• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د کابل یو اوسېدونکی: طالبان مخابراتي شرکتونه د انټرنېټ د بیو لوړولو ته اړ باسي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۱

د کابل یوه اوسېدونکي، چې له مخابراتي شبکو سره ځان نږدې ګڼي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت پر مخابراتي شرکتونو فشار راوړی څو د انټرنېټ بیې لوړې کړي او له دې سره انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی محدود شي.

دغه کس ، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، ویلي چې د یوه مشهور مخابراتي شرکت یوه کارکوونکي چې د ده ملګری دی، ورته ویلي، د حکومت له لوري پر مخابراتي شبکو فشار زیات شوی څو د انټرنېټ خدمات په لوړه بیه وړاندې کړي.

د دغه کس په وینا، مخکې به د ۵۹۹ افغانیو په بدل کې شاوخوا ۴۰ جي‌بي انټرنېټ فعالېده، خو اوس په همدې بیه یوازې شاوخوا ۵ تر ۵،۵ جي‌بي انټرنېټ ترلاسه کېدای شي.

هغه ویلي په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انټرنېټ د بیو او کیفیت په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي او یو شمېر کاروونکي وايي چې د خدماتو کیفیت د بیو له لوړوالي سره سمون نه لري.

په ورته وخت کې په کابل او مزارشریف کې څو تنو عامو ښاریانو ویلي، چې د انټرنیټ په بیو کې یې تر دې دمه تغییر نه دی لیدلی.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل ښار د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو د کره‌والي پخلی نه شي کولی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د شغنان اوسېدونکي: د سړکونو خرابوالی هر کال د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱
د شغنان اوسېدونکي: د سړکونو خرابوالی هر کال د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي
100%

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د یادې ولسوالۍ د سړکونو خرابوالی د سیمې د خلکو له مهمو او اوږدمهاله ستونزو څخه ده چې تراوسه ورته اساسي حل‌لاره نه‌ده موندل شوې.

د دوی په وینا؛ د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې سړکونه سخت زیانمن شوي، کندې کپرې، ښوېیدنې او خطرناکې سیمې لري چې د موټرو تګ‌راتګ یې ستونزمن او ناامنه کړی دی.

د یادې سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې د بارانونو او واورو په موسم کې د سړکونو وضعیت لاپسې خرابېږي او د ترافیکي پېښو ګواښ په‌کې په څرګند ډول لوړېږي. د شغنان اوسېدونکي وایي، د همدې خرابو لارو له امله هر کال لسګونه مرګونې پېښې رامنځته کېږي او ګڼ خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دوی په خبره، د سړکونو خرابوالی یوازې د انساني تلفاتو لامل شوی نه‌دی؛ بلکې روغتیايي خدمتونو، ښوونیزو مرکزونو او بازارونو ته د خلکو لاسرسی یې هم سخت محدود کړی دی.

هغوی وایي، سره له دې چې دولتي چارواکي هرکال د دغه لارو د بیارغونې او ترمیم ژمنې کوي؛ خو تر اوسه دغه ژمنو عملي پایله نه‌ده ورکړې او د سړکونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون نه‌دی راغلی.

د ځایي اوسېدونکو په وینا؛ هغه چارې چې ترسره شوې دي، یا سطحي او لنډمهالې وې او یا هم د ستونزې د بنسټیز حل لپاره بسنه نه‌کوي؛ نو له همدې امله اصلي ستونزه لاهم پرځای پاتې ده.

د سیمې خلک زیاتوي، په وروستیو کلونو کې د دغه خرابو لارو له امله د پېښو او تلفاتو کچه تر دې بریده لوړه شوې چې د پخوانیو جګړو له کلونو سره د پرتلې وړ بلل کېږي. د دوی په باور؛ د سړکونو خرابوالی اوس د سیمې د خلکو د ژوند لپاره په یو جدي ګواښ بدل شوی دی.

د شغنان اوسېدونکي له طالبانو غواړي، چې یادې ستونزې ته بېړنۍ پاملرنه وکړي او د سړکونو د بنسټیزې بیارغونې پروژه عملي کړي؛ څو د انساني تلفاتو مخه ونیول شي او په دغه مهمه لاره کې د تګ‌راتګ خوندیتوب ښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې او د پام وړ انساني تلفات یې رامنځته کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د دغه پېښو ځانګړی لامل د لارو او سړکونو خراب وضعیت ګڼل کېږي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: « ښاروال خپل په فساد ککړ ملګري ګومارلي»

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۱
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: « ښاروال خپل په فساد ککړ ملګري ګومارلي»
100%

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د جلال‌اباد ښاروال قاري بسم الله بلال که څه هم څو ځله له خپلې دندې بدل شوی، خو د دوی په وینا، «د طالبانو دننګرهار د والي او د کورنیو چارو وزارت معیین د ملاتړ له امله په خپل مقام پاتې دی او خپل په فساد ککړ څلور ملګري یې هم ګومارلي دي».

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو پیغامونو کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې نوموړي د خپل تقرر پر مهال یو شمېر کسان له ځان سره ښاروالۍ ته راوستي او د نورو رسمي مامورینو پر ځای یې د ښاروالۍ مهمې چارې ور سپارلې دي.

ددغو اوسېدونکو د ادعا له مخې، په دغو کسانو کې د عوایدو امر اکبرعلي بریال، د قراردادونو امر طارق، د دفتر امر ذاهب الله او د تفتیش امر نورخان نوراني یاد شوي.

