• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرشته عباسي: بروکسل ته د طالبانو بلنه په ناسم وخت کې ناسمه پرېکړه ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۱

د بشري حقونو څار بنسټ څېړونکې فرشته عباسي وایي، چې دغه بنسټ بروکسل ته د طالبانو د بلنې پرېکړه په کلکه غندلې او دا یې په ناسم وخت کې د ناسم پیغام رسونه بللې ده. هغه وایي، اروپايي ټولنه باید افغانان د طالبانو د واکمنۍ تر سختو شرایطو لاندې افغانستان ته په جبري ډول ونه لېږي.

د هغې په وینا؛ داسې یو حکومت چې په ښکاره ډول د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي او د ځپنې او تاوتریخوالي لړۍ په‌کې دوام لري، اجازه نه‌لري چې استازي یې د اروپايي ټولنې له لوري د خبرو مېز ته راوبلل شي.

هغې ویلي، افغانستان له هغو هېوادونو دی چې په‌کې د بشري حقونو سرغړونې په ښکاره ډول روانې دي او دغه وضعیت په حقیقت کې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. د بشري حقونو څار بنسټ څېړونکې زیاتوي، دغه بنسټ مستند کړي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې خلک د خپلسرو نیونو، شکنجو او توقیف له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

فرشته عباسي ټینګار کوي، هېڅوک باید په زور داسې ځای ته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې بروکسل نن د طالبانو د استازو په حضور یو غونډه ترسره کړي.

بلخوا اروپايي ټولنې تازه یوه تګلاره تصویب کړې، چې له مخې یې ځینې کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي. دغه پرېکړه په ځانګړي ډول د افغان کډوالو په اړه د بشري حقونو د بنسټونو او مدني فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه په بروکسل کې د طالبانو د کوربه‌توب پلان له امله له سختو نیوکو سره مخ شوې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۱
اروپايي ټولنه په بروکسل کې د طالبانو د کوربه‌توب پلان له امله له سختو نیوکو سره مخ شوې
100%

د بشري حقونو فعالان او د اروپایي پارلمان غړي وایي، دغه ډول غونډه به د طالبانو هغه حکومت عادي او مشروع وښيي چې ښځې او نجونې یې له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه بې‌برخې کړې دي. بلجیم ویلي، په دغه غونډه کې د ګډون لپاره یې د طالبانو پنځه غړو ته یو ورځنۍ وېزې ورکړې دي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو د یوه پنځه کسیزه پلاوي لپاره یې یو ورځنۍ ویزې صادرې کړې دي؛ څو په بروکسل کې په یوې غونډه کې ګډون وکړي. ګارډین ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې ټاکل شوې دغه غونډه د سې‌شنبې په ورځ ترسره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي د نومونو په ډاګه کولو څخه ډډه کړې؛ خو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي، چې د طالبانو په پلاوي کې د عبدالقهار بلخي ترڅنګ د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست مرستیال هدایت الله پکتین هم شامل دی.

دغه غونډه څو اونۍ وروسته له هغې کېږي، چې اروپايي کمېسیون تایید کړه دوی د جنورۍ راهیسې له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کې دي؛ ترڅو د افغان کډوالو د اېستلو کچه لوړه کړي.

ځینې اروپایي سیاست‌وال له طالبانو سره د اروپایي ټولنې د اړیکو مخالف دي. دوی وایي، اروپایي ټولنه له یوې خوا طالبان غندي؛ خو له بلې خوا ورسره رسمي غونډې او همکاري کوي.

د اروپا پارلمان کې د سوسیالیست ګوند غړي خوان فرناندو لوپیز اګویلار وویل: «زه ډېر حیران او خواشینی یم. دا په بشپړه توګه د غوسې وړ کار دی او د اروپایي ټولنې اعتبار او باور ته یوه لویه ضربه ده، چې داسې دوه‌ ګونی معیار خپلوي».

د اروپا پارلمان کې د سوسیالیست ګوند غړی خوان فرناندو لوپیز اګویلار
100%
د اروپا پارلمان کې د سوسیالیست ګوند غړی خوان فرناندو لوپیز اګویلار

د مئ په میاشت کې د اروپایي کمېسیون ویاند وویل، چې له طالبانو سره غونډه وروسته له هغې چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو د هغو افغانانو د اېستلو لپاره د مشخصو لارو غوښتنه وکړه چې د قانوني استوګنې جواز نه‌لري یا هغه کسان چې امنیتي ګواښ ګڼل کېږي؛ د سویډن سره همغږې شوې وه.

