیمه پرانیزي.

ددې طرح هدف د ګډ تولید رامنځته کېدل بلل شوي، چې ګډې فابریکې جوړې شي او د ایران تخنیکي پوهه او انرژي د افغانستان له ظرفیتونو سره یو ځای شي.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس محمود سیادت ویلي چې کابل او بلخ ته په سفرونو کې د دې موضوع په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې شوې دي او په دې لیدنو کې د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت او نورو مسوولینو له خوا مثبت غبرګون ښودل شوی دی.

سیادت ویلي چې په پیل کې داسې انګېرنه موجوده وه چې ښايي په افغانستان کې داسې یو ګډ ازاد زون جوړ شي چې د ایران د دوغارون له ازادې سیمې سره یو ځای شي، خو وروسته معلومه شوه چې د مشترک ازاد زون قانوني مفهوم ستونزې لري، ځکه هر هېواد خپل ګمرکي، اداري او حقوقي قوانین لري او د دواړو هېوادونو د قوانینو یوځای کول عملي نه دي.

هغه زیاته کړې چې له همدې امله عملي حل دا دی چې د پولې په دواړو خواوو کې جلا ازادې سیمې جوړې شي او سیمې به له قانوني پلوه بېلې وي، خو د همغږۍ او همکارۍ په چوکاټ کې به په ګډه کار کوي.

سیادت ویلي چې د افغان لوري هدف له ایران څخه د انرژۍ، متخصصینو، پوهې او ټکنالوژۍ ترلاسه کول او د طبیعي ظرفیتونو او کاري ځواک وړاندې کول دي، څو ګډ تولید رامنځته شي او محصولات نړیوالو بازارونو ته صادر شي. د هغه په وینا، دا موضوع په اوس وخت کې په جدي ډول تر کار لاندې ده.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي حسین محمدیان ایرنا ته ویلي چې دا وړاندیز د طالبانو د تجارت له وزیر سره په لیدنه کې مطرح شوی او هغه مثبت ځواب ورکړی دی.

نوموړي ویلي چې اوس مهال افغانان کولی شي د دوغارون ازادې سیمې ته بې ویزې داخل شي او که په اسلام‌کلا کې هم ورته سیمه جوړه شي، نو د سوداګرو تګ راتګ به لا ډېر اسانه شي.

په کابل کې د قطر په کوربه توب د یوناما او طالبانو ترمنځ ناسته شوې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۱
په کابل کې د قطر په کوربه توب د یوناما او طالبانو ترمنځ ناسته شوې
100%

په کابل کې د قطر سفارت ویلي چې د «افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو» په اړه یې یوه غونډه د یوناما او طالبانو د استازو په ګډون جوړه کړې ده.

د قطر سفارت د اعلامیې له مخې، دا غونډه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د راتلونکو اړیکو او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېده.

د قطر سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د یوناما سرپرستې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازولۍ سیاسي مرستیالې جورجټ ګانیون او د یوناما د سیاسي چارو د برخې مشر سکاټ سمېت ګډون کړی و.

د طالبانو په استازولۍ په دې ناسته کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ریس عبدالحی قانت ګډون کړی.

یوناما تر اوسه د دې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.