د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، چې غواړي افغانستان ته د بېرته ستنېدو پروسه په منظم ډول ترسره شي.
د وزارت د ویاندې ایلینا زینګر په وینا، د فدرالي حکومت هڅې په پیل کې د اړوندو فدرالي ایالتونو د ملاتړ پر لور متمرکزې وې، څو د مجرمینو د بېرته ستنولو په برخه کې مرسته وشي، خو دا یوازې تر همدې ډلې محدودې نه دي.
د وزارت ویاندې د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د استوګنې قانون له مخې، بهرني اتباع باید هغه وخت بېرته واستول شي چې دوی له هېواد څخه د وتلو تر جبري پرېکړې لاندې وي. د نوموړې په وینا، «سربېره پر دې، په هره انفرادي قضیه کې باید د اخراج د بندیز لپاره هېڅ قانوني دلیل موجود نه وي».
ایلینا زینګر زیاته کړه، « پر همدې پر بنسټ، فدرالي ایالتونه د هرې قضیې په اړه په انفرادي ډول د ارزونې له مخې د بېرته ستنولو پرېکړه کوي».
نوموړې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په بهیر کې د طالبانو د همکارۍ په تړاو وویل، چې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ به هغه کسان پېژني چې د بېرته ستنولو پرېکړه یې شوې وي او که افغان تابعیت په بریالیتوب ثابت شي، د سفر اسناد به ورته صادر کړي.
هغې د افغان ښځو په تړاو، چې د طالبانو تر سختو بندیزونو لاندې دي، وویل، « د جنسیت په اړه باید دا یادونه وشي چې افغان ښځې او نجونې که د جرمني د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي ادارې (BAMF) کې د پناه غوښتنه وکړي، ډېری په جرمني کې د خوندیتوب وضعیت ترلاسه کوي».
یاد وزارت ویلي، چې د جرمني د استوګنې قانون پلي کول د فدرالي ایالتونو په واک کې دي او په دې کې هغه کسان چې په جرمني کې د قانوني پاتې کېدو حق نه لري، خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته ستنیږي.
نوموړې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې په جرمني کې دا مهال څومره افغانان د اخراج په نوملړ کې شامل دي، وویل، چې دغسې نوملړ نشته.