هغه ویلي، خبرې اترې به پر دې متمرکزې وي چې څنګه هغه کسان بېرته افغانستان ته واستول شي چې د اروپایي ټولنې لپاره امنیتي ګواښ بلل کېږي. لوپېز اګویلار د اروپایي ټولنې دغه دلیل رد کړ او پر ځای یې ټولنه تورنه کړه، چې افراطي ښي اړخو ډلو او د هغوی د کډوالۍ ضد څرګندونو ته یې اجازه ورکړې چې د سیاستونو لوری وټاکي.

هغه وویل: «موږ ټولټال ۴۵۰ مېلیونه خلک یو. هېڅ دلیل نه‌شته، چې د هغو کډوالو له امله و وېرېږو چې د نهیلۍ، د فرصتونو د نشتوالي یا د ځورونې له امله تښتي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې له څار او ځورونې سره مخ دي، ځکه هغوی حق لري چې نړۍواله ساتنه وغواړي».

هغه دا هم ویلي: «کډوالي نه ګواښ دی او نه هم ناورین؛ بلکې د بشریت د تاریخ یوه دوامداره برخه ده». په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته سلګونه زره افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د ګارډیڼ راپور زیاتوي، چې په ټوله اروپا کې د دغه افغانانو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن شوی؛ ځکه د کډوالۍ په اړه سیاسي دریځونه لا سخت شوي دي. ډېری اروپایي هېوادونه داسې ښکاري، چې د هغو ګواښونو له پامه غورځولو ته چمتو دي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته لېږلو له امله رامنځته کېدای شي؛ په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د بشري ناورین او د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی.

د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې د بروکسل د اروپايي پالیسۍ د مطالعاتو د مرکز د غړې شګوفه غفوري له قوله ویل شوي: «که څه هم له طالبانو سره دغه غونډه په هېڅ ډول د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌ده؛ خو هغه څه چې روان دي په حقیقت کې تر دې هم بد حالت رامنځته کوي».

هغې زیاته کړه: «عادي کول د کوم رسمي تړون لاسلیک ته اړتیا نه‌لري. دا په تدریجي ډول رامنځته کېږي؛ د ویزو ورکول، د غونډو د خونې برابرولو او د اصولو پر ځای د معاملې او ګټو د سیاست غوره کولو له لارې».

د ملګرو ملتونو راپور وايي، چې له ایران او پاکستان نه بېرته ستانه شوي افغانان د طالبانو له‌خوا د نیونې، شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي. د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنول د نړۍوالو قوانینو خلاف دي.

د ګارډین د راپور له مخې؛ که څه هم اروپایي کمېسیون استدلال کوي، له طالبانو سره همکاري د دې لپاره اړینه ده چې هغه کسان افغانستان ته بېرته واستول شي چې په جرمونو محکوم شوي دي؛ خو د کډوالو او جلاوطنو په اړه د اروپايي شورا د پالیسۍ لوړ پوړی شنونکی رشاد جلالي ویلي، چې دا ښايي یوازې د پیل ټکی وي.

هغه وویل: «اصلي ګواښ دا دی، چې کله د اروپایي ټولنې او د طالبانو د واکمنو چارواکو ترمنځ د کډوالو د اېستلو بهیر عادي او بیا پیل شي؛ نو دا به د هغو افغانانو د پراخې شړنې لپاره لاره هواره کړي، چې هېڅ جرمي سابقه نه‌لري».

100%

همدارنګه د اروپا په پارلمان کې د جرمني د زرغون ګوند غړې هانا نیومن پر خواله رسنیو لیکلي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو لېږل نه یوازې یوه بشري ناکامي ده؛ بلکې یوه ستراتیژیکه تېروتنه هم ده.

هغې زیاته کړه: «که اروپا ځوان افغان نارینه بېرته فقر او نهیلۍ ته واستوي؛ نو ډېر به یې په هغو یوازینیو جوړښتونو پورې تړلي شي، چې لاهم سرپناه او خواړه برابروي: د طالبانو شبکې او دیني مدرسې».