دغو کسانو ویلي، چې د ښاروالۍ زیات شمېر اداري بدلونونه او مقررۍ د اړیکو پر بنسټ کیږي او ځینې مامورین د همدې وضعیت له امله له فشار او اندېښنې سره مخ دي.

یو شمیر مامورینو ادعا کړي چې د شکایت کولو توان نه لري، ځکه د دوی په وینا، د شکایت په صورت کې له دندې د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت ښاروال او هغو کسانو، چې په دغه روایت کې ترې شکایت شوی، د یادو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه هم افغانستان انټرنشنل دغه ادعاوې تاییدولی شي.

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۱
د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»
100%

د سرپل ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او د اوبو د ترلاسه کولو په بدل کې طالبان ترې د هر کور پر سر ۲۰۰۰ افغانۍ اخلي. دوی ادعا کوي چې د اوبو نل‌لیکه بنده شوې او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

اقغانستان انټرنشنل ته په یوه رسېدلي پیغام کې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د خوال کلي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په سیمه کې د څښاک اوبو ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي او خلک له سختو اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د اوبو د سیستم د مدیریت چارې یو طالب مسوول په اجاره اخیستې دي او د اوبو د بندېدو له امله خلک اړ شوي چې په سختو شرایطو کې د څښاک اوبه برابرې کړي.

د دوی په وینا، هغه نل لیکه چې پخوا د مرستندویه بنسټونو له لوري جوړه شوې وه، اوس بنده شوې ده او د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له هر کور څخه ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.

دوی زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو، د کرنیزو حاصلاتو د کمېدو او د ناروغیو د زیاتېدو له امله د خلکو د ژوند وضعیت نور هم خراب شوی دی.

د خوال کلي اوسېدونکي له اړوندو مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې د څښاک اوبو ستونزه ژر تر ژره حل کړي او د اوبو د عادلانه وېش لپاره لازم اقدامات وکړي.

د بلخ اوسېدونکی: د طالبانو د رامنځته شویو شرايطو له کبله ازاد یو، خو د بندیانو احساس کوو

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱
د بلخ اوسېدونکی: د طالبانو د رامنځته شویو شرايطو له کبله ازاد یو، خو د بندیانو احساس کوو
100%

د مزار شریف یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، طالبانو د سختو شرايطو په رامنځ ته کولو سره د خلکو ژوند ناارامه کړی او پر ډېریو وګړو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې ده. نوموړي زیاته کړې: «د طالبانو د رامنځ ته شویو شرايطو له کبله ازاد یو؛ خو د زندانیانو احساس کوو».

دغه اوسېدونکي په افغانستان کې فقر، لوږه، د کار نشتوالی، د مرستو او همکاریو بندېدل او په دولتي ادارو کې خلکو ته نه پاملرنه هغه ستونزې یادې کړې، چې دامهال د طالبانو تر واک لاندې په پراخه کچه ترسترګو کېږي.

د هغه په خبره؛ طالبانو د خلکو ازادي له‌منځه وړې او ډېری وګړي په سختو شرایطو کې ژوند کوي. نوموړي‌ ویلي: «کار نه‌شته، فقر او لوږه زیاته ده، دولتي‌ روغتونونه پيسې اخلي، ناروغ مري ډاکټر نه وي، دا کوم حالت دی؟ دغه وضعیت له ژوند بې‌زاره کړي یو او اوس په مرګ خوشحاله یو».

د مزار شریف دغه اوسېدونکي په ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانانو غږ واوري او د روان حالت په وړاندې یو اقدام وکړي.

د البیروني پوهنتون یو زده‌کړیال: د بندیزونو له امله له زده‌کړو زړه توري شوي یو

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۱
د البیروني پوهنتون یو زده‌کړیال: د بندیزونو له امله له زده‌کړو زړه توري شوي یو
100%

د البیروني پوهنتون یو زده‌کړیال افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا لګول شويو محدودیتونو یې د زده‌کړو بهیر سخت اغېزمن کړی او له زده‌کړو یې زړه توري کړی دی.

هغه وایي، د نوي بندیز له مخې په پوهنتون کې د ځیرکو موبایلونو کارونه له شنبې ورځې (د غبرګولي ۳۰مې) راهیسې منع شوې. د نوموړي په وینا؛ د ټېکنالوژۍ په اوسني دور کې د زده‌کړو ډېری چارې ځیرکو موبایلونو پورې تړلې دي او دغه بندیز د دوی ښوونیز بهیر ګډوډوي.

هغه زیاتوي، چې هره ورځ د ږېرې نه پرېښودلو له امله ورته خبرداری ورکول کېږي او همدارنګه له خولۍ پرته د پوهنتون دننه د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي. هغه وایي، دغه ډول محدودیتونه د ځوانانو د زده‌کړو انرژي کموي او د هغوی د زړه توري کېدو لامل کېږي.

د راپورونو له مخې؛ په وروستیو محدودیتونو کې د دولتي ادارو او پوهنتونونو دننه د ځیرکو موبایلونو کارول منع شوي او د سرغړونې په صورت کې د موبایل د ماتولو، له دندې د کارکوونکو د ګوښه کولو او ان د عدلي څار ګواښونه هم شامل دي.

د طالبانو دغه بندیز په کور دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.