د هغې په وینا؛ هر بېرته ستنېدونکی کس د طالبانو لپاره یوه ګټه کېدای شي. تېره ورځ سرچینو په دې تړاو د افغانستان انټرنشنل د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ناسته د طالبانو له همدغه پنځه کسیز پلاوي سره چې بروکسل ته ځي شوې او که د یادې ډلې له نورو استازو سره؛ څه ونه ویل.

طالبان بروکسل ته په خپل دغه سفر کې هڅه کوي له اروپايي هېوادونو څخه په جرم تورنو افغانانو د شړلو په بدل کې پر یادو هېوادونو خپل ډېپلوماټان ومني. بروکسل ته د طالبانو د پلاوي دغه سفر داسې مهال دی، چې اروپايي پارلمان د کډوالو په تړاو یو نوی قانون تصویب کړی دی.

یونېسف: اقلیمي بدلون په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناورین لا کړکېچن کړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱
یونېسف: اقلیمي بدلون په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناورین لا کړکېچن کړی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازی وایي، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناورین لا پراخوي. د تاج‌الدین ایواله په وینا؛ وچکالي، سېلابونه او سخته ګرمي د خوړو سیستمونه کمزورې کوي او د څښاک اوبو ته د افغانانو لاسرسی محدودوي.

د یونېسف د ارزونې له مخې؛ دغه وضعیت د زېربنايي ستونزو ترڅنګ د ماشومانو د خوارځواکۍ ناورین نور هم سختوي. ښاغلي ایواله ټینګار کړی، چې د واکسیناسیون خدمتونو کمښت، د روغتیايي سیستم کمزورتیا او د مناسبو روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی د ماشومانو لپاره نور اضافي خطرونه هم رامنځته کوي.

یونېسف وایي، د دغه لاملونو ګډ اغېز د دې لامل شوی چې افغان ماشومان د ناروغیو او خوارځواکۍ پر وړاندې لا ډېر زیان‌من شي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) تر دې وړاندې هم څو ځله په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او د ماشومانو او زیان‌منو کورنیو د ملاتړ لپاره یې د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې تر پنځو کلونو کم عمره ۳.۷ مېلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

طالبانو د څه باندې یو مېلیون کسانو لپاره د اوبو رسولو له یوې پروژې خبر ورکړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۱
طالبانو د څه باندې یو مېلیون کسانو لپاره د اوبو رسولو له یوې پروژې خبر ورکړی
100%

د طالبانو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت اجراییه ریس غلام‌الرحمان کظیم ویلي، چې د کابل ښار د اوبو رسولو پروژې بودجه د طالبانو د اقتصادي کمېسیون په لسمه غونډه کې تصویب شوې ده. د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په کابل کې تر یو نیم مېلیون ډېر خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي.

ښاغلي کظیم وویل، که څه هم د یادې پروژې لومړۍ برخه تر ۶۵ سلنې او دویمه برخه تر ۷۵ سلنې پورې بشپړه شوې وه؛ خو کارونه یې په ټپه درېدلي وو او اوس به یې چارې له سره پیل شي.

هغه ویلي، چې د کابل ښار د اړتیا وړ اوبو برابرولو لپاره د پنجشېر سیند، د شاه او عروس بند او له شاه‌توت بند څخه د اوبو د لېږد پروژې په پلان کې دي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د اوبو ناورین لا پراخ شوی دی.

تر دې وړاندې د کابل یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، د اوبو د بیو لوړېدو له امله اړ شوي چې د څښاک اوبو او خوراکي توکو برابرولو ترمنځ یو وټاکي. ځینې کم عاید لرونکې کورنۍ چې هره ورځ له دوو ډالرو څخه کم عاید لري اړ دي، چې د خپل اوونیز عاید د پام وړ برخه له شخصي ټانکرونو څخه د اوبو په پېرلو ولګوي.

د نړۍوالې مرستندویه ادارې «مرسي کورپس» د تېرکال غبرګولي میاشتې د راپور له مخې؛ په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲۵ څخه تر ۳۰ مترو پورې راټیټه شوې ده. د اقلیم بدلون، د بارانونو او واورو کمښت او د نفوس زیاتوالی د دغه ناورین اصلي لاملونه بلل کېږي.

هم‌مهاله د اوبو د کیفیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي. د مرستندویه بنسټونو او کارپوهانو د راپورونو له مخې؛ د کابل له ۸۰ سلنې څخه ډېرې د اوبو سرچینې ککړې دي او په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کلنی کسر لسګونه مېلیونه مکعب مترو ته رسېږي.

یونېسف هم وړاندې خبرداری ورکړی و، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو کابل ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د ځمکې لاندې اوبو ډېره برخه له لاسه ورکړي.

امسو: په کابل کې خپلواکې رسنۍ او خبریالان له نوو امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱
امسو: په کابل کې خپلواکې رسنۍ او خبریالان له نوو امنیتي ګواښونو سره مخ دي
100%

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ (امسو) په کابل کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ځینې خپلواکې رسنۍ او د هغوی کارکوونکي له نوو امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي.

امسو د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په لومړۍ نېټه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د رسنیو د دفترونو او خبریالانو د امنیت تامین د طالبانو مسؤلیت دی، خو د امنیت د ټینګښت په نوم امنیتي تدابیر او د استخباراتي ځواکونو حضور باید د رسنیو د فعالیتونو د محدودېدو، سانسور او په رسنیز چاپېریال کې د وېرې د فضا د رامنځته کېدو لامل نه شي.

دغه بنسټ د یادو ګواښونو د ماهیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې رسنۍ او خبریالان باید د سیمه‌ییزو شخړو او ډیپلوماټیکو کړکېچونو د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

امسو له طالبانو غوښتي چې خبریالان دې د تبلیغاتو او پروپاګند لپاره نه مجبوروي او هغوی ته دې اجازه ورکړي چې د قانون او مسلکي اصولو له مخې په بې‌طرفه ډول د حقیقت انعکاس وکړي. د بنسټ په وینا، خبریالان باید نه د اوسني حاکمیت په ګټه او نه هم د ګاونډیو هېوادونو د سیاستونو پر ضد د تبلیغاتو خپرولو ته اړ ایستل شي.

په اعلامیه کې راغلي چې له رسنیو او خبریالانو سره دا ډول چلند هغوی په مستقیم ډول له خطر سره مخ کوي او د ښکېلو لورو د احتمالي هدف ګرځېدو زمینه برابروي.

امسو همداراز ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سیاسي او سرحدي ترینګلتیاوې باید د افغان خبریالانو د ګواښلو یا په نښه کولو لپاره پلمه ونه ګرځي، په ځانګړي ډول د هغو خبریالانو چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د روانو پېښو په اړه خپلواکې او انتقادي لیدلوري وړاندې کوي.

دغه بنسټ له نړیوالو حقوقي ادارو او د رسنیو د ملاتړ له سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د فعالو خبریالانو د فزیکي او رواني خوندیتوب لپاره خپلې هڅې او ملاتړ لا زیات کړي.

طالبان وایي بلخ کې یې د دولتي اسنادو د جعل په تور څلور کسان نیولي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
طالبان وایي بلخ کې یې د دولتي اسنادو د جعل په تور څلور کسان نیولي دي
100%

بلخ ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د کشفي او عملیاتي ځواکونو له خوا څلور تنه د دولتي اسنادو د جعل او ناقانونه جوړولو په تور نیول شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان د ترافیکو اړوند جوازسیرونه، د موټر چلولو لایسنسونه او نور رسمي اسناد په جعلي ډول جوړول او د خپلو غیرقانوني فعالیتونو لپاره یې د بېلابېلو دولتي ادارو جعلي مهرونه او ټاپې کارولې.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې له نیول شویو کسانو څخه ګڼ شمېر جعلي اسناد، مهرونه، ټاپې او نور وسایل هم ترلاسه او ضبط شوي دي.

امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې یاد کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي ترڅو د قانون له مخې پرې لازم اجراآت ترسره شي.

بلخ امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې د هر ډول جعلکارۍ او ناقانونه فعالیتونو په اړه امنیتي ادارو ته پر وخت معلومات ورکړي څو د قانون د حاکمیت او عامه نظم د ټینګښت لپاره اقدامات وشي.